طالبانو حکومت:‌ 'پر چینایانو وروستي برید کې هغه کړۍ لاس لري چې سیمه کې کډوډي‌ او بې‌ثباتي غواړي'

Kabul

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالبانو حکومت له افغانستان سره پولې ته څېرمه د تاجکستان د ختلان ولایت په شمس الدین شاهین سیمه کې په یوه برید کې د درېیو چیني کارګرو د وژل کېدو "ناوړه پېښه" غندلې او په دې تړاو یې له چین او تاجکستان دواړو سره خواخوږي‌ ښودلې ده.‌

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دوی لومړنۍ ارزونې ښيي چې تاجکستان کې پر چیني‌ وګړو برید کې "هغه کړۍ لاس لري چې په سیمه کې د ګډوډۍ، بې‌ثباتۍ او د هېوادونو ترمنځ د بې‌باورۍ رامنځته کولو لپاره هڅې کوي."

په اعلامیه کې په مستقیم ډول د کوم هېواد او یا ډلې نوم نه دی اخیستل شوی.

د طالبانو حکومت ویلي، د دې "پېښې د عواملو د موندلو په موخه معلوماتي تبادلې، تخنیکي همکارۍ او ګډې ارزونې ته بشپړ چمتووالی لري" او دا چې د تاجکستان حکومت ته "د پوره همکارۍ" ډاډ ورکوي.‌

د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ (پنجشنبه د نومبر ۲۷مه) په یوه اعلامیه کې ادعا کړې وه چې پولې ته دا څېرمه برید د ډورن په وسیله د افغانستان له خاورې شوی دی.‌

په علامیه کې د طالبانو حکومت له چارواکو غوښتل شوي وو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي‌ سیمو د امنیت خوندیتابه لپاره رغنده ګامونه واخلي.

تاجک چارواکو ویلي، په برید کې وژل شوي چیني‌ وګړي د تاجکستان د یوه ځايي‌ شرکت کارکوونکي وو.‌

د رپوټونو له مخې ګڼ شمېر چیني وګړي‌ د افغانستان بدخشان او تر پولې ورهاخوا تاجکستان کې د سرو زرو د کانونو په استخراج کې کار کوي.

په دوشنبه کې د چین سفارت هم نن (جمعه د نومبر ۲۸مه) تاجکستان کې له افغانستان سره پولې ته نږدې په "یوه وسله‌وال برید" کې د خپلو درېیو اتباعو د وژل کېدو او یوه بل د ټپي کېدو خبره کړې ده.

د چین سفارت دا نه دي‌ ویلي چې د دغه برید عاملین څوک کېدای شي، خو وايي له تاجکستانه یې د پلټنو غوښتنه کړې.

د چین سفارت له خپلو اتباعو هم غوښتي چې له دې سرحدي سیمې ووځي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم تاجکستان کې پر چیني اتباعو دا برید غندلی دی.

دغه وزارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، "دې پېښه کې پر وسله‌ د سمبالو ډرونونو کارول له افغانستانه د راپورته شوي ګواښ جديت او د هغو کسانو جسارت ښيي چې لاس په کې لري."

تر اوسه کومې ډلې تاجکستان کې پر چینایانو د دغه خونړي برید مسوولیت نه دی منلی.

پخوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او بېلابېلو هېوادونو لخوا افغانستان کې د داعش، ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ/ترکستان اسلامي ګوند او جماعت انصار‌الله (تاجکستاني طالبانو) په ګډون د بېلابېلو وسله‌والو ډول د موجودیت به اړه اندېښنې ښودل شوې.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت له دې اړخه اندېښنې رد او دا د "ځینو هېوادونو او استخباراتي کړیو" بې بنسټه "تبلیغات" بللي وو.‌

د طالبانو حکومت ټینګار کوي چې داعش یې ځپلی او دا چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

وړاندې داسې رپوتونه هم وو چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سرحدي سیمو کې د نشه يي توکو او وسلو لېږد قاچاقچي ډلې هم فعالې دي.

تاجکستان د دغه برید په اړه نور څه ویلي؟

د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: ''له افغانستان سره د پولو په اوږدو کې د امنیت ټینګښت او متقابلې همکارۍ لپاره د تاجکستان لوري له پرلپسې هڅو سره سره، هغه جنایتکارې ډلې چې د ګاونډي هېواد په خاوره کې شته، داسې اقدامات کوي، چې هدف یې پولې ته څېرمه سیمو کې د وضعیت ګډوډول دي.''

د یادونې ده، چې یو کال مخکې هم د تاجکستان او افغانستان تر منځ پر پوله د یوه ورته برید پایله کې یو چینایی وګړی وژل شوی و او څلور نور ټپیان شوي وو.

هغه مهال هم چارواکو ویلي و چې برید د افغانستان له خاورې شوی.