'دروز' موحدین څوک دي؟

یادونه: دا لیکنه یو کال وړاندې خپره شوې، تکرار یې له تازه پېښو سره په تړاو یوځل بیا خپرېږي.

دروز

د عکس سرچینه، Getty Images

د اسرائیلو پوځ ویلي، چې د اشغال شوي جولان په لوړو د مجدل شمس دروز وګړو کلي کې د فوټبال پر یوه لوبغالي د توغندي د لګېدو له امله ۱۲ تنه وژل شوي او تر ۳۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیال هګاري د دې برید پړه د حزب الله په غاړه اچولې او دا یې د اکتوبر له میاشتې راهیسې د اسرائیلي ملکي وګړو تر ټولو خطرناکه وژنه بللې، خو حزب الله په ټینګه ویلي چې په دې برید کې دوی هېڅ لاس نه لري.

د یکشنبې په ورځ، په زرګونو کسانو په توغندیز برید کې د وژل شویو کسانو د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ او مېرمنې، چې په تورو اوږدو کمیسونو (عبا‌ءه) کې پوښل شوې وې، د دروز سپین دودیز پړوني یې پر سر وو، په سپینو تابوتونو کې د پوښل شویو مړیو پر جسدونو ویر کاوه.

"ټایمز آف اسرائیل" ورځپاڼې لیکلي چې د جولان په څلورو ښارونو کې د ۲۱۰۰۰ دروز وګړي ژوند کوي، شاوخوا ۴۳۰۰ یې د اسرائیل اتباع ګڼل کېږي، ځینې داسې کسان هم پکې شته چې مخکې د دوی پلرونو د اسرائیلو قبول کړی تابعیت د (قانون) له مخې دوی ته په میراث پاتې دی.

دروز څوک دي؟

دروز

د عکس سرچینه، Reuters

دروز ځانونه "موحدین" ګڼي، یعنې د خدای په وحدانیت او یووالي ایمان لري او ځانونه "بنو معروف" بولي، ویل کېږي چې د دروز نوم (نشتکین درزي) ته ورګرځي، چې له دعوت نه منحرف شو او د خپل دعوت د خپرولو لپاره لبنان ته وتښتېد.

دروز په دې باور دي چې خدای یو دی او د کایناتو ابدي سمبالوونکی دی. داسې انګېرل کېږي چې دا فرقه په لسمه پېړۍ کې د فاطمیانو د واکمنۍ پرمهال له اسماعیلیه ډلې جلا شوې وه، خو ځینې څېړونکي دا یوه خپلواکه عقیده لرونکې ډله ګڼي.

دروزیان چېرې دي؟

دروز په لویه کچه په لبنان، سوریه، اسرائیل، اردن او نورو مختلفو سیمو کې شته.

سوریه

دروز

د عکس سرچینه، EPA

په سوریه کې د دروز تاریخ شاوخوا زر کاله مخکې وخت ته ورګرځي، دوی په ۱۱۸۷ کې د "حطین" په جګړه کې له صلیبیانو سره وجنګېدل او د ایوبیانو او زنکیانو باور یې ترلاسه کړ. په سیمه کې یې خپل حضور پیاوړی کړ او د رهبرۍ ډېری دندې یې تر لاسه کړې. دوی وروسته د "عین جالوت" په جګړه کې د تاتاریانو او منګولیانو پر وړاندې د مملوکانو ترڅنګ جګړې ته دوام ورکړ، بیا یې د شام پر هېوادونو د محمد علي د برید پرضد د عثمانیانو خوا ونیوله او د دمشق سوېل جبل العرب کې یې د شیخ یحیی الحمدان په مشرۍ – چې هغه وخت د جبل العرب واکمن و، مصریانو ته ډېر زیانونه واړول.

وروسته دروز د عثماني خلافت پر وړاندې پاڅون وکړ ځکه چې عثمانیانو څو ځله هڅه وکړه پر یاد غره خپله ولکه ټینګه کړي. په ۱۹۱۱ کې، عثمانیانو د غره د کنټرول د ټینګولو وروسته د "ذوقان الاطرش" او یحیی عامر په مشرۍ د غره مشران اعدام کړل.

بیا دروزیانو شریف حسین ته خپله وفاداري اعلان کړه او په سلګونو زره یې د عربو له لښکر سره یو ځای شول او مشر سلطان پاشا الاطرش په غره او بیا په دمشق کې د عربو بیرغ په پورته کولو کې مخکښ و.

په ۱۹۲۵ کې، دروز په سوریه کې له فرانسوي اشغال سره په جګړه کې لوی رول لوبولی و، ځکه چې دوی د دروز دولت جوړېدل رد کړل او د لویې سوريې انقلاب اورونه یې بل کړل.

دروز د سلطان پاشا الاطرش په مشرۍ د فرانسویانو پر وړاندې د ستر پاڅون مشري وکړه. فرانسویانو په ۱۹۲۱ کې پر سوریې ولکه ټینګه کړې وه.

