حج موسم: "حج مې ونه کړ، او پيسې مې ورکې شوې"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ايثار شلبي
- دنده, بي بي سي - عربي
سليمان الشاعر فلسطینی ځوان دی، خو مصری پارسپورټ لري. سعودی کې د حج او عمرې ملي کمېټې يوه دفتر کې ناست دی. پر ذهن يې د خپګان او ټکان يو ګډ حالت خپور دی. يوازې دا لږ څه مخکې يې پوه شوی چې د حج يوه "جعلي" شرکت قرباني شوی، چې ده ته یې جعلي اجازه ليکونه وراستولي وو.
څه کم يوه اوونۍ مخکې سلیمان له مصره د سعودي له ويزې سره مکې المکرمې ته رسېدلی و.
سعودي ته له رسېدو سره یې يو شرکت سره تماس ونيو، چې پر ټولنيزو رسنيو یې د حج ټولګو "جذبوونکي" اعلانونه کول. هيله يې وه، اجازه ليک ترلاسه کړي، چې له مخې يې حج وکړی شي.
دی وايي د يوه "تېر ايستونکي" اعلان لومه کې ونښت، چې د يوه داسې شرکت له خوا خپور شوی و، چې ويل یې اماراتو کې مېشت و.
"دوی (شركت) ته مې ۶۰۰۰ درهمه (۱۶۰۰ ډالره) ورکړل چې د حج اجازه ليک ترلاسه کړم"
دی زياتوي "دوی راته د حج اجازه ليک او بارکوډ راولېږل. خو وروسته پوه شوم، چې درغلي راسره شوې، ځکه ټولې پاڼې جعلي وې."
دا موندنې ښيي چې سليمان سږنی کال حج نه شي کولی، او شرکت ته یې ورکړې پيسې هم بايللې دي، چې دی وايي استازي یې د ده د ټليفونونو ځواب نه وايي.
دی وايي "د خپګان او ټکان احساس کوم. ځکه راسره شوي چل کې مې پيسې او حج دواړه وبايلل"

د عکس سرچینه، Getty Images
حج ته نه پرېښودول کېږي
سعد القرشي د حج او عمرې ملي کمېتې سلاکار دی. دغه شرکت سعودي کې دننه د سيلانۍ شرکتونه څاري، او حج لپاره ورکړل شوو اجازه ليکونو سموالي پخلی کوي.
دی بي بي سي ته وايي، د سليمان په څېر ډېر خلک يوازې هغه مهال پوهېږي چې د درغلۍ ښکار شي، چې کله د دغې کمېټې مرکز ته راشي.

د عکس سرچینه، Saad al-Qurashi
کله چې دوی د حج تدبيرونو بشپړولو او هغو لاسوندونو ترلاسه کولو هڅه کوي، چې حاجيان يې خپل قانونيوالي لپاره په لاسونو تړي، دوی ټکان ورکوونکي ګوزار سره مخامخېږي:
"کله چې دوی (د حج اجازه ليکونو والا) موږ ته د حج اجازه ليکونو او بارکوډونو سره راځي، موږ مومو چې دوی ته د جعلي شرکتونو له خوا جعلي پاڼې او پېژندپاڼې ورکړل شوې دي. دې حالت کې دا کس حج نه شي کولی، داسې حال کې چې لويه اندازه پيسې یې هم بايللې، چې دغو شرکتونو ته یې ورلېږدولې دي."
القرشي چې د سعودي خونو شورا سره تړلې کمېټه کې کار کوي، دې ته اشاره کوي چې دا حج ډېرې ورانکاره ډلې په ځانګړي ډول مصر، سوريه او عراق کې فعالې دي.
دی وايي يوازې ده يوه اوونۍ کې درې "درغلۍ" په نښه کړې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د وروستۍ شېبې حج ټولګې خبرداری
القرشي خبرداری ورکوي خلک دې هغو شرکتونو ته څک اوسي چې د "وروستۍ شېبې ټولګې" وړاندې کوي، او ډېر وخت په کې ارزانه تړونونه وي، چې پر ټولنيزو رسنيو یې ډېر اعلانونه کېږي.
سليمان الشاعر، چې د حج او عمرې لپاره د ملي کمېتې دفتر کې د ناستې پر مهال یې بي بي سي سره پر ټليفون خبرې کولې، وايي يوه داسې شرکت ته يې د پيسو په ورلېږدولو تېروتنه وکړه، چې د ريښتينوالي موندلو کې یې ډېر کم وخت لګولی و.
سره له دې چې سعودي کې دی، خو د حج مناسکو ادا کولو هيله یې بايللې ده.
دی ټولو ته د دې سپارښتنه کوي، کسانو او يا هم بهر کې د شرکتونو داسې استازو ته دې پيسې نه ورلېږي، چې ښايي حج ته د اجازه ليکونو خپرولو لپاره نارسمي لارې چارې کاروي.
جعلي ارزونې او تېر ايستونکي اعلانونه
سليمان يوازې نه دی چې د حج سيلانۍ ټکټونو له لارې يې تاوان کړی دی.
فاروق عبد الوهاب يو بريتانيا مېشتی ډاکټر دی، بي بي سي ته وايي هېڅکله يې سوچ نه و کړی، چې د سیلانۍ يوه بريتانيا مېشتي شرکت سره به د ټکټونو له بوکولو وروسته د ده او کورنۍ جيبونه تشېږي.

