تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو حکومت: ځینې کړۍ هڅه کوي د افغانستان او تاجکستان اړیکې زیانمنې کړي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، امیر خان متقي د تاجکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو، اقتصادي همکارۍ، سرحدي وضعیت، امنیتي همغږۍ او سیمهییزو ابتکاراتو په اړه خبرې کړې دي.
دغه وزارت وايي، له سراج الدین مهر الدین سره متقي پر ټیلېفون خبرې کړې دي او د تاجکستان په خاوره کې یې د چینايي وګړو مرګژوبله غندلې او ویلي یې دي چې ځینۍ کړۍ هڅه کوي د دواړو هېوادونو ترمنځ مثبتې اړیکې زیانمنې کړي.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د نومبر پر ۲۷مه یوه اعلامیه کې ادعا کړې وه چې پولې ته دا څېرمه برید د ډرون په مټ د افغانستان له خاورې شوی چې درې چیني کارګر پکې وژل شوي دي.
د تاجکستان ولسمشر امام رحمان دغه بریدونه په کلکو ټکو غندلي وو.
تاجکستان ویلي برید د دغه هېواد ختلان ولایت شمس الدین شاهین سیمې په یال سرحدي سیمه کې شوی.
له ښاغلي متقي سره د تاجکستان د بهرنیو چارو د وزیر خبرې پر مثبت تعامل ورټولې وې چې وايي هېواد یې له افغانستان سره د مثبت تعامل پلوی دی او هغه مغرضې ډلې ردوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو خرابولو ته لمن وهي.
د طالبانو د اعلامیې له مخې، متقي ویلي چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په وروستیو کې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو پر لور د باور فضا جوړه شوې، خو په وینا یې ځینې کړۍ د دغه مثبت بهیر د زیانمنولو هڅه کوي.
دواړو چارواکو د ګډې امنیتي کمېټې جوړېدو او د سرحدي ځواکونو ترمنځ د منظمو اړیکو پر جوړولو هوکړه کړې ده او د سیمې د لا ډېر خوندیتابه او د باور د فضا او ټیکاو ټینګولو لپاره خپلو فني ناستو ته به دوام ورکوي.
تېره ورځ رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي وو چې په تېرو دوو اونیو کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پر پوله په دوو بریدونو کې پنځه چینایان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
راپور کې راغلي وو چې دوشنبه کې د چین سفارت له خپلو وګړو غوښتي وو چې سملاسي د افغانستان – تاجکستان ترمنځ له سرحدي سیمو ووځي.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، وژل شوي چینایان د "شاهین اېساېم،اېل،اېلسي" شرکت کارمنان وو.
د رپوټونو له مخې ګڼ شمېر چیني وګړي د افغانستان بدخشان او تر پولې ورهاخوا تاجکستان کې د سرو زرو د کانونو په استخراج کې کار کوي.
تر اوسه کومې ډلې تاجکستان کې پر چینایانو د دغه خونړي برید مسوولیت نه دی منلی.
د طالبانو حکومت ټینګار کوي چې داعش یې ځپلی او دا چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي.
وړاندې داسې رپوتونه هم وو چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سرحدي سیمو کې د نشه يي توکو او وسلو لېږد قاچاقچي ډلې هم فعالې دي.