د ناپلیون بوناپارت خولۍ په پاریس کې بولۍ ته وړاندې کېږي

۱۹مه پېړۍ کې د فرانسې امپراتورۍ د سیاسي‌ او پوځي سرلاري 'ناپلیون بوناپارت' یوه خولۍ یکشنبه پاریس کې بولۍ ته وړاندې کېږي.‌

د دې خولۍ ارزښت د ۶۰۰ او ۸۰۰ زره یورو ترمنځ اټکل شوی دی.‌

تاریخپوهان وايي دا توره نمدي‌ خولۍ د ناپلیون د برنډ برخه ده.

د دې خولۍ پر سرولو مرسته کوله چې هغه دې د جګړې په ډګر کې وپېژندل شي.

هغه به دا خولۍ په پلنو (په څنګ) خو ډیری افسرانو یې په عمودي ډول په سروله.

ناپلیون بوناپارت د واکمنۍ په اوږدو کې دا ډول شاوخوا ۱۲۰ خولۍ په سر کړې چې له هغو اوس یوازې ۲۰ پاتې دي او هغه هم تر ډېره په شخصي کلېکسونونو کې ساتل کېږي.‌

دا خولۍ د ناپلیون له ځینو نور یادګارونو سره یو ځای پلورل کېږي.‌

د ناپلیون د لاس دا نښې یوه صنعتګر چې تېر کال مړ شو، راټولې کړې دي.

‌ خو لیلاموونکو یې ویلي، متخصصان د دې خولۍ په رښتیني ارزښت پوهېږي.‌

د بولۍ مسوول 'ژان پیرې اوسېنات وايي‌ "خلکو دا خولۍ هر ځای پېژندله. کله چې به یې د جګړې ډګر کې وکتله، نو پوهېدل به چې ناپلیون دی."

ښاغلی اوسېنات زیاتوي‌ چې "په خصوصي ځایونو کې به هم و، تل به یې پر سر وه، یا به یې لاس کې نیولې وه، وخت ناوخت به یې په یو ځای اېښودله. دا د امپراتور یو انځور – یو سمبول و."

لیلاموونکي‌ وايي د دې خولۍ ریښه او سرچینه ځکه بې عیبه دي چې ټوله ۱۹مه پېړۍ کې یوازې د ناپلیون ماڼۍ د یوه ارباب په کورنۍ کې پاته شوې ده.

پر دې خولۍ چې د اوسېنات لیلامۍ مرکز لخوا په فونټېن‌بلیو کې بولۍ ته وړاندې کېږي، یوه نښه لګېدلې.

ناپلیون په ۱۸۱۵ اېلبا او انتیب کې له لنډمهاله جلاوطنۍ وروسته له مدیترانې د تېرېدو پر مهال دا نښه پر خپله خولۍ ولګوله.