د جولان لوړې څه دي او څوک يې کنټرولوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, جرمي هاول
- دنده, بي بي سي نړيواله څانګه
د سوريې په جنوب کې د درزويانو او سني بدويانو تر منځ له جګړې سره هممهاله د اسرائيلو پوځي مداخلې يو ځل بيا د دې لانجمنې سيمې پر لور د نړيوالو پام ور اړولی دی.
اسرائيل وايي ځواکونه يې هڅه کوي د سوريې په جنوب کې غيرپوځي سيمې وساتي او لږکي دروزيان د حکومت پلوه ځواکونو له بريدونو خوندي کړي.
دروزيان يوه مذهبي لږکۍ ډله چې په عربي خبرې کوي او په سوريه، لبنان او اسرائيلو کې مېشت دي. ځینې دروزيان د اسرائيلو په پوځ کې هم پر دندو بوخت دي.
د شمېرو له مخې نژدې ۲۵۰۰۰ دروزيان د اسرائيلو تر کنټرول لاندې د جولان په لوړو کې مېشت دي چې د سويدا له ښاره شاوخوا ۷۰ کيلومتره لرې موقعيت لري.
د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په مياشت کې چې د سوريې پخوانی ولسمشر بشار الاسد له واک لرې کړل شو اسرائيلو خپل ځواکونه د جولان لوړو په ناپوځي حایله سيمه حتی د سوريې اړخ ته په جبل الشيخ کې ځای پر ځای او هلته يې څو پوځي پوستې جوړې کړې.
هغه مهال د اسرائیلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو دا کړنه لنډمهالې وبلله او زياته يې کړه چې له دې لارې غواړي اسرائيل له سوريې د ياغيانو له احتمالي بریدونو خوندي وساتي.
خو وروسته د اسرائيلو د دفاع وزير اسرائيل کاتز اعلان وکړ چې پوځ يې "چمتو دی تر ناټاکلي مودې پورې په سوريه کې پاتې شي." او د اسرائيلو حکومت د ګولان لوړو په سيمه کې د مېشتېدنې د پراخولو پلان هم تصويب کړ.
د دغې سیمې نيول څو عربو هېوادونو غندلي دي.
د جولان لوړې چېرته دي؟

د جولان لوړې د سوريې په جنوب لوېديځ کې غرنۍ سیمه ده ده چې د اسرائيلو شمال ختيځ ته غځېدلې او اوسمهال د اسرائيلو د پوځ تر اشغال لاندې ده.
په ۱۹۶۷ کال کې د شپږ ورځنۍ جګړې پر مهال سوريې له دغو لوړو پر اسرائیلو بريد وکړ، اسرائيلو د بريد په ځواب کې شاوخوا ۱۲۰۰ کيلومتره مربع سیمه ونيوله.
سوريې په ۱۹۷۳ کال کې د منځني ختيځ د جګړې پر مهال هڅه وکړه چې دا سيمه بېرته ونيسي خو بريالۍ نشوه.
په ۱۹۷۴ کال کې اسرائيلو او سوريې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې اوربند لاسليک کړ چې له مخې يې دواړه اړ شول چې دواړو خواو ته ۸۰ کيلومتره د جلاوالي حایله سيمه پرېږدي.
په ۱۹۸۱ کال کې اسرائيلو د جولان لوړې تر خپلې ولکې لاندې راوستې او يهود مېشتېدونکو هلته د کورونو جوړول پيل کړل.
د اسرائیلو دا کړنه نړيوالې ټولنې نه ده منلې خو يوازې امريکا په ۲۰۱۹ کې د ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال ومنله.
سوريه وايي تر هغه به له اسرائيلو سره د سولې خبرې ونه کړي تر څو چې اسرائیل د جولان له ټولې سيمې په بشپړه توګه وتلي نه وي.
ولې د جولان لوړې مهمې دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه مهال چې سوريې دغه لوړې تر کنټرول لاندې لرلې له ۱۹۴۸ تر ۱۹۶۷ کال پورې يې د اسرائيلو پر شمالي سیمو په پرله پسې ډول له دغو لوړو بريدونه کول.
د سيمې تر ټولو لوړ غر جبل الشیخ يا حرمون د سمندر له سطحې ۲۸۱۴ متره لوړوالی لري. له دې غره د سوريې پلازمېنه دمشق چې شاوخوا ۶۰ کيلومتره لرې پرته ده ښکاري، همدارنګه د سوريې جنوبي سيمې هم ترې ليدل کېږي.
