هغه انجنیر چې د سعودي له حکومت یې د حرمین شریفین د پراخولو طرحې پیسې وانخیستې

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
محمد کمال اسماعیل، چې په ۱۹۰۸ زېږدیز کال کې زېږیدلی و، په سعودي عربستان کې د دوو سپېڅلو جوماتونو په پراخولو کې لوی لاس درلود.
دغه مصري معمار د سعودي عربستان د وفات شوي پاچا فهد لخوا په مکه مکرمه کې د مسجدالحرام (د کعبې حرم کې جومات) او مدینه منوره کې د نبوي جومات (د حضرت محمد جومات) د پراختیايي چارو د څارنې لپاره ګومارل شوی و.
په ۱۴مه پېړۍ کې مسجد الحرام تر ټولو لوی جومات ګڼل کېده.
ښاغلي اسماعیل د پاچا فهد او بن لادن شرکت له ټینګار سره سره د کار بدل کې د پیسو له اخېستلو ډډه وکړه.
نوموړي ویلي و: "زه ولې د دنیا په سپېڅلو ځایونو کې د کار لپاره پیسې واخلم، د قیامت په ورځ به څنګه له الله تعالی سره مخامخېږم؟"
زدکړې او واده
ښاغلی اسماعیل تنکی ځوان و، چې مصر کې له عالي لیسې فارغ شو او د همدغه هېواد د انجنیري شاهي ښوونځي ته بریالی شو.
نوموړی بیا اروپا ته واستول شو، چې په اسلامي معمارۍ کې نور مهارتونه زدکړي کړي.
ښاغلي اسماعیل په ۴۴ کلنۍ کې واده وکړ، او مېرمن یې یو زوی وزېږوه خو ژر مړه شوه.
له دې وروسته نوموړي تر مرګه یعنی تر ۱۰۰ کلنۍ خپل ژوند یوازې د الله په عبادت تېر کړ او په همدې ډول یې ځان له رسنیو لېرې ساتلی و.
سپین مرمر

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د سعودي د تودې هوا د اغېزې کمولو لپاره مسجد الحرام کې د سپینو مرمرو د فرشولو طرحه ښاغلی اسماعیل ورکړې وه.
دا نادرې ډبرې، چې ځانګړی سپین والی لري او تاوده کورونه ساړه ساتي، له یونانه وارد شوې وې.
پاچا فهد له ښاغلي اسماعیل څخه غوښتي و، چې هماغه سپین مرمر په مسجد نبوي کې هم وکاروي.
مسجد الحرام، یا د مکې لوی جومات، په اسلام کې ترټولو سپیڅلی ځای دی.
دغه جومات د تاریخ په اوږدو کې د پراخېدو له څو پړاونو راتېر شوی دی.
د نړۍ له ګوټ ګوټ د ورتلونکو حاجیانو د شمېر له لوړېدو سره یې انګړلا پراخ کړل شوی دی.
د پاچا فهد په دوره کې ۳۵۶،۸۰۰ مترمربع پراخ کړل شوی و.
هغه مهال په عادي ورځ کې ۸۲۰ زره عبادت کوونکي په کې ځایدل.
د حج پر مهال او په روژې مبارکه میاشت کې له یو میلیون ډېر مسلمانان ورټولېدل.











