تاجکستاني چارواکي وايي، له افغانستان سره پر پوله یې دوه پوله ساتونکي وژل شوي

تاجکستان پوله

د عکس سرچینه، Getty Images

له افغانستان سره پر پوله له وسله‌والو کسانو سره په نښته کې د تاجکستان د دوو پوله ساتونکو له وژل کېدو وروسته، د تاجکستان سرحدي ځواکونو له طالبانو غوښتي چې ''د تاجکستان له خلکو بښنه وغواړي'' او د افغانستان او تاجکستان پر پوله د امنیت د ټینګښت لپاره لا نور اغېزناک ګامونه پورته کړي.

د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې سرحدي ځواکونو په افغانستان کې د طالبانو حکومت تورن کړی چې د نړیوالو ژمنو په عملي کولو او د تاجکستان له دولتي پولې سره د امنیت او ثبات د تامین او له ترهګرو سازمانونو سره په مبارزه کې یې ''جدي غفلت او بې مسؤليتي'' ښودلې ده.

دغو ځواکونو ویلي، چې د تاجکستان پوله ساتونکي له افغانستان سره پر پوله د یوې ''ترهګرې ډلې'' له غړو سره په نښته کې وژل شوي دي. د وژل شویو کسانو نومونه ډګرمن زیربان نوروزبیکوف او جګړن عصمت‌الله قربانوف ښودل شوي دي.

دا پېښه د پنجشنبې په شپه (ډسمبر ۲۵مه) د تاجکستان سوېلي شمس‌الدین شاهین د "سرچشمه" سرحدي پوستې په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

د تاجکستان سرحدي ځواکونو په خپله اعلامیه کې ویلي چې پر پوله د امنیت د ټینګښت لپاره کافي نظامي ځواک او وړتیا لري او ترهګرو ډلو، د نشه يي‌توکو قاچاق وړونکو او هغو کسانو ته به پرېکنده ځواب ورکړي چې غواړي له افغانستانه په غیرقانوني ډول تاجکستان ته ننوځي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د تاجکستان له لوري د دې ادعاوو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د تاجکستان د دولتي خبري اژانس ''خاور'' د راپور له مخې، سرحدي ځواکونو د هغو ''ترهګرو'' د ځای له معلومولو وروسته چې یوه شپه وړاندې له افغانستانه د تاجکستان خاورې ته ننوتي وو، له هغوی غوښتي چې تسلیم شي، خو هغوی د تاجک سرحدي ځواکونو له دې امر څخه سرغړونه کړې ده.

د تاجکستان د سرحدي ځواکونو مطبوعاتي دفتر، چې د دغه هېواد د ملي امنیت له دولتي کمېټې سره تړلې اداره ده، ویلي چې د جنګي عملیاتو په ترڅ کې درې واړه ''ترهګر'' وژل شوي دي.

د دې ادارې په اعلامیه کې راغلي چې د نښتې له ځایه ۳ مېله (M-16) ډوله اتومات ټوپکونه، یو مېل کلاشینکوف، درې تومانچې، ۱۰ لاسي بمونه، یوه د شپې دوربین، چاودېدونکي توکي او نور جنګي مهمات ترلاسه او ضبط شوي دي.

تاجک چارواکو د دغو درېیو وژل شویو وسله والو د هویت په اړه تر اوسه معلومات نه دي ورکړي.

تاجکستان

د عکس سرچینه، Tajik border troops

د تېرې میلادي میاشتې په وروستیو کې، له افغانستانه د تاجکستان د شمس‌الدین شاهین او درواز پر سرحدي سیمو د برید په پایله کې پنځه چینايي کان کېندونکي او سړک جوړوونکي ووژل شول او پنځه نور د چین او تاجکستان وګړي ټپیان شول.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال دا بریدونه د هغو ''حلقو'' کار وباله چې ''په سیمه کې د هېوادونو ترمنځ د ګډوډۍ، بې‌ثباتۍ او بې‌باورۍ رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.''

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روانې میلادي میاشتې په پیل کې د تاجکستان د بهرنیو چارو له وزیر سراج‌الدین مهرالدین سره په ټیلیفوني خبرو کې، د ''سرحدي امنیت د پیاوړتیا، ګډو څېړنو، هر ډول همغږۍ او د شر غوښتونکو عناصرو پر وړاندې د ګډو اقداماتو'' لپاره د طالبانو د حکومت د ''بشپړ چمتووالي'' خبر ورکړی و.

تاجکستان د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو دواړو لوریو سیاسي لیدنې او تګ راتګ درلودلی دی. تېره میاشت د دغه هېواد د چارواکو یو پلاوی کابل ته تللی و.

اوسمهال په دوشنبه کې د افغانستان سفارت د تېر حکومت د سفیر لخوا اداره کېږي. دغه راز، د افغانستان جمهوري نظام له سقوط وروسته د ''افغانستان د ملي مقاومت جبهې'' په نامه د یوې وسله‌والې ډلې ځینې مشران هم تاجکستان ته تللي دي.

له دې وړاندې هم تاجکستاني چارواکو د طالبانو د حکومت په مخالفت کې څرګندونې کړې دي.