د دې سيمې تر کنټرول لاندې راوستل اسرائيلو ته دا وړتيا ورکوي چې د سوريې پوځي حرکتونه په ښه توګه وڅاري.
د غرونو دا ساحه د دفاع لپاره يو طبيعي خنډ دی او د ۱۹۷۳ جنګ په څېر بريدونو مخنيوي کې يې مهم رول لوبولی دی.
د جولان لوړې په داسې سيمه کې چې وچه ده د اوبو يوه مهمه سرچينه بلل کېږي.
باراني اوبه د لوړو له لارې د اردن سيند ته تويېږي او شاوخوا يې شنه او حاصلخېزه ځمکه پرته ده.
سوريه له اسرائيلو غواړي چې د ۱۹۶۷ کال مخکې پولو ته ستانه شي. په اسرائيلو کې عام نظر دا دی چې د جولان لوړې بايد و نه سپارل شي ځکه چې دا سيمه ستراتېژيک ارزښت لري.
په جولان لوړو کې څوک ژوند کوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ډېری سوريايان چې د جولان لوړو کې اوسېدل د ۱۹۶۷ کال د جګړې پر مهال له دې سیمې ووتل. اوس مهال شاوخوا ۲۵۰۰۰ کسان هلته ژوند کوي چې ډېری يې د دروزۍ ډلې پورې تړاو لري.
اوسمهال په جولان کې له ۳۰ زيات اسرائيلي مېشت ځايونه شته چې نژدې ۳۰ زره کسان په کې ژوند کوي. اسرائیلو د ۱۹۶۷ جګړې وروسته د دې مېشت ځايونو جوړول پيل کړل چې د نړيوالو قوانينو له مخې ناقانونه ګڼل کېږي.
د جولان لوړو د بفر زون يا حايلې سیمې له نيولو وروسته د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو وويل، غواړي په سيمه کې د مېشتو اسرائيلي وګړو شمېر دوه برابره کړي.
نوموړي وويل، "موږ به دغه سيمه وساتو، اباده به يې کړو او هلته به خلک مېشت کړو".
د روان ۲۰۲۵ کال په جون کې د اسرائیلو د بهرنيو چارو وزير يوې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال وويل، اسرائیل غواړي له سوريې سره اړيکې عادي کړي خو دا يې هم څرګنده کړه چې ګولان به "د اسرائیلو برخه" پاتې شي.
سوريه وايي د جولان لوړې په تاريخي توګه د دې هېواد برخه ده او ژمنه يې کړې چې دا سيمه به بېرته ترلاسه کوي.
د جولان په لوړو کې اسرائیلو څه کړي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسرائیلو دفاعي ځواکونو وروسته له هغه چې د سوريې پوځ د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې له خپلو پوستو ووتل د جولان لوړو کنټرول ترلاسه کړ.
لومړی وزير نتنياهو وايي "د مناسب تنظيم راوستلو لپاره يې ځواکونه هلته يو لنډمهاله دفاعي موقعيت جوړوي."
نوموړي زياته کړې، "که موږ وکړی شو چې له هغو ځواکونو سره چې په سوريه کې راڅرګندېږي، ښه ګاونډيټوب او سوله ييزې اړيکې جوړې کړو دا به زموږ هيله وي، خو که داسې و نه شي نو موږ به د اسرائیلو د دولت او پولو خوندي ساتلو لپاره هر څه وکړو."
جولان لوړو ته د اسرائيلي پوځيانو ننوتل د څو عربي هېوادونو له خوا په کلکه وغندل شول. د مصر د بهرنيو چارو وزارت دا "د سوريې د خاورې اشغال او د ۱۹۷۴ د هوکړې ښکاره سړغونه" وبلله.
نتنياهو وويل دا ګام يې ځکه پورته کړی چې د ياغي ځواکونو له خوا د سوريې د نيولو له کبله د ۱۹۷۴ هوکړه "نوره پاتې نه ده."
خو په لندن کې د نړيوالو چارو مرکز يو کارپوه پور فيسور يوسي مکلبرګ وايي، "سوريې دا نه دي ويلي چې له هوکړې به سرغړونه کوي".
نوموړی وايي، د اسرائيلو دا کار ښايي د سوريې له راتلونکو حکومتونو سره اړیکې خرابې کړي.











