تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سعودي عرب هغه ستر مفتي خاورو ته وسپارل شو چې 'اسلامي دولت نومې ډله او القاعده یې د اسلام دښمنان' بلل
- Author, منزہ انوار
- دنده, بي بي سي
د سعودي عرب د رسمی خبري اژانس اېس پي اې په وينا، مفتي اعظم عبدالعزيز بن عبدالله بن محمد ال الشيخ مړ شوی دی.
نوموړی د سعودي د عالمانو شورا مشر او د اسلامي څېړنو او فتوا مشر هم و چې له دې امله یې مقام له وزير سره مساوي و. د دې سربېره نوموړي د اسلامي نړۍ ليګ د عالي شورا د مشر دنده هم پر مخ وړله.
د شیخ عبدالعزيز د جنازې مراسم د سې شنبې په ورځ د سعودي پلازمېنې رياض د امام ترکي بن عبدالله په جومات کې ترسره شول. د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز ال سعود ويلي چې د ستر مفتي يا مفتي اعظم د جنازې لمونځ دې په مکه مکرمه، مدينه منوره او د هېواد په ټولو جوماتونو کې ترسره شي.
د سعودي شاهي محکمې ويلي، د هغه له مړينې سره د "سعودي عرب سلطنت او ټولې اسلامي نړۍ يو داسې نامتو ديني عالم له لاسه ورکړ چې د اسلام او مسلمانانو په خدمت کې یې مهم رول لوبولی دی."
د نوموړي د مړينې له کبله پاچا سلمان بن عبدالعزيز او ولیعهد محمد بن سلمان د شيخ عبدالعزيز له کورنۍ، د سعودي له خلکو او اسلامي نړۍ سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
د شيخ عبدالعزیز د مړينې په اړه د سعودي عرب او نړۍ له ګوټ ګوټ څخه مسلمانانو پر ټولنيزو رسنيو د خواخوږۍ او غمشريکۍ پيغامونه خپاره کړي او ګڼ شمېر خلک وايي چې د هغه له مړينې سره سعودي عرب او اسلامي نړۍ يو نامتو عالم له لاسه ورکړ.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزير محمد شهباز شريف د سعودي عرب د ستر مفتي شيخ عبدالعزيز بن عبدالله ال الشيخ د مړينې له کبله ژوره خواشينې ښودلې ده.
راځئ چې د شیخ عبدالعزیز بن عبدالله بن محمد ال الشیخ ژوند ته کتنه وکړو.
عبدالعزيز ال الشيخ د يتيمانو په يوه پالنځي کې لوی شوی و
عبدالعزيز ال الشيخ د سعودي عرب درېیم لوی مفتی و. له هغه وړاندې، دا مقام محمد بن ابراهیم ال شیخ او عبدالعزیز بن باز درلود.
د سعودي پیډیا یا د سعودي ډیجیټل انسایکلوپیډیا له مخې، چې د سعودي د اطلاعاتو وزارت لخوا اداره کېږي، عبدالعزیز ال الشیخ د ۱۹۴۳ د نومبر پر ۳۰ په مکه کې زيږېدلی و.
په ۱۹۵۱ کې د اته کلنۍ پر مهال یې پلار وفات شو.
نوموړی د محمد بن سنان شاګرد و. هغه د پلار له مړينې درې کاله وروسته د قرآن کريم په حفظ کې ورسره مرسته وکړه.
په شل کلنۍ کې یې د سترګو لید له لاسه ورکړ
د سعودي پیډیا په وینا، چې د سعودي د اطلاعاتو وزارت لخوا اداره کېږي، عبدالعزيز ال الشيخ د شاوخوا شل کلنۍ په عمر د خپلو سترګو ليد له لاسه ورکړ.
نوموړي د سلطنت د پخواني ستر مفتي محمد بن ابراهیم ال شیخ په مشرۍ شرعي قانون زد کړ. هغه خپل علمي سفر د تدریس له لارې پیل او د مختلفو پوهنتونونو د اکاډمیکو شوراګانو غړی هم و.
هغه په ریاض کې د امام ترکي بن عبدالله جومات (جامع جومات) کې واعظ و او د نَمِره جومات یو له مشهورو واعظانو و.
