تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ساینس پوهانو تر انسان لرغونی مخلوق کشف کړی
څېړونکي وايي، داسې یو مخلوق یې کشف کړی، چې د ځمکې پر سر یې د انسان له پیدایښت وړاندې ژوند کاوه. دوی وايي، دغه مخلوق د کیندنو پرمهال کشف شوی، چې دا کشف شوی مخلوق په خښ کړای شوي ځای کې په "ډېر مهارت سره ساتل شوی" دی.
څېړونکي وايي، دغه مایکروسکوپي سمندري ژوي پر ځمکه د پرمختګ لومړني ګامونه اخیستي چې بالاخره د اوسني انسان په راڅرګندېدو بدل شوی.
د "نېچر/ طبیعت" په نامه د ساینس ځانګړې خپرنۍ په چین کې ددغه نوي کشف شوي مخلوق په اړه ډېر جزییات خپاره کړي دي.
په څېړنه کې راغلي د نوي مخلوق نوم "ساکورایټوس" اېښودل شوی چې "دوه خولې لرونکی" مخلوق دی او د ژوندیو مخلوقاتو له ډولونو ډېر وړاندې د ځمکې پرسر موجود و.
د دغه نوي کشف شوي مخلوق اوږدوالی تر یوه میلیمتر ډېر نه دی او اټکل دی چې په رېګي سیمو او د سمندر په تل کې اوسېده.
څېړونکي پر داسې ثبوتونو موندلو نه دي توانېدلي چې ګني دغه مخلوق مقعد (کونه) هم درلوده. اټکل دی چې هغه به له هماغه یوه سوري خوراک کاوه او فاضله مواد به یې هم له هماغه ایستل.
د کامبریج پوهنتون استاد کونوای موریس په مشرۍ د بریتانیا، چین او جرمني نړیوالو پوهانو دا څېړنه بشپړه کړې ده.
ښاغلي موریس بي بي سي ته وویل "د حیوان بدن کې سوری د غلو د دانو په څېر ښکارېده، خو وروسته مایکروسکوپ ډېر جزییات راته په ډاګه کړل".
د چین پوهنتون استاد دیګن شو چې دغه مخلق موندلی وايي "ساکورایټوس موږ ته داسې یو ښکاره انځور راښيي چې ګني په لومړنیو پړاوونو کې ژوندي موجودات اوسېدل، بیا کبان شول او وروسته زموږ په څېر انسانان وګرځېدل."
ځینې نور داسې دوه خولې لرونکي مخلوقات هم شته، چې د پوهانو په اند، شاوخوا ۵۱۰ او ۵۲۰ میلیون کلونه وړاندې اوسېدلي دي.