د سعودي عرب هغه ستر مفتي خاورو ته وسپارل شو چې 'اسلامي دولت نومې ډله او القاعده یې د اسلام دښمنان' بلل

د ویډیو تشریح، د سعود عربستان د لوی مفتي‌ مړینه... عبدالعزیز بن عبدالله ال الشیخ څومره پېژنئ؟
    • Author, منزہ انوار
    • دنده, بي بي سي

د سعودي عرب د رسمی خبري اژانس اېس پي اې په وينا، مفتي اعظم عبدالعزيز بن عبدالله بن محمد ال الشيخ مړ شوی دی.

نوموړی د سعودي د عالمانو شورا مشر او د اسلامي څېړنو او فتوا مشر هم و چې له دې امله یې مقام له وزير سره مساوي و. د دې سربېره نوموړي د اسلامي نړۍ ليګ د عالي شورا د مشر دنده هم پر مخ وړله.

د شیخ عبدالعزيز د جنازې مراسم د سې شنبې په ورځ د سعودي پلازمېنې رياض د امام ترکي بن عبدالله په جومات کې ترسره شول. د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز ال سعود ويلي چې د ستر مفتي يا مفتي اعظم د جنازې لمونځ دې په مکه مکرمه، مدينه منوره او د هېواد په ټولو جوماتونو کې ترسره شي.

د سعودي شاهي محکمې ويلي، د هغه له مړينې سره د "سعودي عرب سلطنت او ټولې اسلامي نړۍ يو داسې نامتو ديني عالم له لاسه ورکړ چې د اسلام او مسلمانانو په خدمت کې یې مهم رول لوبولی دی."

د نوموړي د مړينې له کبله پاچا سلمان بن عبدالعزيز او ولیعهد محمد بن سلمان د شيخ عبدالعزيز له کورنۍ، د سعودي له خلکو او اسلامي نړۍ سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د شيخ عبدالعزیز د مړينې په اړه د سعودي عرب او نړۍ له ګوټ ګوټ څخه مسلمانانو پر ټولنيزو رسنيو د خواخوږۍ او غمشريکۍ پيغامونه خپاره کړي او ګڼ شمېر خلک وايي چې د هغه له مړينې سره سعودي عرب او اسلامي نړۍ يو نامتو عالم له لاسه ورکړ.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزير محمد شهباز شريف د سعودي عرب د ستر مفتي شيخ عبدالعزيز بن عبدالله ال الشيخ د مړينې له کبله ژوره خواشينې ښودلې ده.

راځئ چې د شیخ عبدالعزیز بن عبدالله بن محمد ال الشیخ ژوند ته کتنه وکړو.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

عبدالعزيز ال الشيخ د يتيمانو په يوه پالنځي کې لوی شوی و

عبدالعزيز ال الشيخ د سعودي عرب درېیم لوی مفتی و. له هغه وړاندې، دا مقام محمد بن ابراهیم ال شیخ او عبدالعزیز بن باز درلود.

د سعودي پیډیا یا د سعودي ډیجیټل انسایکلوپیډیا له مخې، چې د سعودي د اطلاعاتو وزارت لخوا اداره کېږي، عبدالعزیز ال الشیخ د ۱۹۴۳ د نومبر پر ۳۰ په مکه کې زيږېدلی و.

په ۱۹۵۱ کې د اته کلنۍ پر مهال یې پلار وفات شو.

نوموړی د محمد بن سنان شاګرد و. هغه د پلار له مړينې درې کاله وروسته د قرآن کريم په حفظ کې ورسره مرسته وکړه.

په شل کلنۍ کې یې د سترګو لید له لاسه ورکړ

د سعودي پیډیا په وینا، چې د سعودي د اطلاعاتو وزارت لخوا اداره کېږي، عبدالعزيز ال الشيخ د شاوخوا شل کلنۍ په عمر د خپلو سترګو ليد له لاسه ورکړ.

نوموړي د سلطنت د پخواني ستر مفتي محمد بن ابراهیم ال شیخ په مشرۍ شرعي قانون زد کړ. هغه خپل علمي سفر د تدریس له لارې پیل او د مختلفو پوهنتونونو د اکاډمیکو شوراګانو غړی هم و.

هغه په ریاض کې د امام ترکي بن عبدالله جومات (جامع جومات) کې واعظ و او د نَمِره جومات یو له مشهورو واعظانو و.

عبدالعزيز ال الشيخ د شرعي قانون په اړه ګڼ اثار ليکلي چې په هغو کې د فتواوو او عقايدو په اړه ليکنې او د حلالو او حرامو د احکامو په اړه مقالې شاملې دي. د دې تر څنګ یې د فتواوو په اړه څو کتابونه هم لیکلي دي.

