تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تاجکستان د پولې امنیت کې له مسکوه مرسته غوښتې، د طالبانو حکومت چین ته د پلټنو ډاډ ورکړی
- Author, پاینده څرګند
- دنده, بي بي سي -کابل
له تاجکستان سره پر پوله د چینايي وګړو تر وژل کېدو وروسته چې ویل کېږي برید د افغانستان له خاورې ترسره شوي، په کابل کې د چین سفیر د طالبانو حکومت له چارواکو سره پرې خبري کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې مرستیال وزیر محمد نعیم په کابل کې ژاو شینګ ته ډاډ ورکړی چې د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي او دا وژنې یې د خپلو دښمنانو کار بللی چې هڅه کوي د سیمې هېوادونو ترمنځ د بې اعتمادۍ فضا رامینځته کړي.
چین په حوصلې لګیا دی په تاجکستان کې د خپلو وګړو د وژل کېدو پوښتنه کوي، او د خپلو نورو کارګرانو پر خوندیتوب د سیمې له هېوادونو سره غږېږي.
د چین، تاجکستان او افغانستان ترمنځ اړیکي
له تاجکستانه وروسته اوس چینايي چارواکو په افغانستان کې له حکومت سره د تېرې اوونۍ پر پېښو خبرې کړې دي.
چهارشنبه په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړ چې په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ د وزارت له مرستیال محمد نعیم سره کتلي. دوی د افغانستان او تاجکستان پر پوله پر وروستۍ پېښې او نورو موضوعاتو غږېدلي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیا احمد تکل رسنیو ته استول شوي بیان کې وايي، ښاغلي نعیم " د تاجکستان پر پوله د وروستۍ پېښې په اړه چې په کې چينايي اتباع ووژل شول، خواښیني څرګنده کړه او زياته يې کړه، چې په دې تړاو پلټنې روانې دي او دا برید يې د هغو دښمنانو عمل وباله چي د هېوادونو تر منځ بي اعتمادي رامنځته کوي."
ده د چین سفیر له قوله زیاته کړه "د پیښي په اړه د جدي اقداماتو له امله د اسلامي امارت د هڅو او دریځ مننه وکړه او ويې ويل چې ددې پېښې عاملين غواړي د چين او افغانستان روابط خراب کړي."
په تاجکستان کې د پنځو چینایي کارکوونکو له وژل کېدو وروسته چې تاجک چارواکو وویل له افغانستانه ترسره شوي، د درې واړو هېوادونو د ډیپلوماتانو خبرو اترو زور اخیستی.
پرون د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له خپل تاجک سیال سراج الدین مهر الدین سره په ټیلیفوني خبرو کې د چینايي وګړو مرګژوبله وغندله او د هغو کړیو کار یې وباله چې هڅه کوي د دواړو هېوادونو ترمنځ مثبتې اړیکې زیانمنې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي ښاغلي متقي او مهرالدین د سرحدي ځواکونو پر منظمو تماسونو او امنیتي همکاریو هوکړه کړې ده.
د رويټرز خبري اژانس د تاجکستان د امنيت شورا او د ملی امنيت دولتي کمېټې د دريو سرچينو له خولې ويلي، دغه هېواد له روسيې غوښتي چې د افغانستان سره د خپلې پولې امنيت ساتلو کې ورسره "مرسته" وکړي.
ويل شوي چې تاجکستاني چارواکي له مسکو سره په تاجکستان کې د مېشتو روسي ځواکونو له خوا د "ګډې سرحدي ګزمې" په خبرو اترو بوخت دي.
یوې سرچينې ويلي، "زه فکر کوم چې روانه اوونۍ به په دې اړه پرېکړه وشي."
که چېرې خبرې اترې بريالۍ شي، نو روسيه به د افغانستان او تاجکستان تر منځ پر ۱۳۴۴ کيلومتره غرنۍ پوله د ګزمې لپاره له چورلکو کار واخلي.
په تېرو اونيو کې په دوو بېلابېلو بريدونو کې د افغانستان او تاجکستان سرحدي سیمه کې پنځه چينايي وګړي وژل شوي. تاجکستاني چارواکي وايي، بريدونه د "افغانستان له خاورې" ترسره شوي دي.
په همدې مهال چين په تاجکستان کې خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې سملاسي له سرحدي سیمو ووځي.
