عبدالعزیز آل سعود: "عرب ناپلیون" څنګه اوسنی سعودي عرب جوړ کړ؟

د عکس سرچینه، Saudi National Museum
د ۱۹۰۲ کال د جنورۍ پر پنځمه شهزاده عبدالعزیز بن عبدالرحمن آل سعود د آل الرشید له ولکې څخه د ریاض ښار بېرته ترلاسه کولو کې بریالی شو. هغه د یوې کوچنۍ ډلې مشري کوله چې له کویته یې راپیل کړې وه، چې یوازې له ۶۰ کسانو، د خپلوانو او ملاتړو جوړه وه. د ریاض خلکو ورسره بیعت وکړ، نو د عبدالعزیز آل سعود کیسه څه ده؟
عبدالعزیز آل سعود د ۱۸۷۶ کال په جنورۍ کې په ریاض کې د آل سعود واکمنې کورنۍ په غېږ کې وزېږېد. خو وروسته د آل سعود کورنۍ د نجد په سیاله سیمه حائل ښار د آل رشید کورنۍ په لاس ماتې وخوړه. عبدالعزیز مجبور شو چې په لس کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره کډه وکړي.
پلار یې عبدالرحمن بن فیصل بن ترکي آل سعود و، چې د دویم سعودي دولت وروستی واکمن ګڼل کېږي. مور یې ساره بنت احمد الكبیر بن محمد بن ترکي بن سلمان السدیري وه.
د سعودي عربستان د جوړېدو مهالویش
د ۱۹۰۲ کال د جنورۍ په لومړیو کې، عبدالعزیز آل سعود د ریاض کنټرول بیا ترلاسه کړ. هغه له کویت څخه د خپلو ۶۰ کسانو د یوې ډلې په مشرۍ ریاض ته ورسېد.
د ۱۹۰۴ کال په سپتمبر میاشت کې، هغه د الشنانة په جګړه کې د آل رشید ځواکونو ته ماتې ورکړه، چې په پایله کې یې په قصیم واکمني ټینګه کړه او د نجد ډېره برخه یې تر خپلې ولکې لاندې راوسته.
په ۱۹۱۲ کال کې د "اخوان من اطاع الله" یا (د خدای اطاعت کوونکي وروڼه) غورځنګ بنسټ کېښودل شو، چې په خپله عقیده کې د وهابیت پر اصولو ولاړ و. دې غورځنګ په چټکۍ وده وکړه او عبدالعزیز ته یې مهم ملاتړ برابر کړ.
په ۱۹۱۳ کال کې عبدالعزیز له خپلو ځواکونو سره الاحساء ته وخوځېد او دا سیمه یې د عثمانيانو له ولکې راخپله کړای شوه.

په ۱۹۲۱ کال د شهزاده فیصل بن عبدالعزیز آل سعود په مشرۍ د سعودي ځواکونو عسیر سیمه تر خپل کنټرول لاندې راوسته.
د همدې کال په سپتمبر کې، عبدالعزیز د حائل ښار- چې د آل رشید وروستی مرکز ګڼل کېده، نیولو کې بریالی شو. په دې سره یې پر ټول نجد خپل واک ټینګ کړ او ځان ته یې د "نجد ټولواک" لقب غوره کړ.
د عبدالعزیز او د حجاز واکمن شریف حسین بن علي ترمنځ اړیکې ډېرې ترینګلې وې. په ۱۹۲۴ کال کې سعودي ځواکونو طائف او مکه ښارونه ونیول، خو جده د ۱۹۲۵ کال د ډسمبر تر ۱۷م نېټې پورې د محاصرې پر وړاندې ټینګه پاتې شوه.
په ۱۹۲۶ کال، عبدالعزیز د مکې په مسجد الحرام کې د حجاز د پاچا په توګه وپېژندل شو.
د دولت جوړونه او د "اخوان من اطاع الله" پاڅون
عبدالعزیز آل سعود د نړیوالو شرایطو په پام کې نیولو سره، په ځانګړې توګه د خلیج په ساحل کې د برتانوي نفوذ له امله، د دولت بنسټونه ټینګول او عصري کول پیل کړل.
خو دا بدلونونه د هغه د پخوانیو ملګرو، د "اخوان من اطاع الله" له مخالفت سره مخ شول، ځکه هغوی د "فتوحاتو درول" نه منل.
عبدالعزیز د عراق، کویت او اردن پولې په رسمیت وپېژندلې، چې دا پرېکړه د "اخوان" له مخالفت سره مخ شوه.

د عکس سرچینه، BRITANNICA
د "اخوان من اطاع الله" غورځنګ د عراق او کویت پر سیمو بریدونه پیل کړل او د حجاز له الحاق وروسته یې د دولت واک ته کوتڅنډنه وکړه. دې غورځنګ د ساده مذهبي مراسمو ترسره کول د بتپرستۍ نښې ګڼلې او په دې توګه یې د عبدالعزیز واک وننګاوه.
دې ډلې د عبدالعزیز امر ونه مانه چې د عراق او کویت پر پولو بریدونه ودروي، نو د ۱۹۲۹ کال د مارچ په میاشت کې د دواړو خواوو ترمنځ په الزلفي سیمه کې جګړه وشوه. په دې جګړه کې "اخوان" ماتې وخوړه او پاتې کسان کویت ته وتښتېدل، هلته یې ځانونه بریتانوي ځواکونو ته تسلیم کړل.
له هغې وروسته، د درېیم سعودي دولت نوم رامنځته شو او تر ۱۹۲۱ د نجد او الاحساء امارتونو په نوم یاد شو، بیا تر ۱۹۲۲ پورې د نجد سلطنت، بیا تر ۱۹۲۶ پورې د نجد سلطنت او د ورپورې تړلې سیمې او دا نوم یې غوره کړ. د حجاز او نجد سلطنت او د هغې انحصاري سیمې تر ۱۹۳۲ کال پورې چې د سعودي عربستان د سلطنت تاسیس اعلان شو.
عبدالعزیز آل سعود ته د عربو ناپلیون، د بسمارک او بېدیا کرومویل او نوي پاچا سلیمان په شان څو لقبونه ورکړل شوي دي.