په سعودي عرب کې، د ال الشیخ کورنۍ په دودیز ډول مذهبي او قضايي ادارې کنټرولوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په سعودي عرب کې، د ال الشیخ کورنۍ په دودیز ډول مذهبي او قضايي ادارې کنټرولوي.

د زدکړو سفر

عبدالعزيز ال الشيخ د توحید کتاب، درې اساسي اصول او د امام نووي څلویښت حدیثونه له ۱۹۵۵ تر ۱۹۶۱ پورې د شپږو کلونو لپاره د سلطنت د هغه وخت له ستر مفتي محمد بن ابراهیم ال الشیخ زد کړل.

د میراث علم یې له پخواني لوی مفتي عبدالعزیز بن باز زد کړ. هغه د عربي ګرامر (نحو)، میراث او توحید هم د عبدالعزیز بن صالح المرشد څخه زد کړل. له عبدالعزیز الششري یې عمده الاحکام او زاد المستقنع زد کړل.

عبدالعزیز ال الشیخ په ۱۹۵۵ کې د ریاض په معهد الدعوة العلمي کې خپلې رسمي زد کړې پیل کړې.

وروسته، په ۱۹۶۱ کې، د ریاض په امام محمد بن سعود اسلامي پوهنتون کې د شرعیاتو په پوهنځي کې شامل شو او په ۱۹۶۴-۱۹۶۵ کې یې په عربي او شرعیاتو کې تخصص ترلاسه کړ.

د شیخ عبدالعزیز ال الشیخ مسلکي ژوند

شیخ عبدالعزیز الشیخ په ۱۹۶۵ کال کې په ریاض کې د معهد الدعوة العلمي په پوهنتون کې د پروفیسور په توګه وټاکل شو، هلته یې اته کاله درس ورکړ.

وروسته په ریاض کې د امام محمد بن سعود اسلامي پوهنتون د شرعیاتو په پوهنځي کې شامل شو او هلته یې درس ورکاوه.

نوموړي په ریاض کې په لوړه قضايي اداره کې هم تدریس ورکاوه او د سعودي پوهنتونونو د څو اکاډمیکو شوراګانو غړی و.

د خپلو تدریسي مسؤلیتونو سربېره، د محصلينو اکاډمیکې لیکنې کتلې او څارنه یې کوله. په دې برخه کې، هغه د امام محمد بن سعود اسلامي پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي، په مکه کې د ام القراء پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي او لوړو قضایي ادارو کې د ماسټرۍ او دوکتورا د تیزسونو بیاکتنه او پرې بحث کاوه.

په ۱۹۶۹ کال کې د محمد بن ابراهیم له مړینې وروسته، په ریاض کې د شیخ محمد بن ابراهیم جومات کې امام او خطیب وټاکل شو.

راتلونکی کال، هغه ته د شیخ عبدالله بن عبداللطیف جومات کې د جمعې د خطبې د امامت دنده وسپارل شوه، وروسته له هغه د ریاض په امام ترکي بن عبدالله جومات کې امام او خطیب وټاکل شو.

شیخ عبدالعزیز ال الشیخ په درسونو او خطبو، لکچرونو، کنفرانسونو او سیمینارونو کې هم برخه اخیسته. د راډیو او تلویزیون په مذهبي پروګرامونو کې یې هم ګډون کاوه.

شیخ عبدالعزیز ال الشیخ له محمد بن سلمان سره

د عکس سرچینه، Getty Images

عبدالعزیز ال الشیخ کومې دندې درلودلې؟

د سعودي پیډیا له مخې، چې د سعودي د اطلاعاتو وزارت لخوا اداره کېږي:

  • په ۱۹۸۲ کال کې، عبدالعزیز ال الشیخ د عرفات په نمره جومات کې امام او خطیب وټاکل شو.
  • په ۱۹۸۷ کال کې، "هيئة کبار العلماء" چې (په سعودي عرب کې تر ټولو لوړ مذهبي او فقهي ارګان او په شریعت او مذهبي مسئلو کې لارښوونه کوي) د غړي په توګه وټاکل شو.
  • په ۱۹۹۱ کال کې، د "اللجنة الدائمة" د علمي څېړنو او افتا لوړ پوړی غړی شو.
  • په ۱۹۹۵ کال کې، هغه د شاهي فرمان له مخې د سلطنت د ستر مفتي مرستیال وټاکل شو.
  • د ۱۹۹۹ کال د می پر ۱۴مه، د پخواني مفتي عبدالعزیز بن باز له مړینې وروسته، د شاهي فرمان له مخې د سعودي عرب د مفتي اعظم، يا ستر مفتي هيئة کبار العلماء مشر او د "الرئاسة العامة للبحوث العلمية والافتاء" (د اسلامي څېړنو او افتا عمومي ریاست) د مشر په توګه وټاکل شو. دا دنده له وزیر سره معادله رتبه ده.

