د پاکستان بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د "ترهګرو ډلو" په اړه بیا اندېښنه ښودلې

اسحق ډار

د عکس سرچینه، @ForeignOfficePk

د عکس تشریح، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، دغه ترهګرې ډلې ډیجیټلي پلاتفورمونه او ټولنیزې رسنۍ د تبليغاتو او تاوتريخوالي د پارولو لپاره هم کاروي. هغه ټينګار وکړ چې: "دا هېڅکله د منلو وړ نه دي."

د پاکستان د لومړي ‌وزیر مرستیال او د بهرنيو چارو وزير محمد اسحاق ډار د اسلامي همکارۍ سازمان د تماس ډلې لومړنۍ ناسته کې په افغانستان کې د " ترهګرو ډلو" د حضور په اړه د پاکستان جدي اندېښنې راپورته کړې.

دغه پاکستاني سناتور او چارواکي د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۰مې سرمشریزې په څنډه کې د اسلامي همکاریو سازمان (او‌ای‌سي) په یوه لوړپوړې غونډه کې د سولې او زغم په اړه وینا کنفرانس کې په افغانستان کې د طالبانو له حکومته د داسې ټینګو او ریښتینو ګامونو اخیستو غوښتنه وکړه چې د دوی په باور خاوره به یې د ګاونډیو هېوادونو، په تېره د "پاکستان پرضد د ترهګرۍ لپاره نه کارول کېږي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وویل، په هغو ډلو کې چې د پاکستان د امنیت لپاره سرخوږی دی، د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي)، د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بي‌اېل،اې) او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ یا (اي‌ټي‌اېم) شامل دي چې په وینا یې له القاعده شبکې سره نژدې همکاري لري او د سيمې او نړيوالې سولې او امنيت لپاره جدي ګواښ جوړوي.

پاکستان وړاندې هم د افغانستان له خوا د دوی خاورې ته د اورپکو د اوښتو او هلته د بریدونو تور په افغانستان کې "د وسله والو ډلو" پر غاړه اچولې ده.‌

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تازه ادعاوو ته غبرګون نه دی په ډاکه کړی خو پخوا یې څو ځله د پاکستان دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې پاکستان په خپله خاوره کې "د امنیت په راوستلو کې د پاتې راتلو پړه پر افغانستان اچوي."

دغه پاکستاني چارواکي زياته کړه، "په هېواد کې یې چارواکي او ملکي وګړي له افغانستانه د راپورته کېدونکې ترهګرۍ پر وړاندې لویې قربانۍ ورکوي."

نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کولې چې د پاکستان پوځ مشر جنرال عاصم منير یې تر څنګ ولاړ و.

د عکس سرچینه، Radio Pakistan

د عکس تشریح، نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کولې چې د پاکستان پوځ مشر جنرال عاصم منير یې تر څنګ ولاړ و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي ډار د اسلامي همکاریو سازمان د تماس ډلې له غړو د متخصصینو د یوې کاري ډلې د جوړېدو وړاندیز وکړ چې په ګډه د عملي تګلارې يو لړ دوه اړخيز ګامونه وړاندې کړي او د افغانستان د ستونزو د حل په ټولو برخو کې پرمختګ وشي.

هغه يو ځل بيا ټينګار وکړ چې پاکستان د سولې او هوسا افغانستان د هدف د ترلاسه کولو لپاره د ټولو هڅو ملاتړ ته ژمن دی. خو د ده په وينا: "دا کار د متقابل درناوي، اخلاص او د طالبانو له لوري د اړين سياسي عزم له څرګندولو پرته ناشونی دی."

ښاغلي ډار وویل "هېڅ هېواد زموږ د هېواد (پاکستان) پرتله په افغانستان کې د عادي حالت او ثبات بېرته راتګ لېوال نه دی، د دوی برخلیکونه یو له بل سره تړلي دي او دا اړینه ده چې دوی د یو داسې افغانستان په خوندي کولو کې مرسته وکړي چې له ځان او ګاونډیو سره په سوله کې وي."

