تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا ګڼو برخو کې د یو سخت ژمني توپان خبرداری ورکړل شوی
د امریکا متحدو ایالتونو لروبر لسګونه میلیونه کسان یو ستر ژمني توپان ته د چمتووالي په حال کې دي چې ښایي په تېره لسیزه کې د واورې تر ټولو بې ساری ورښت او ساړه ورسره مله وي.
د امریکا د هواپېژندنې ملي اداره (اېنډبلیواېس) وايي، دا توپان چې د متحدو ایالتونو په مرکزي سیمو کې پیل شوی، اټکل دی په راتلونکو ورځو کې به ختیځو سیمو ته ورسیږي.
په کېنټاکي او ویرجینیا ایالتونو کې بېړنی حالت اعلان شوی او د مسیسیپي او فلوریډا په ګډون هغو سیمو ته چې له سختو سړو څپو سره عادت نه دي، خبرداری ورکړل شوی چې غیر عادي شرایطو ته چمتو واوسي.
د وړاندوینو له مخې دا ناوړه هوا د قطبي ګرداب له له امله ده، د سړې هوا هغه سیمه چې د شمالي قطب شاوخوا څرخي.
د امریکا د اتموسفیر او اوقیانوس ملي ادارې ویلي "د ځینو سیمو لپاره دا ښايي تر یوې لسیزې ډېره موده کې د واورې تر ټولو زیات ورښت وي."
د هوا پېژندنې 'اکیووېدر' شرکت یو هوا پېژندونکی 'ډان ديپوډوین' وايي "دا ښايي د متحدو ایالتونو لپاره له ۲۰۱۱ کال راهیسې تر ټولو د سړې جنورۍ لامل شي."
نوموړی زیاتوي دا سړه هوا چې له تاریخي منځنۍ کچې "ډېره ټیټه ده"، ښايي د یوې اوونۍ لپاره دوام وکړي.
په ختیځو سواحلو کې به هم هوا سخته سړه وي هلته چې تمه کېږي دا توپان به د یکشنبې تر ماښامه ور ورسېږي.
د کنزاس او اینډیانا په ځینو برخو کې له ۲۰ سانتيمترو د ډېرې واورې د ورښت اټکل شوی دی.
د امریکا د هواپېژندنې ملي خدماتو ادارې په وینا ، د دغه هېواد په مرکزي سیمو کې به د یکشنبې پر ورځ د "ورځني ژوند پر وړاندې پام وړ خنډونه" او ځای ځای د لارو تړل کېدو له کبله موټر چلولو لپاره شرایط "خطرناک یا ناممکن" وي.
د منځني لوېدیځ په ځینو برخو کې هم د واورین توپان شونیتا ښودل شوې.
په میسوري، اېلینویز او همدا راز د کېنټاکي او لوېدیزې ویرجینیا په ځینو سیمو کې هم د واورې، باران او کنګل اټکل شوی دی.
ویل شوي چې د ختیځ پر لور د دغه توپان له حرکت سره به په دغو سیمو کې هم میلیونونه امریکایان له کم سارې سړې هوا سره مخامخ شي.
د واشنګټن، بالتیمور او فېلاډلفیا په ګډون ځینې ښارونه د یکشنبې او دوشنبې پر ورځو ځانونه واورین او کنګل وهلو شرایطو ته چمتو کوي.