د عکس سرچینه، Farouk Abdel Wahab
فاروق چې په اصل پاکستانی دی، بي بي سي ته وايي دی اړ شو داسې يوه شرکت سره اوږده مبارزه وکړي، چې ده سره یې د يوه داسې څه ژمنه کړې وه چې نه وو.
ده پای کې هغه ۷۰۰۰ پونډه (۹۰۰۰ ډالر) بېرته تر لاسه کړل، چې ده او خپلوانو یې د حج ټولګې لپاره مخکې له مخکې د حج او عمرې يوه بريتانوي شرکت ته ورکړي وو.
درې کاله وروسته له لا دوديزو سفري شرکتونو سره د بوکولو له لارې، دی له حج موسم بهر مکې ته ولاړ.

د عکس سرچینه، Farouk Abdel Wahab
نسک دريځ
د فاروق دا تجربه د ۲۰۲۰ کال کیسه وه. دا هغه مهال و، چې د حج ټولګو اخيستو رسمي تدبيرونه د "نسک" دريځ له لارې نه کېدل، چې سعودي چارواکو ۲۰۲۲ کال کې رامنځته کړ، چې د اروپا، امريکا او اسټراليا حاجيانو لپاره دې د اجازه ليکونو يوازينی ډيجيټلي دریځ وي.
د نسک له لارې حاجيان د حج بېلابېلې ټولګې غوره کولی، او د حج لپاره ټولې اړينې پاڼې سپارلی شي، او بيا رسمي ځايونو او د سیلانۍ باور وړ شرکتونو ته خپلې پیسې ورکولی شي.

د عکس سرچینه، Nusuk platform
د نسک دريځ تر څنګ سعودي هغو خلکو ته چې دغه هېواد کې اوسېږي، يوازې وروسته له هغه د حج کولو اجازه ورکوي، چې د حج او عمرې وزارت سره یې نومليکنه کړې وي.
د نورو اسلامي هېوادونو حاجيان بيا وروسته له هغه حج کولی شي، چې خپلو هېوادونو کې د حج چارو رسمي ادارو له لارې ويزې ترلاسه کړي.
سعودي د ډېرو هېوادونو لپاره د حاجیانو کوټه (ټاکلی شمېر) ټاکلی دی. هر هېواد کې د هرو، يو ميليون مسلمانانو پر سر ۱۰۰۰ کسان دي.
ډېرو مسلمانانو لپاره چې مکې ته د حج وخت کې سفر کوي، ډېر فعاليتونه وردغاړې کېږي.
فاروق وايي: "له کورونا وبا لږ څه مخکې، ما او د کورنۍ شپږو کسانو مې غوښتل حج وکړو."
"نو موږ يوه انګېرل شوي باور وړ شرکت ته ورغلو، لويه اندازه پيسې مو ورکړې، چې د حج ټولګه خوندي کړو"
"خو هغه کال، د وبا له امله حج لغوه شو."
"نو د پيسو بېرته ترلاسه کولو غوښتنه مې وکړه، ټول کال یې هېڅ ځواب را نه غی. اړ شوم محکمې ته یې راکش کړم."
محکمې شرکت ته امر وکړ، چې پيسې دې بېرته ورکړي.
فاروق د خپلو پيسو بېرته ترلاسه کولو چارې پیل کړې، خو کله يې چې پر يوه حکومتي وېبپاڼه ثبتونې حالت کاته، ويې مونده چې دغه شرکت تړل شوی دی.
دی وايي "کله مې چې قانوني قضيې لپاره د دغه شرکت جزئيات لیکل، لکه د ثبت شمېره یې، او اعلان شوې پته یې، ومې مونده چې دا شرکت ړنګ شوی، او نور نه شته."

