تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عربي پړانګ: د عرب ټاپووزمې له خطر سره مخ ګاڼه
څه باندې ۵۰۰ زره کاله وړاندې، عربي پړانګ، چې علمي نوم یې (Panthera pardus nimr) دی، افریقا ته له راتګ وروسته د عرب ټاپووزمې او مصر په بېلابېلو سیمو کې مېشت شو.
سره له دې چې د طبیعت ساتنې نړیوالې ټولنه (IUCN) دا ژوی د عربي سیمې له هغو حیواناتو ګڼي چې د له منځه تلو له جدي خطر سره مخ دي، عربي پړانګ لا هم په یمن، سعودي عربستان او عمان کې لیدل کېږي.
د ملګرو ملتونو وېبپاڼې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په وروستیو کې د طبیعت ساتنې د نړیوالې اتحادیې له قوله ویلي چې په وحشي طبیعت کې د پاتې عربي پړانګانو شمېر له ۲۰۰ څخه نه اوړي.
ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ کال په جون میاشت کې پرېکړه وکړه چې د فبرورۍ ۱۰مه د عربي پړانګ نړیوالې ورځې په توګه ولمانځي.
یو شمېر عربي هېوادونه عربي پړانګ ته د کلتوري ارزښت او طبیعي تاریخي میراث په سترګه ګوري، له همدې امله یې د دې ژوي له منځه تلو د مخنیوي لپاره ګام اخیستی. دغو هېوادونو د خپلو اړوندو بنسټونو له لارې د عربي پړانګ د ساتنې، تکثیر او د هغه د طبیعي استوګنځای د خونديتوب لپاره بېلابېل اقدامات کړي دي.
سعودي عربستان العُلا ولایت کې د عربي پړانګ لپاره ځانګړی صندوق جوړ کړی، چې د "۲۰۳۰ لید" ستراتیژۍ یوه برخه ده. د دې صندوق رسمي وېبپاڼې له مخې، دا نوښت د چاپېریالي پایښت پیاوړتیا او په سعودي عربستان کې د غیرانتفاعي سوداګریز سکتور ودې ته ژمن دی.
د عربي پړانګ په اړه څومره پوهېږئ؟
دا که له اسیايي او افریقايي پړانګانو سره پرتله شي، عربي پړانګ د پيشو د کورنۍ په ژويو پورې مربوط تر ټولو کوچنی ډول دی، خو د عرب ټاپووزمې تر ټولو لوی ښکاري حیوان ګڼل کېږي. د دې پړانګ اندازه د افریقايي پړانګ شاوخوا نیمایي ته رسېږي.
د نارینه وزن یې ۲۴ تر ۳۴ کیلوګرامه او د ښځینه وزن ۱۸ تر ۲۳،۵ کیلوګرامه وي.
نارینه یې ۱،۸ تر ۲،۳ متره اوږد او د ښځینه ونې اوږدوالی یې ۱،۶ تر ۱،۸۲ پورې رسېږي.
عربي پړانګ اوسمهال د عمان، سعودي عربستان او یمن د وحشي طبیعت په ځانګړو سیمو کې ژوند کوي.
دا پړانګ په غرونو او ډبرینو ځایونو کې ژوند کوي او پورته ختلو کې ډېر مهارت لري او اوږده لکۍ یې د انډول ساتلو کې ورسره مرسته کوي.
د بدن رنګ او داغونه یې د ښکارېدونکي له سترګو پټېدو کې مرسته کوي او د نورو پړانګانو پرتله یې رنګ روښانه وي.
عربي پړانګان پر موږکانو او مرغانو سربېره په سیمه کې اوسېدونکي تی لرونکي ژوي لکه سوی، خنزیر او هوسۍ خوري.
د استوګنځایونو کمېدل او د ښکار کمښت یې د دې لامل شوی چې پر کورنیو حیواناتو برید وکړي، چې له امله یې خلک ښکار کوي او وژني.
عربي هېوادونه د عربي پړانګ د ساتنې او تکثیر لپاره اقدامات کوي
د ۲۰۲۴ ډیسمبر کې، د "ورد" په نوم یوې پړانګې درېګونې بچي وزېږول. دا بچي د "باهر" په نوم له عمانه راوړل شوي نر پړانګ سره له ملګرتیا وروسته زېږېدلي، چې موخه یې د عربي پړانګ د نسل ساتنه او تکثیر و.