د دوشنبې او مسکو تر منځ خبرو کې ګډ امنيتي تړون سازمان هم ښکېل دی
ويل کېږي د مسکو په مشرۍ د ګډ امنیتي تړون سازمان (سي اېس ټي او) هم د تاجکستان او روسيې تر منځ په دې خبرو اترو کې ګډون لري.
روسيه، بېلاروس، ارمينيا، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان د دې تړون غړي دي.
د دې تړون اصلي موخه چې په ۱۹۲۲ کال کې رامنځته شوی د سيمه يیزې سولې، امنيت او ثبات پیاوړتيا او د ګواښونو پر وړاندې ګډه دفاع ده.
له هېواده بهر د روسیې تر ټولو ستر پوځي تاسيسات د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته څېرمه موقعيت لري.
له ۲۰۰۰ کال وړاندې په تاجکستان کې مېشتو روسيي ځواکونو له افغانستان سره د تاجکستان د پولې ساتنې مسولیت پر غاړه درلود خو له ۲۰۰۵ کال وروسته دغه هېواد په خپلواکه توګه د پولې امنيت ساتي.
د تاجکستان له لومړي وزير سره د امير خان متقي ټليفوني خبرې
د دوشنبې په ورځ (۱ ډسمبر) د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزير مولوي امیرخان متقي او د تاجکستان د بهرنیو چاروز وزير سراج الدين مهرالدین ترمنځ ټليفوني خبرې وشوې.
د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې له مخې، ښاغلي متقي له خپل تاجک سيال سره په خبرو کې د دواړو هېوادونو په سرحدي سيمو کې بریدونه وغندل او "د سيمه ييز ثبات لپاره د ګډې همکارۍ پر اهميت" يې ټينګار وکړ.
په اعلاميه کې د نوموړي له خولې راغلي چې د طالبانو حکومت "د سرحدي امنيت، ګډو پلټنو او هر ډول همغږۍ پياوړتيا ته بشپړ چمتو دی او د شريرو عناصرو پر وړاندې ګډ اقدامات يوه بېړنۍ اړتيا ګڼي."
ښاغلي متقي د دې کړيو نومونه نه دي په ډاګه کړي.
ويل کېږي چې د تاجکستان د بهرنيو چارو وزير سراج الدين مهرالدين هم د دواړو خواو تر منځ د سرحدي همغږۍ ملاتړ کړی دی.
په تاجکستان کې پر چينايي ګارګرانو بريد
د تېرې چهارشنبې په ورځ د تاجکستان په ختلان ولایت کې د ډرون بريد کې دری چينايي ګارګران وژل شوي او يو ټپي شو و.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ادعا کړې وه چې پولې ته څېرمه دا برید د ډرون په مټ د "افغانستان له خاورې" شوی چې درې چیني کارګر پکې وژل شوي دي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا "ناوړه پېښه" غندلې وه او په دې تړاو یې له چین او تاجکستان دواړو سره خواخوږي ښودلې وه. او ویلي یې وو چې، د دوی لومړنۍ ارزونې ښيي چې تاجکستان کې پر چیني وګړو برید کې "هغه کړۍ لاس لري چې په سیمه کې د ګډوډۍ، بېثباتۍ او د هېوادونو ترمنځ د بېباورۍ رامنځته کولو لپاره هڅې کوي."
دوی په مستقیم ډول د کوم هېواد او یا ډلې نوم نه دی ياد کړی.
دويم بريد بيا دوې ورځې وروسته د نومبر پر ۲۸ نېټه د تاجکستان د بدخشان په غرنۍ سیمه کې شوی و چې دوه چينايي ګارګر په کې وژل شوي وو.
تر اوسه کومې ډلې تاجکستان کې پر چینایانو د دغه خونړي برید مسوولیت نه دی منلی.
څو ورځې وړاندې د طالبانو حکومت د بدخشان والي محمد اسماعيل غزنوي او د طالبانو د سرحدي پوليسو مرستيال د سرحدي امنيت په اړه تاجکستان ته د خبرو اترو لپاره سفر کړی و.
تاجکستان په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسميت نه پېژني خو دواړو خواو په دې وروستيو کې غونډې کړې دي.
په دوشنبې کې د افغانستان سفارت اوسمهال د پخواني افغان حکومت د سفير له خوا اداره کېږي خو په خروغ کې د افغانستان کونسلګري د طالبانو حکومت له خوا ټاکل شوي استازي ته سپارل شوې ده.