هغه وويل دغه ناسته په داسې مهم پړاو کې ترسره کېږي چې افغانستان له نژدې پنځوس کلونو جګړو وروسته د نسبي سولې پړاو ته ننوتی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ټينګار وکړ که څه هم د نړۍ لومړيتوبونه نورو سيمو ته اوښتي، خو بايد له افغانستانه سترګې پټې نه شي چې اوس هم د سختو بنديزونو، ترهګرۍ، نشه يي توکو، د بانکولۍ د سيستم د ناکامۍ، بېکارۍ، فقر، د بشري حقونو د اندېښنو او د سياسي نظام له امله چې تر څلورو کلونو زيات وخت وروسته هم په رسمیت نه دی پېژندل شوی، مخامخ دی.

محمد يعقوب مجاهد
د عکس تشریح، په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت د فاع وزير محمد يعقوب مجاهد له بي بي سي پښتو سره په مرکه کې منلې وه چې له پاکستان سره د دوی د حکومت اړيکې ترينګلې دي چې په وینا یې له دې امله خوشحاله نه دی.

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته څو ورځې خبرداری ورکړی و چې يا خو دې له پاکستان سره ودرېږي او یا د ده په وينا له "ترهګرو" سره.

شهباز شريف دغه څرګندونې په خیبرپښتونخوا کې د ۱۹ پاکستاني پوځيانو له وژل کېدو وروسته په بنو کې کړې دي.

شهباز شريف ویلي، "زه نن په واضح ډول د افغانستان حکومت ته وايم چې په دوو شيانو کې يو غوره کړي، که له پاکستان سره له زړه او په ريښتيا اړیکې غواړي را دې شي، موږ ورته تيار يوو خو که دوی غواړي چې د ترهګرو ملاتړ وکړي نو بيا زموږ د افغانستان له لنډمهالي حکومت سره هېڅ کار نشته. د پاکستان پوځ به په هر صورت ترهګر له منځه یوسي."

په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت د فاع وزير محمد يعقوب مجاهد له بي بي سي پښتو سره په مرکه کې منلې وه چې له پاکستان سره د دوی د حکومت اړيکې ترينګلې دي چې په وینا یې له دې امله خوشحاله نه دی.

د اسلامي همکاریو له سازمانه د افغانستان لپاره د اسحق ډار غوښتنې:

  • د اسلامي همکاریو سازمان بايد د نړيوالو مرستندویو هېوادونو له لوري د افغانستان د بشري اړتياوو لپاره له سیاسي شرطونو پرته کافي بوديجه وغواړي.
  • د اسلامي همکاریو سازمان بايد د افغان اقتصاد په ثبات او د بانکولۍ په بيا را ژوندۍ کولو کې مرسته وکړي چې د سوداګرۍ او سيمه‌ ييزو پروژو د پلې کېدو لپاره لازم شرايط برابر شي.
  • بايد له طالبانو سره د سيمه‌ ييزې او څو اړخيزې کچې په خبرو او تعامل کې مرسته وشي چې هغوی خپلو نړيوالو ژمنو ته پابند شي.
  • د ملګرو ملتونو تر مشرتابه لاندې هڅې چې د کوکنارو له پخواني بزګرانو سره د بديلو عايداتو د ترلاسه کولو په برخه کې مرسته کوي، بايد ترې ملاتړ شي.
  • د اسلامي همکاریو سازمان بايد پر طالبانو فشار راوړي چې پر ښځو او نجونو لګول شوي بنديزونه لېرې کړي، ځکه دا کار د اسلامي اصولو او د اسلامي ټولنې د ارزښتونو خلاف دی.
  • د سولې په راتګ اوس د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو وخت دی. د اسلامي همکاریو سازمان بايد پر طالب چارواکو فشار راوړي چې د بېرته ستنېدونکو افغانانو د اسکان او د ټولنيز او سياسي ژوند په برخو کې د هغوی د ادغام لپاره لازم شرايط برابر کړي.

ډار ټينګار وکړ چې نړيواله ټولنه هم بايد د دې مسئوليت بار پر اوږو واخلي.