سعودي عربستان او پاکستان ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړ

د عکس سرچینه، GOP
پاکستان او سعودي عرب د دفاعي چارو په برخه کې د همکارۍ او امنیت اړوند "ګډ دفاعي ستراتیژیک تړون" لاسلیک کړی دی. د دې تړون له مخې "پر یوه هېواد بهرنی یرغل د دواړو هېوادونو پر ضد یرغل ګڼل کېږي."
د پاکستان او سعودي عرب مشران دغه تړون "تاریخي" بولي.
د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان او د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف د چهارشنبې ماښام د سعودي په پلازمېنه ریاض کې دا تړون لاسلیک کړ.
د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ د دفاعي شراکت په اړه د دغه تړون اعلان په داسې حال کې شوی چې د اسرائیلو لخوا د قطر په پلازمېنه دوحه کې تر برید وروسته په عربي هېوادونو کې اندېښنه خپره شوې ده.
د پلازمېنې ریاض په "یمامه" ماڼۍ کې د محمد بن سلمان او شهباز شریف تر کتنې وروسته په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ د تېرو اته لسیزو پر بنسټ ولاړ دفاعي شراکت د ستراتیژیکو ګټو په رڼا کې دواړو هېوادونو "ګډ دفاعي ستراتیژیک تړون" لاسلیک کړی دی.
د اعلامیې له مخې "د دې تړون موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي همکارۍ پیاوړتیا او د هر ډول یرغل پر وړاندې ګډ دفاع او ساتنه کول دي او پر یوه هېواد هر ډول یرغل به د دواړو هېوادونو پر ضد یرغل ګڼل کېږي."
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې دا تړون د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ د دواړو هېوادونو د خپل امنیت، دفاع او همدارنګه د سیمې او په ټوله نړۍ کې د سولې د ټینګښت ګډ هوډ څرګندوي.
د تړون له لاسلیک وروسته د سعودي عرب د دفاع وزیر خالد بن سلمان د ایکس په یوه پیغام کې لیکلي: "سعودي عرب او پاکستان... د یرغلګر پر وړاندې پر یوه کرښه... او د تل لپاره اوږه - په اوږه ولاړ دي".
د یادولو ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي همکاري اوږده مخینه لري. د ۲۰۱۵ ډیسمبر کې د ترهګرۍ پر ضد د سعودي عرب په مشرۍ جوړې شوې پوځي ټلوالې لپاره ځانګړی پوځ د پاکستان په همکارۍ رامنځته شو چې مشري یې د پاکستان د پوځ پخواني مشر جنرال راحیل شریف ته وسپارل شوه.
"د اټومي خوندیتوب په مسله کې ابهام هم د سعودي اهداف پوره کولی شي"

د عکس سرچینه، Reuters
که څه هم د دواړو هېوادونو له لوري د دې تړون په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي، خو د پاکستان دودیز سیال د هند له لوري غبرګون څرګند شوی دی.
د سعودي ـ پاکستان تړون په اړه د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندھیر جیسوال، په یوه بیان کې ویلي: "موږ دا مهمه پرمختیا د خپل ملي امنیت، سیمهییز او نړیوال ثبات په پام کې نیولو سره څارو او پر احتمالي اغېزو یې تمرکز کوو. پر دې کار روان دی. د هند حکومت د خپلو ګټو د خوندیتوب او ملي امنیت د ډاډ لپاره ژمن دی."
په پاکستان او هند کې خبریالان او د خواله رسنیو ځینې کاروونکي هم د دې تړون په اړه خپل نظرونه څرګندوي.
خبریال طلعت حسین د صدراعظم د سعودي سفر ویډیو خپره کړې او لیکلي یې دي: "دا د پراخو سرچینو او پیاوړې پوځي وړتیا د یو ځای کېدو په څېر دی، دا یو لوبه بدلوونکی اتحاد دی. دا ګام پر وخت شوی او له دې نور ستراتیژیک کېدای نه شو."
پخواني وزیر مشاهد حسین سید په ایکس کې په خپاره شوي بیان کې لیکلي: "د دې تړون له لارې پاکستان لوېدیځ د منځني ختیځ د امنیت له تضمین څخه په چوپتیا لېرې کړ."
مشاهد حسین سید په خپله تفصیلي لیکنه کې ویلي: "د دوو مسلمانو هېوادونو ترمنځ دا تاریخي او پر وخت ستراتیژیک دفاعي تړون د درېیو دلیلونو له مخې ډېر مهم دی:
- دا د قطر پر ضد د اسرائیلي یرغل او له عربو سره د امریکا له خیانت وروسته وشو.
- دا تړون په داسې مهال وشو چې د (لوی اسرائیل) په پروژه کې پر فلسطین، قطر، ایران، لبنان او یمن بریدونه شوي.
- دا تړون په داسې وخت کې وشو چې د ۲۰۲۵ په مې میاشت کې د هند ـ پاکستان جګړه کې د پاکستان پوځ مهارت او وړتیا ښکاره کړه او د اسرائیل نژدې متحد هند ته یې ځواب ورکړ."
د هندي خبریالې سهاسني حیدر لخوا په ایکس کې د اعلامیې متن خپور شو او هغې ولیکل: "پر قطر د اسرائیلو تر برید وروسته چې د خلیجي هېوادونو امنیت له ګواښ سره مخامخ شو، د سعودي عرب او پاکستان ترمنځ دفاعي تړون وشو، خو پوښتنه دا ده چې د هند د روان عملیات سندور لپاره دا څه معنی لري؟"
هندي کاروونکي تیجسوي پرکاش دغه تړون "حیرانوونکی" بللی دی.
هغه په ایکس کې په خپل بیان کې لیکلي: "پاکستان له سعودي عرب سره د دفاعي تړون لاسلیک کړی چې له مخې یې پر یوه هېواد برید د بل هېواد پر ضد برید ګڼل کېږي. دا یوه جدي ستراتیژیک بدلون دی چې د اسلاماباد امنیت به پیاوړی کړي."
تیجسوي پرکاش په خپل ایکس پروفایل کې ځان د کانګرس ګوند غړې معرفي کړی. هغې پر مودي نیوکه کړې او لیکلي یې دي چې "د مودي حکومت یوازې د عکسونو او پروپاګند له لارې د خلکو پام اړوي، خو د هند نفوذ په منځني ختیځ کې په کمېدو دی".

