ولې سعودي عرب د امریکا د امنیتي تضمین سربېره له پاکستان سره دفاعي تړون وکړ؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عمر دراز ننګیانه
- دنده, بيبيسي اردو،لاهور
کله چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سږ کال سعودي عرب ته سفر وکړ، د سعودي هوايي حریم ته له ننوتلو سره سم د هغه له الوتکې سره د سعودي جنګي الوتکې د خوندیتوب په پار بدرګه شوې، سره غالۍ ورته وغوړل شوه او بشپړ شاهي هرکلی یې وشو.
په ورته وخت کې د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ "دوه اړخیزه دفاعي ستراتیژیک تړون" لاسلیک وشو، چې له مخې یې ویل کېږي: " د یوه هېواد پر ضد هر ډول برید د دواړو هېوادونو پر ضد یرغل ګڼل کېږي."
د دې تړون عملیاتي جزییات تر اوسه نه دي ډاګیزه شوي، خو د تړون له لاسلیک وروسته د پاکستان لومړي وزیر او د سعودي عرب ولیعهد محمد بن سلمان د تړون کاپۍ په لاس کې ونیولې او څنګ په څنګ د عکسونو اخیستو لپاره ودرېدل.
باید یادونه وشي چې د دې تړون له لاسلیک څو ورځې مخکې، اسرائیل د سعودي عرب ګاونډي قطر په پلازمېنه دوحه کې یوه ودانۍ وویشتله چې ظاهراً یې د حماس ځینې مشران په نښه کول وو.
هغه مهال، قطر د حماس او اسرائیل ترمنځ د یرغملو د تبادلې او اوربند د تړون هڅو کې منځګړی رول ترسره کاوه.
باید ووایو چې قطر په منځني ختیځ کې د امریکا ټولو لویې پوځي اډې کوربه هم دی.
قطر په پراخه کچه له امریکا دفاعي وسایل او وسلې اخلي او د خپل دفاع لپاره پر امریکا تکیه لري. کله چې د ایران او اسرائیل ترمنځ د جګړې پر مهال ایران د قطر په خاوره کې پر امریکایي پوځي اډې توغندي وویشتل، نو هغه هوا کې شنډ کړل شول. خو امریکا له قطر سره د اسرائیلي برید پر وړاندې کومه دفاعي مرسته ونه کړه.
د خپل دفاع لپاره د امریکایي ملاتړ پر بنسټ د سعودي عربستان وضعیت له قطر سره زیات توپیر نه لري. سعودي عرب د نړۍ له هغو څو لویو هېوادونو دی چې امریکایۍ وسلې او جنګي وسایل اخلي.
په سعودي عرب کې هم امریکا پوځي اډې جوړې کړي، چې پکې د "شهزاده سلطان هوايي اډه" دایمي اډه شامله ده او هلته ګڼ شمېر امریکايي سرتېري مېشت دي.
نو پوښتنه دا ده چې د عصري امریکایي جنګي وسایلو درلودو او له امریکا سره د ښو سفارتي او دفاعي اړیکو سره سره، سعودي عرب ولې له پاکستان سره دفاعي تړون کولو ته اړ شو؟
ایا د دې شا ته د سپتمبر پر ۹مه په دوحه کې پېښه ده، یا سعودي عرب د خپلې پوځي وړتیا له اړخه کوم کمښت لري؟ که داسې وي، نو دا کمښت څه کېدای شي؟ د دغو پوښتنو ځوابونو ته له رسېدو مخکې، راځئ د سعودي عرب پوځي وړتیا ته یوه لنډه کتنه وکړو.

د عکس سرچینه، Getty Images
د سعودي عرب د پوځي ځواک شمېرې څه ښيي؟
د نړۍ د هېوادونو د پوځي ځواک او جنګي وړتیاوو څارونکي وېبپاڼې (ګلوبل فایر پاور) په وینا، سعودي عرب شاوخوا ۴۰۷,۰۰۰ سرتېري لري چې له دې جملې ۲۵۷,۰۰۰ یې فعال دي.
خو د دې سرتېرو جزییات داسې دي:
- ځمکنی ځواک (ګرونډ فورس) ۷۵,۰۰۰ سرتېري
- هوايي ځواک ۲۰,۰۰۰ تنه
- سمندري ځواک ۱۳,۵۰۰ تنه
- پاتې ۱۵۰,۰۰۰ نیمه پوځي سرتېري دي
د یادې وېبپاڼې له مخې، سعودي عرب د ۹۱۷ الوتکو زېرمه لري، چې شاوخوا ۶۴۲ یې فعالې دي. دا د نړۍ په ۱۴۵ هېوادونو کې ۱۱م نمبر لوی هوايي ځواک ګڼل کېږي.
په دې کې ۲۸۳ جنګي او ۸۱ بریدګرې الوتکې شاملې دي.
جنګي الوتکې له هوا نه په-هوا کې جګړې لپاره دي.
بریدګرې الوتکې له هوا نه -پر ځمکه بریدونو او درنو بمونو د غورځولو لپاره کارول کېږي
د شوبلو (ټانکونو) په برخه کې، سعودي عرب ۸۴۰ ټانکونه لري چې له دې څخه ۵۸۸ یې په چمتو حالت کې دي او دا د نړۍ په ۱۴۵ هېوادونو کې ۲۰مه تر ټولو لویه شمېره ده.
سعودي عرب همدارنګه ۳۳۲ ځان خوځونکې توپخانې او ۴۶۷ د موټر له لارې وړل کېدونکې توپخانې لري.
د (ملټيپل لانچ راکټ) سیستم (MLRS) له نظره، سعودي عرب د نړۍ په ۱۴۵ هېوادونو کې ۱۲مه درجه لري او د دې سیستم ۳۲۱ راکټونه لري چې له دې څخه ۲۲۵ په چمتو حالت کې دي. MLRS یو داسې سیستم دی چې له یوه لانچر څخه په لږ وخت کې څو راکټونه توغول کېدای شي.