په سوریه کې د دروزیانو شمېر شاوخوا ۷۰۰ زره تنه دی چې د السویداء، صلخد، جبل العرب کې شهبا او القریا، دمشق ته نژدې جارمانا او د سوریې په اشغال شوي جولان مجدل شمس په ښارونو کې متمرکز دي.

د سوریې له مشهورو دروزو شخصیتونو پر سلطان پاشا الاطرش سربېره، هنرمن فرید الاطرش، د هغه خور سندرغاړې اسمهان او فهد بلان دي.

لبنان

لبنان

د عکس سرچینه، Reuters

په لبنان کې له ۱۹۳۲ راهیسې د دروز د شمېر په اړه رسمي شمېرې نه شته، خو غیر رسمي سرچینې د دوی شمېر له ۳۵۰ زرو څخه تر ۴۰۰ زرو پورې ښودلی. دوی د حاصبیا او راشایا، شوف، عالیه، مرجعیون او بیروت په ۱۳۶ کلیو کې ژوند کوي. دوی د عالیه، بعقلین، حاصبیا او راشیا په ښارونو کې اکثریت دي.

دروز سیاستوال د لبنان په سیاسي ژوند کې مهم رول لري او دوی په وروستیو لسیزو کې د کمال جنبلاط، د هغه زوی ولید جنبلاط، او شهزاده مجید ارسلان له لارې مشهور شوي دي.

په لبنان کې د دروز ټولنې چارې د "مشیخة العقل " ټولنې لخوا اداره کېږي، دا ډېر پخوانی بنسټ دی چې تر ۱۹۶۲ کال پورې رسمي نه و.

اسرائیل

د اسرائیلو پوځ کې درزی پوځي چې خپل درزي بیرغ لېږدوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اسرائیلو پوځ کې درزی پوځي چې خپل درزي بیرغ لېږدوي

په فلسطین کې د دروز شمېر کم نه و او دوی د عثماني واکمنۍ په دوره کې له "لوی لبنان" دولت سره د یوځای کېدو له امله له ځورونې سره مخ شوي وو، چې امیر فخرالدین المعني یې د جوړولو هڅه کوله.

کله چې د اسرائیل دولت جوړ شو، ځینې یې پاتې شول او د اسرائیل دولت لاندې یې ژوند کول ومنل، خو هغه چې د اسرائیلو د دولت لاندې یې ژوند کول ونه غوښتل، لبنان او سوریې ته ستانه شول.

ځینې سرچینې وايي چې دروز په ۱۹۴۸ کې له اسرائیلو سره تړون لاسلیک کړ او د اسرائیلو په پوځ کې د اجباري خدمت د منلو په بدل کې یې امتیازات ترلاسه کړل.

دروز ځانګړي محکمې لري چې د شخصي احوالو په اړه د یوې خپلواکې فرقې په توګه دوی ته ځانګړې دي او د دروز کلتور او ژبه عربي دي.

اسرائیل په ۱۹۸۱ کال خپله خاوره پورې د جولان غونډیو له تړلو وروسته د دغه ځای دروزیانو ته تابعیت هم ورکړ.

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په اسرائیلو کې د دروز شمېر نژدې ۱۰۴ زره اټکل شوی، چې ۱۸ زره یې د جولان په لوړو کې – چې اسرائیلو په ۱۹۶۷ کال له سوریې ونیوله، اوسېږي او د اسرائیلو د نفوس ۱٫۶ سلنه جوړوي او همدا راز د اسرائیل په دفاعي ځواکونو "ای‌ډي‌اېف" کې له یهودو وروسته دویمه ستره برخه جوړوي.

ډېری دروز په الجلیل او جبل الکرمل کې دي او په سوریه او لبنان کې له خپلو همقومیانو سره دوامداره اړیکي لري.

دروز

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دروز د جولان ‌پر لوړو خپل بیرغ پورته کړی (مارچ ۲۰۱۷)

دروز د مذهبي کسانو یوه طبقه لري چې د "العقال" په نوم پېژندل کېږي او مشر یې شیخ العقل بولي.

په نکاح کې له خپلې فرقې پرته له بل چا سره واده ته ترجیح نه ورکوي چې د دواړو خواوو تر منځ د ایجاب او قبول پر بنسټ رامنځ ته کېږي.

په داسې حال کې چې ددواړو خواوو د حقوقو ساتنه او د دوی تر منځ برابري وي، په دوی کې یوه سړي ته څو ښځې ودول ممنوع دي، په نکاح کې سړی او ښځه دواړه باید خپل روغتیايي، رواني او معنوي حالت وښيي، طلاق یوازې پر سړیو پورې محدود نه دی، بلکې ښځه هم که وغواړي له خپل مېړه نه طلاق اخیستی شي.