د العُلا سلطنتي ادارې اعلان وکړ چې د دې زېږون له امله، د سیمې د تکثیر مرکز کې د عربي پړانګانو شمېر ۳۳ ته لوړ شو.
سعودي عربستان له ۲۰۱۹ کال راهیسې د عربي پړانګ د ساتنې لپاره هڅې پیل کړې، چې پکې د ولیعهد محمد بن سلمان په مشرۍ د العُلا په شمال لوېدیځ کې یو طبیعي ژغورځای (ممنوعه سیمه) جوړه شوه.
۲۰۲۰ کال کې، د سعودي عربستان لخوا د عربي پړانګ د ژغورنې لپاره نړیوال صندوق جوړ شو.
د چاپېریال ساتنې امنیتي ځواکونو خبر ورکړی چې د عربي پړانګ ښکار ته ۴۰۰ زره ریاله (شاوخوا ۱۰۰ زره ډالر) جریمه ټاکل شوې ده.
د عمان ضفار غرونه د عربي پړانګ مهم استوګنځای ګڼل کېږي، له همدې امله عماني چارواکو د دې ژوي ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.
د چاپېریال ساتنې دفتر د پړانګ د څار، زدکړې او ساتنې لپاره یو ځانګړی طبیعي ژغورځای (ممنوعه سیمه) جوړه کړې ده.
د خلکو د پوهاوي کچه لوړوي چې د پړانګ له ښکار کولو ډډه وشي.
د هغو مالدارانو تاوان جبیره کوي چې پړانګ یې څاروي ښکار کړي دي.
د عربي پړانګ د تکثیر ځانګړی مرکز جوړ شوی، چې د دې ژوي نسل ته وده ورکړي.
له ۲۰۱۴ کال راهیسې، د متحده عربي امراتو شارقه واکمن سلطان بن محمد القاسمي په مشرۍ، "د عرب ټاپووزمې چاپېریال کې د عربي پړانګ ساتنې" په نوم پروژه پیل شوې.
دا نوښت د پړانګانو طبیعي استوګنځای او د دوی د ښکار ژوي، لکه هوسۍ د استوګنې ځای ساتل هم شامل دي چې پړانګان خواړه وموندلی شي او په خپل استوګنځي کې ژوندي پاتې شي.
معلومه ده چې عربي پړانګ له انسانانو لرې ژوند کوي او په اسانۍ د هغوی استوګنځایونو ته نه نژدې کېږي، خو د خوړو نشتوالی ځینې وخت دوی دې ته اړباسي چې د انسان چاپېریال ته نژدې شي.
د ۲۰۲۰ په اپرېل میاشت کې، د یمن د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې د عربي پړانګ د ساتنې لپاره ځانګړې کمېټه جوړه کړه، چې د دغه ژوي د ښکار مخه ونیسي.
د ۲۰۰۹ کال د وزیرانو شورا پرېکړه وکړه چې عربي پړانګ د یمن د ملي سمبول په توګه وپېژني.
د یمن حکومت د ۱۹۹۵ کال د ۲۶ شمېرې پرېکړې له مخې، د عربي پړانګ ښکار او وژل منع اعلان کړل.
راپورونه ښيي چې عربي پړانګ د یمن په ډېرو ولایتونو کې اوسېږي، چې پکې الضالع، ابین، عمران، حجه او المهره شاملې دي.
خو د دې ژوي د ساتنې لپاره کافي تدابیر نه دي نیول شوي او د یمن د ګاونډیو هېوادونو پرتله د دې حیوان ساتنه کمزورې ده.
په وروستیو کلونو کې د فعالانو لخوا د عربي پړانګ د وژل کېدو ګڼ انځورونه خپاره شوي، چې د چاپېریال ساتنې ادارې هم ورباندې غبرګون ښودلی.
د بېلګې په توګه، د ۲۰۲۳ په مې میاشت کې، په یافع کې یو عربي پړانګ ووژل شو.
همداراز، د ۲۰۲۱ په جولای میاشت کې، سیمهییزو ورځپاڼو راپور ورکړ چې په ابین ولایت کې دوه عربي پړانګان وژل شوي دي.