عبدالعزیز ال الشیخ د فقهې، اسلامي عقایدو او فتواګانو په اړه څو کتابونه خپاره کړي دي.

شیخ عبدالعزیز ال الشیخ

د عکس سرچینه، Getty Images

له واکمنې ال سعود کورنۍ سره نژدې اړیکې

شیخ عبدالعزیز بن عبدالله ال الشیخ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۹ کال کې د ۵۰۰ بانفوذه مسلمانانو په لست کې شامل شو.

د نوموړي شاملول د یو مشهور اسلامي عالم په توګه د هغه رول او په نړیوال سلفي غورځنګ کې د هغه نفوذ څرګندوي.

په ۵۰۰ مسلمانانو نشريه کې د هغه په اړه ليکل شوي چې شیخ عبدالعزیز بن عبدالله ال الشیخ، د لوی مفتي په توګه، په سعودي عرب کې تر ټولو لوړ مذهبي واک لري او په ټوله نړۍ کې د پراخ سلفي اسلامي غورځنګ کې د مخکښ مذهبي مشر په توګه اغېزناک دی.

themuslim500.com

د عکس سرچینه، themuslim500.com

د عکس تشریح، شیخ عبدالعزیز بن عبدالله ال‌الشیخ د سعودي عرب لوی مفتي په توګه په نړیواله کچه د سلفي مسلمانانو د پراخ غورځنګ یو مخکښ دیني مشر او د پام وړ اغېز لرونکی ګڼل کېږي.

همدلته د هغه په اړه ليکل شوي چې په سعودي عرب کې د ال الشیخ کورنۍ، په دودیز ډول مذهبي او قضايي ادارې کنټرولوي. دغه کورنۍ د محمد بن عبدالوهاب (۱۷۰۳-۱۷۹۲) له کورنۍ سره تړاو لري، چې د وهابي او سلفي فکر بنسټګر دی او نژدې ۲۵۰ کاله یې د واکمن آل سعود له کورنۍ سره نژدې اړیکې ساتلي دي او له دواړو کورنیو سره یې واده کړی دی.

ال الشیخ د اسلامي دولت نومې ډلې او القاعدې سخت منتقد هم و.

په ۲۰۱۴ کال په امریکا کې د سعودي سفارت د الشیخ په نوم یوه اعلامیه خپره کړه، چې پکې ویل شوي وو: "د افراطیت، بنسټپالنې او ترهګرۍ نظریات په هېڅ ډول له اسلام سره تړاو نه لري، بلکې د اسلام لومړني دښمنان دي او مسلمانان د دوی لومړني قربانیان دي، لکه څنګه چې د اسلامي دولت نومې ډلې او د القاعدې سره تړلو ډلې په جرمونو کې لیدل کېږي." د 'مسلمان ۵۰۰' نشريې په وینا، مذهبي چارواکو په ۱۹۳۲ کال کې د سعودي دولت په تاسیس کې مهم رول ولوباوه او له هغه وروسته یې د پام وړ واک ترلاسه کړ، خو د دولت له اجازې پرته د سیاست په اړه له تبصرې کولو منع دي.

د سلطنت راتلونکی ستر مفتي څنګه ټاکل کېږي؟

د سعودي حکومت

د عکس سرچینه، Getty Images

د ستر مفتي مقام په سعودي عرب کې تر ټولو لوړ مذهبي مقام دی او د پاچا د فرمان له مخې ټاکل کېږي.

شیخ عبدالعزیز ال الشیخ په ۱۹۹۹ کال کې دا مقام ترلاسه کړ او د الشیخ کورنۍ غړی و، چې په سعودي کې په مذهبي او قضایي ادارو نفوذ لري.

د نوي ستر مفتي د ټاکلو په پروسه کې ښايي د سلطنت له مذهبي ادارو او عالمانو سره مشوره شامله وي، خو باور کېږي چې وروستۍ پرېکړه به د سعودي له پاچا سره وي.

احتمالي اټکلونه شته چې د ممکنه نوماندانو په ډله کې تر ټولو ډېر یاد شوی نوم د شیخ عبدالله بن محمد ال‌الشیخ دی، چې د علماوو د سترې شورا غړی او د ال‌الشیخ کورنۍ یو غړی دی. همدارنګه د شیخ صالح بن فوزان الفوزان نوم هم راڅرګندېږي او تر څنګ یې نور نومونه هم یادېږي لکه شیخ عبدالله بن سلیمان المنیع او شیخ سعد بن ناصر الشثري.