تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په اروپا کې 'تر ټولو پخوانۍ څپلۍ' له یوه غاره موندل شوې
- Author, ماتیا بوبالو
- دنده, بي بي سي
ساینسپوهان وايي، داسې څپلۍ یې پېژندلې دي، چې له وښو اوبدل شوې، د اروپا تر ټولو پخواني پیزار دي او لرغونتوب یې نژدې ۶۰۰۰ کالو ته رسېږي.
دا څپلۍ له ځینې نورو لرغونو توکیو سره یو ځای په ۱۹ مه پېړۍ کې کان کېندونکو د اسپانیا له یوه داسې غاره موندلې وې، چې اسمان څکالي پکې دېره وو، خو په یوه نوې څېړنه کې پېژندل شوې دي. په غار کې د کم لمدبل او ساړه باد له کبله دا څپلۍ دومره ډېره موده خوندي پاتې شوې دي.
له دې څپلیو سره یو ځای موندل شوې یوه ټوکري او اوازار یا الات هم ماهرینو ارزولي دي. د دې څېړنې شریکه لیکواله ماریا اوتال په دې هکله وايي، دا توکي تر ټولو پخواني او ښه خوندي ساتل شوي توکي دي، چې له لښتو، پاڼو او بوټو څانګو چمتو شوي او تر اوسه په اروپا کې موندل شوي دي.
نوموړې زیاتوي: ''متنوع تکنالوژي او د خامو موادو کارولو سبک د ماقبل التاریخ ټولنو کاري وړتیا په نښه کوي.''
د لرغونپېژندنې معایناتو نویو مېتودونو جووته کړې چې په دې غار کې د موندل شویو ۷۶ توکیو لرغونتیا له هغه هم نژدې دوه زره کاله پخوانۍ ده، چې مخکې یې په هکله فکر کېده.
د ځینو توکیو په هکله ویل کېږي، چې لرغونتیا یې ان ۹۰۰۰ کالو ته رسېږي. د تازه پېژندل شویو څپلیو په هکله ویل کېږي چې په جوړښت کې یې له بېلا، بېلو وښو کار اخیستل شوی او د دې ترڅنګ حیواني پوټکی هم پکې کارول شوی دی.
د دې څپلیو چمتو کېدو نېټه د ډبرو نوې دوره یادېږي او د هغو پیزارو پرتله هم پخوانۍ دي، چې قدامت یې ۵۵۰۰ کاله یاد شوی او په ۲۰۰۸ کال کې د ارمنیا له یوه غاره موندل شوې وې.