عبدالعزيز ال الشيخ د شرعي قانون په اړه ګڼ اثار ليکلي چې په هغو کې د فتواوو او عقايدو په اړه ليکنې او د حلالو او حرامو د احکامو په اړه مقالې شاملې دي. د دې تر څنګ یې د فتواوو په اړه څو کتابونه هم لیکلي دي.
د زدکړو سفر
عبدالعزيز ال الشيخ د توحید کتاب، درې اساسي اصول او د امام نووي څلویښت حدیثونه له ۱۹۵۵ تر ۱۹۶۱ پورې د شپږو کلونو لپاره د سلطنت د هغه وخت له ستر مفتي محمد بن ابراهیم ال الشیخ زد کړل.
د میراث علم یې له پخواني لوی مفتي عبدالعزیز بن باز زد کړ. هغه د عربي ګرامر (نحو)، میراث او توحید هم د عبدالعزیز بن صالح المرشد څخه زد کړل. له عبدالعزیز الششري یې عمده الاحکام او زاد المستقنع زد کړل.
عبدالعزیز ال الشیخ په ۱۹۵۵ کې د ریاض په معهد الدعوة العلمي کې خپلې رسمي زد کړې پیل کړې.
وروسته، په ۱۹۶۱ کې، د ریاض په امام محمد بن سعود اسلامي پوهنتون کې د شرعیاتو په پوهنځي کې شامل شو او په ۱۹۶۴-۱۹۶۵ کې یې په عربي او شرعیاتو کې تخصص ترلاسه کړ.
د شیخ عبدالعزیز ال الشیخ مسلکي ژوند
شیخ عبدالعزیز الشیخ په ۱۹۶۵ کال کې په ریاض کې د معهد الدعوة العلمي په پوهنتون کې د پروفیسور په توګه وټاکل شو، هلته یې اته کاله درس ورکړ.
وروسته په ریاض کې د امام محمد بن سعود اسلامي پوهنتون د شرعیاتو په پوهنځي کې شامل شو او هلته یې درس ورکاوه.
نوموړي په ریاض کې په لوړه قضايي اداره کې هم تدریس ورکاوه او د سعودي پوهنتونونو د څو اکاډمیکو شوراګانو غړی و.
د خپلو تدریسي مسؤلیتونو سربېره، د محصلينو اکاډمیکې لیکنې کتلې او څارنه یې کوله. په دې برخه کې، هغه د امام محمد بن سعود اسلامي پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي، په مکه کې د ام القراء پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي او لوړو قضایي ادارو کې د ماسټرۍ او دوکتورا د تیزسونو بیاکتنه او پرې بحث کاوه.
په ۱۹۶۹ کال کې د محمد بن ابراهیم له مړینې وروسته، په ریاض کې د شیخ محمد بن ابراهیم جومات کې امام او خطیب وټاکل شو.
راتلونکی کال، هغه ته د شیخ عبدالله بن عبداللطیف جومات کې د جمعې د خطبې د امامت دنده وسپارل شوه، وروسته له هغه د ریاض په امام ترکي بن عبدالله جومات کې امام او خطیب وټاکل شو.
شیخ عبدالعزیز ال الشیخ په درسونو او خطبو، لکچرونو، کنفرانسونو او سیمینارونو کې هم برخه اخیسته. د راډیو او تلویزیون په مذهبي پروګرامونو کې یې هم ګډون کاوه.
عبدالعزیز ال الشیخ کومې دندې درلودلې؟
د سعودي پیډیا له مخې، چې د سعودي د اطلاعاتو وزارت لخوا اداره کېږي:
- په ۱۹۸۲ کال کې، عبدالعزیز ال الشیخ د عرفات په نمره جومات کې امام او خطیب وټاکل شو.
- په ۱۹۸۷ کال کې، "هيئة کبار العلماء" چې (په سعودي عرب کې تر ټولو لوړ مذهبي او فقهي ارګان او په شریعت او مذهبي مسئلو کې لارښوونه کوي) د غړي په توګه وټاکل شو.
- په ۱۹۹۱ کال کې، د "اللجنة الدائمة" د علمي څېړنو او افتا لوړ پوړی غړی شو.
- په ۱۹۹۵ کال کې، هغه د شاهي فرمان له مخې د سلطنت د ستر مفتي مرستیال وټاکل شو.