د عکس سرچینه، Farouk Abdel Wahab
"وروره، دا باور دی"
دی وايي هغه وخت يې چې د پيسو بېرته ترلاسه کولو، هڅه کوله، د شرکت استازو "ديني ژبه" کاروله.
په دې کې دا خبرې هم وې، لکه "دا باور دی وروره،" او ويل يې چې دوی "د پيسو بېرته ورکولو ته ژمن دي".
فاروق وايي د خپلو پيسو بېرته تر لاسه کولو هڅه کې یې له دې پرته چې پر ټولنيزو رسنيو د دغه شرکت پخواني څښتنان وشرموي، بله لار ونه مونده.
يوه نوي شرکت ورسره تماس ونيو، او ويل یې بېرته به په وار وار پيسې ورکوي.
دی وايي"دا يوازې وروسته له هغه چې ويډيو مې پر انټرنېټ پراخه خپره شوه، دغه شرکت راسره په تماس نيولو پيل وکړ، او د يوه بل شرکت له لارې یې پيسې بېرته راکړې".
بي بي سي هڅه وکړه، دغه شرکت سره تماس ونيسي چې جوپه جوپه یې د دغو پيسو بېرته ورکړه ورترتيب کړې وه.
خو د هغې غوښتنې، چې اعلان شوې برېښناليک پتې، ته مو يې لېږلې وه، او هم د ټليفون، او پر ټولنيزو رسنيو حسابونو يې د پيغامونو ځواب رانه کړ.

د عکس سرچینه، Farouk Abdel Wahab
د حج سفر په اړه له درغليو د ځان ساتنې لارې چارې
د بريتانيا پوليس خلکو ته سپارښتنه کوي چې د سيلانۍ شرکتونه په احتياط سره غوره کړي، چې د سوداګرۍ پېژندل شوې ټولنې غړيتوب ولري، لکه اسوسيېشن اف برېټېش ټراول اېجېنټس يا د بريتانيا سفر اېجنسيو ټولنه.
ډېر هېوادونه دا ډول ادارې لري. دوی کې د اندونيزيا چکر او سفر اېجنسيو ټولنه، د پاکستان چکر چلوونکو ټولنه، د نيجېريا سيلانۍ ټولنو فدارسيون او عربي اماراتو کې د سفر او سيلانۍ اېجنسيو شورا.
د سفر لوجسټيکي شرکت، اېزوس د ډېرو هېوادونو سيلانۍ ټولنو نوملړ لري.
د بريتانيا ابټا سپارښتنه کوي چې د مساپرو او شرکتونو ترمنځ دې ټولې هوکړې مستندې شي، او په تړونونو کې دې لاسليک شي، چې مادې او شرايط په کې روښانه وي، د دې پر ځای چې پر ټليفون يا د خبرو له لارې پر هوکړو تکيه وشي.

د عکس سرچینه، Getty Images
يو درس
يو درس چې فاروق ترې زده کړه کړې، دا دی چې پر انټرنېت پر مثبتو ارزونو له تکيې دډه وشي.
دی وايي "زما تجربه کې، ډېر جعلي شرکتونه خلکو ته ډېرې پيسې ورکوي چې په جعلي ډول ښې اروزنې وليکي، او پر انلاین یې خپرې کړي. ډېر خلک بيا د تېرايستونکو اعلانونو له امله د حج ټولګو اخيستو کې د درغليو قربانی کېږي".
د سعودي حکومت شمېرو له مخې تېر کال د حاجيانو شمېر له ۱،۸ ميليونو اوښتی و، چې ۹۰٪ یې له بهر ورغلي وو.
دغه شورا اټکل کوي د هغو خلکو له ټولټال شمېر یې چې درغلي ورسره شوې، يوازې ۳٪ یې راپور ورکوي، او له خطر سره ډېرو مخامخ حاجيانو منځنی عمر ۴۲ دی.
د دغې شورا وياند بي بي سي ته وويل، د نسک دريځ وړاندې کولو سره له حج سره په تړاو د درغلیو کچه خورا رالوېدلې ده.
دا دریځ له ۱۲۶ هېوادونو د حاجيانو لپاره د بوکولو بهير اسانوي، او د هغو پېژندپاڼو ټولو سندونو او پيسو لېږد تصدیق او پخلی کوي چې دحج ټولګو بوکولو شرايطو پوره کولو لپاره ورکړل شوي وي.

د عکس سرچینه، Getty Images











