تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تاجکستاني چارواکي وايي، له افغانستان سره پر پوله یې دوه پوله ساتونکي وژل شوي
له افغانستان سره پر پوله له وسلهوالو کسانو سره په نښته کې د تاجکستان د دوو پوله ساتونکو له وژل کېدو وروسته، د تاجکستان سرحدي ځواکونو له طالبانو غوښتي چې ''د تاجکستان له خلکو بښنه وغواړي'' او د افغانستان او تاجکستان پر پوله د امنیت د ټینګښت لپاره لا نور اغېزناک ګامونه پورته کړي.
د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې سرحدي ځواکونو په افغانستان کې د طالبانو حکومت تورن کړی چې د نړیوالو ژمنو په عملي کولو او د تاجکستان له دولتي پولې سره د امنیت او ثبات د تامین او له ترهګرو سازمانونو سره په مبارزه کې یې ''جدي غفلت او بې مسؤليتي'' ښودلې ده.
دغو ځواکونو ویلي، چې د تاجکستان پوله ساتونکي له افغانستان سره پر پوله د یوې ''ترهګرې ډلې'' له غړو سره په نښته کې وژل شوي دي. د وژل شویو کسانو نومونه ډګرمن زیربان نوروزبیکوف او جګړن عصمتالله قربانوف ښودل شوي دي.
دا پېښه د پنجشنبې په شپه (ډسمبر ۲۵مه) د تاجکستان سوېلي شمسالدین شاهین د "سرچشمه" سرحدي پوستې په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
د تاجکستان سرحدي ځواکونو په خپله اعلامیه کې ویلي چې پر پوله د امنیت د ټینګښت لپاره کافي نظامي ځواک او وړتیا لري او ترهګرو ډلو، د نشه ييتوکو قاچاق وړونکو او هغو کسانو ته به پرېکنده ځواب ورکړي چې غواړي له افغانستانه په غیرقانوني ډول تاجکستان ته ننوځي.
د طالبانو حکومت تر اوسه د تاجکستان له لوري د دې ادعاوو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د تاجکستان د دولتي خبري اژانس ''خاور'' د راپور له مخې، سرحدي ځواکونو د هغو ''ترهګرو'' د ځای له معلومولو وروسته چې یوه شپه وړاندې له افغانستانه د تاجکستان خاورې ته ننوتي وو، له هغوی غوښتي چې تسلیم شي، خو هغوی د تاجک سرحدي ځواکونو له دې امر څخه سرغړونه کړې ده.
د تاجکستان د سرحدي ځواکونو مطبوعاتي دفتر، چې د دغه هېواد د ملي امنیت له دولتي کمېټې سره تړلې اداره ده، ویلي چې د جنګي عملیاتو په ترڅ کې درې واړه ''ترهګر'' وژل شوي دي.
د دې ادارې په اعلامیه کې راغلي چې د نښتې له ځایه ۳ مېله (M-16) ډوله اتومات ټوپکونه، یو مېل کلاشینکوف، درې تومانچې، ۱۰ لاسي بمونه، یوه د شپې دوربین، چاودېدونکي توکي او نور جنګي مهمات ترلاسه او ضبط شوي دي.
تاجک چارواکو د دغو درېیو وژل شویو وسله والو د هویت په اړه تر اوسه معلومات نه دي ورکړي.
د تېرې میلادي میاشتې په وروستیو کې، له افغانستانه د تاجکستان د شمسالدین شاهین او درواز پر سرحدي سیمو د برید په پایله کې پنځه چینايي کان کېندونکي او سړک جوړوونکي ووژل شول او پنځه نور د چین او تاجکستان وګړي ټپیان شول.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال دا بریدونه د هغو ''حلقو'' کار وباله چې ''په سیمه کې د هېوادونو ترمنځ د ګډوډۍ، بېثباتۍ او بېباورۍ رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.''
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روانې میلادي میاشتې په پیل کې د تاجکستان د بهرنیو چارو له وزیر سراجالدین مهرالدین سره په ټیلیفوني خبرو کې، د ''سرحدي امنیت د پیاوړتیا، ګډو څېړنو، هر ډول همغږۍ او د شر غوښتونکو عناصرو پر وړاندې د ګډو اقداماتو'' لپاره د طالبانو د حکومت د ''بشپړ چمتووالي'' خبر ورکړی و.
تاجکستان د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو دواړو لوریو سیاسي لیدنې او تګ راتګ درلودلی دی. تېره میاشت د دغه هېواد د چارواکو یو پلاوی کابل ته تللی و.
اوسمهال په دوشنبه کې د افغانستان سفارت د تېر حکومت د سفیر لخوا اداره کېږي. دغه راز، د افغانستان جمهوري نظام له سقوط وروسته د ''افغانستان د ملي مقاومت جبهې'' په نامه د یوې وسلهوالې ډلې ځینې مشران هم تاجکستان ته تللي دي.
له دې وړاندې هم تاجکستاني چارواکو د طالبانو د حکومت په مخالفت کې څرګندونې کړې دي.