- د ۱۹۹۹ کال د می پر ۱۴مه، د پخواني مفتي عبدالعزیز بن باز له مړینې وروسته، د شاهي فرمان له مخې د سعودي عرب د مفتي اعظم، يا ستر مفتي هيئة کبار العلماء مشر او د "الرئاسة العامة للبحوث العلمية والافتاء" (د اسلامي څېړنو او افتا عمومي ریاست) د مشر په توګه وټاکل شو. دا دنده له وزیر سره معادله رتبه ده.
عبدالعزیز ال الشیخ د فقهې، اسلامي عقایدو او فتواګانو په اړه څو کتابونه خپاره کړي دي.
له واکمنې ال سعود کورنۍ سره نژدې اړیکې
شیخ عبدالعزیز بن عبدالله ال الشیخ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۹ کال کې د ۵۰۰ بانفوذه مسلمانانو په لست کې شامل شو.
د نوموړي شاملول د یو مشهور اسلامي عالم په توګه د هغه رول او په نړیوال سلفي غورځنګ کې د هغه نفوذ څرګندوي.
په ۵۰۰ مسلمانانو نشريه کې د هغه په اړه ليکل شوي چې شیخ عبدالعزیز بن عبدالله ال الشیخ، د لوی مفتي په توګه، په سعودي عرب کې تر ټولو لوړ مذهبي واک لري او په ټوله نړۍ کې د پراخ سلفي اسلامي غورځنګ کې د مخکښ مذهبي مشر په توګه اغېزناک دی.
همدلته د هغه په اړه ليکل شوي چې په سعودي عرب کې د ال الشیخ کورنۍ، په دودیز ډول مذهبي او قضايي ادارې کنټرولوي. دغه کورنۍ د محمد بن عبدالوهاب (۱۷۰۳-۱۷۹۲) له کورنۍ سره تړاو لري، چې د وهابي او سلفي فکر بنسټګر دی او نژدې ۲۵۰ کاله یې د واکمن آل سعود له کورنۍ سره نژدې اړیکې ساتلي دي او له دواړو کورنیو سره یې واده کړی دی.
ال الشیخ د اسلامي دولت نومې ډلې او القاعدې سخت منتقد هم و.
په ۲۰۱۴ کال په امریکا کې د سعودي سفارت د الشیخ په نوم یوه اعلامیه خپره کړه، چې پکې ویل شوي وو: "د افراطیت، بنسټپالنې او ترهګرۍ نظریات په هېڅ ډول له اسلام سره تړاو نه لري، بلکې د اسلام لومړني دښمنان دي او مسلمانان د دوی لومړني قربانیان دي، لکه څنګه چې د اسلامي دولت نومې ډلې او د القاعدې سره تړلو ډلې په جرمونو کې لیدل کېږي." د 'مسلمان ۵۰۰' نشريې په وینا، مذهبي چارواکو په ۱۹۳۲ کال کې د سعودي دولت په تاسیس کې مهم رول ولوباوه او له هغه وروسته یې د پام وړ واک ترلاسه کړ، خو د دولت له اجازې پرته د سیاست په اړه له تبصرې کولو منع دي.
د سلطنت راتلونکی ستر مفتي څنګه ټاکل کېږي؟
د ستر مفتي مقام په سعودي عرب کې تر ټولو لوړ مذهبي مقام دی او د پاچا د فرمان له مخې ټاکل کېږي.
شیخ عبدالعزیز ال الشیخ په ۱۹۹۹ کال کې دا مقام ترلاسه کړ او د الشیخ کورنۍ غړی و، چې په سعودي کې په مذهبي او قضایي ادارو نفوذ لري.
د نوي ستر مفتي د ټاکلو په پروسه کې ښايي د سلطنت له مذهبي ادارو او عالمانو سره مشوره شامله وي، خو باور کېږي چې وروستۍ پرېکړه به د سعودي له پاچا سره وي.
احتمالي اټکلونه شته چې د ممکنه نوماندانو په ډله کې تر ټولو ډېر یاد شوی نوم د شیخ عبدالله بن محمد الالشیخ دی، چې د علماوو د سترې شورا غړی او د الالشیخ کورنۍ یو غړی دی. همدارنګه د شیخ صالح بن فوزان الفوزان نوم هم راڅرګندېږي او تر څنګ یې نور نومونه هم یادېږي لکه شیخ عبدالله بن سلیمان المنیع او شیخ سعد بن ناصر الشثري.