د عکس سرچینه، SPA
د اټومي وسلو د څېړونکې او ليکوالې رابعه اختر په وينا، د سعودي عرب او پاکستان ترمنځ له مخکې يو غیر رسمي اوږدمهاله دفاعي تړون شته، خو اوسني تړون د امنيتي اړيکو رسمي بڼه ورکړې ده.
هغې په ايکس کې په خپل پېغام کې ويلي: "د اټومي هراړخيز مخنيوي په اړه، زما په اند دا يوه روښانه ډاډګېرنه ده، خو دا يوه بنسټيزه نظرياتي بدلون نه دی. امکان نشته چې پاکستان به په رسمي ډول رياض ته اتومي ساتنه ورکړي، خو په دې اړه دا ابهام کولای شي د سعودي موخې پوره کړي."
د امريکا په لومړنيو دورونو کې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمي خليلزاد ليکلي چې د پاکستان او سعودي ترمنځ د ګډ دفاعي تړون اعلان يو مهم ګټور اقدام دی.
هغه ليکلي: "پر يو هېواد د برید له مخې پر بل هېواد برید ګڼل کېږي. ايا دا د قطر پر ضد د اسرائيلو د بريد د ځواب په توګه دی؟ يا ايا دا د پاکستان د اتومي پروګرام په اړه هغه ګنګوسې چې سعودي يې ملاتړ کوي رسمي تصديق دی؟".
هغه پوښتنې هم راپورته کړي چې ايا په دې تړون کې کوم پټ شرايط شته او که شته نو هغه څه دي؟ ايا دا تړون د سعودي او کېدای شي نورو لپاره د امريکايي دفاع پر باور کې کموالی ښيي؟ پاکستان اتومي وسلې او د لېږد وړتيا لري چې کولای شي د اسرائیل په ګډون اهداف په ټول منځني ختيځ کې په نښه کړي. همدارنګه پاکستان داسې سيستمونه هم جوړوي چې کولای شي اهدافو ته تر امريکا پورې ورسېږي؛ پوښتنې ډېرې دي...
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
سعودي عرب ته د صدراعظم شهباز شریف سفر، ورته شاهانه هرکلی وشو: د ۲۱ توپونو او د ایف-۱۵ جنګي الوتکو سلامي
د چهارشنبې په ورځ چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د یو ورځني سفر لپاره ریاض ته ورسېد، نو د سعودي عرب هوايي حریم ته د هغه د الوتکې له ننوتلو سره سم د سعودي F-15 جنګي الوتکو د صدراعظم هرکلی وکړ.
د صدراعظم دفتر له خوا په خپرو شويو انځورونو او ویډیو کې ښکاري چې څلور سعودي جنګي الوتکې د پاکستاني صدراعظم له الوتکې سره څنګ په څنګ الوتنه کوي.
په ویډیو کې لیدل کېږي چې صدراعظم له خپلې الوتکې د لاس په جګولو سره د سعودي الوتکو هرکلي ته ځواب ورکړ. صدراعظم شهباز شریف له الوتکې خبرې وکړې او د سعودي عرب پاچا سلمان بن عبدالعزیز او ولیعهد محمد بن سلمان مننه یې وکړه.
د سعودي پلازمېنې ریاض د پاچا خالد هوایي ډګر ته د رسېدو پر مهال د ریاض مرستیال والي محمد بن عبدالرحمن، په پاکستان کې د سعودي سفیر نواف بن سعید المالکي، په سعودي کې د پاکستان سفیر احمد فاروق او نور لوړپوړي دیپلوماتان د پاکستاني پلاوي هرکلي ته راغلي وو. د صدراعظم د راتګ په ویاړ په ټول ښار کې شنه هلالي بیرغونه رپېدل.
د صدراعظم دفتر په وینا، په دې وخت کې صدراعظم ته د ۲۱ توپونو سلامي ورکړل شوه او د سعودي عرب د پوځ سملاسي ورته درناوی وکړ.