له شمېرو پرته، سعودي عرب څومره حقیقي پوځي وړتیا لري؟
مهـران کامراوا، چې په قطر کې د جورج ټاون پوهنتون د حکومتولۍ پروفیسور او د سیمه ییزو نړیوالو چارو کارپوه دی، د دې پوښتنې په اړه وايي:
"موږ په سمه توګه نه پوهېږو چې سعودي عرب د سیمې نورو هېوادونو پرتله څومره پوځي ځواک لري. څرګنده ده کله چې سعودي عرب په ۲۰۱۵ کې پر یمن برید وکړ، هلته خپلې موخې ته نه دی رسېدلی."
خو د هغه په وینا، سعودي عرب د پوځي ځواک په برخه کې د "طلب" یا غوښتنې ستونزه لري او اوس هم په هغه کچه نه دی چې د سعودي مشرتابه یې غوښتنه لري.
کامراوا زیاتوي: "ټول پوځي تجهیزات اخیستل شوي، خو سعودي پوځ لا هم د ګوند پالنې ښکار دی. ډېر قوماندانان د سعودي حاکمې کورنۍ پورې اړه لري او په میړانه او وړتیا نه دي ټاکل شوي، بلکې د کورنیو اړیکو او واکمنې کورنۍ ته د وفادارۍ له مخې یې پر خپلو دندو ګمارل شوي او ترفیع ورکړل شوې ده."
د اسرائیل په پرتله د سعودي عرب پوځي ځواک وضعیت څه دی؟
پروفیسور مهـران کامراوا وايي اسرائیل بې له شرطه د امریکا ملاتړ لري. هغه له بيبيسي سره په خبرو کې وویل اسرائیل د امریکا تر ټولو عصري وسلې لري.
هغه زیاتوي: "د دوی ذهني وضعیت داسې دی چې اسرائیل د خپل هېواد ستېزن سولجرس یا هغه سرتېري چې په ملکي او پوځي برخو کې کار کوي. نو زما په اند، د سعودي او اسرائیلو پوځي وړتیاوې د پرتلنې وړ نه دي. دوی په بشپړه توګه په دوه بېلابېلو کچو کې دي."
خو کامراوا وايي وروستیو کې څرګنده شوې چې سعودي عرب د ایران پر وړاندې په سیمه ییزه کچه د توغندیو جوړولو یو قوي پروګرام پرمخ وړي: "په ځانګړې توګه د هغه وړتیا، د هدف د دقیق په نښه کولو ظرفیت او د برید (ویشتلو واټن) پر اساس چې موږ په هغو ایراني توغندیو کې ولیدل چې پر اسرائیل توغول شوي وو."
د هغه په اند، دا امکان شته چې په راتلونکو کلونو کې سعودي عرب یو پیاوړی پوځي ځواک وګرځي، خو "تر هغه وخته چې دې ځای ته رسي، لا ډېر وخت پاتې دی."
سعودي عرب ولې له پاکستان سره دفاعي تړون غواړي؟
د قطر په جورج ټاون پوهنتون کې پروفیسور مهـران کامراوا وايي: "په تېرو څو کلونو کې موږ ولیدل چې سعودي عرب هڅه کوي خپلې پوځي ټلوالې، پوځي سپلایرز او سیمه ییزه وسلې جوړولو صنعت کې تنوع راولي."
هغه زیاتوي: "پاکستان یو اټومي ځواک او د سیمې له لویو پوځي ځواکونو دی. نو سعودي عرب لپاره دا یو طبیعي اقدام دی چې له پاکستان سره دفاعي تړون وکړي."
کامراوا وايي، دغه تړون په ځانګړې توګه ځکه هم شوی چې اوس د فارس خلیج ټول هېوادونه پوه شي چې د خپلو امنیتي اړتیاوو پوره کولو لپاره یوازې پر امریکا بشپړه تکیه نه شي کولای.

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا تر امنیتي چتر لاندې دا تړون څه اهمیت لري؟
پروفیسور مهـران کامراوا وايي: "دا سمه ده چې سعودي عرب له اوږدې مودې راهیسې د خپل امنیت لپاره د امریکا چتر کاروي او له دې لارې یې وسلې هم اخیستې، خو سعودي عرب له پاکستان سره هم تاریخي اړیکې لري."
د هغه په اند، په دې وخت کې له پاکستان سره دغه تړون د سعودي له خوا سمبولیک ارزښت هم لري.
"سعودي عرب غواړي امریکا ته یو پیغام ورکړي یا وښيي چې د خپل امنیت او پوځي اتحاد لپاره نور غوراوی هم لري."
کامراوا وايي، دا امکان هم نه شي ردېدای چې د پاکستان او سعودي عرب په څېر تړونونه د فارس خلیج نور هېوادونه هم دې کار ته وهڅوي.
هغه زیاتوي: "دا تړونونه له اروپایي او اسیايي هېوادونو سره هم کېدای شي."
او هغه څرګندوي: "که څه هم په یقین نه شو ویلای، خو دا امکان شته چې د خلیج شریک هېوادونه (GCC) هم د دې ډول دفاعي تړونونو لوري ته لاړ شي او هغه هېوادونه چې دوی غواړي ورسره دا تړونونه وکړي، په کې پاکستان هم شاملېدای شي."
کامراوا وايي دغه هېوادونه له اروپایي هېوادونو، سوېلي کوریا، هند یا حتی چین سره هم د همدې ډول تړونونو لپاره ګامونه پورته کولی شي.











