تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند کې واورين پړانګان؛ شمېر يې ۷۱۸ ښودل شوی
د هند د چاپېريال وزارت وايي د لومړي ځل لپاره يوه سروې ښيي چې په دغه هېواد کې ۷۱۸ واورين پړانګان ژوند کوي.
دا په دې معنی ده چې په نړۍ کې د ټولو وارين پړانګانو د نفوس له ۱۰ تر ۱۵ سلنه يې په هند کې دي.
د طبيعت د ساتنې نړيوالې ټولنې (IUCN) واورين پړانګ د يوه زيان منوننکي ځناور په توګه ياد کړی. دا ډله هغه حيوانات دي چې د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي. د استوګنې د سيمې له منځه وړلو نيولې تر ښکار او د زيربناو تر پراختيا پورې.
دغه سروې چې په نړۍ کې د واورين پړانګانو د شمېر معلومولو برخه وه له ۲۰۱۹ کال څخه تر ۲۰۱۳ پورې ترسره شوې ده.
په دې سروې کې په هند کې د هماليا غرونو شاوخوا ۱۲۰ زره کيلومتره مربع سيمه ارزول شوې ده.
د هند د چاپېريال وزارت وايي، تر وروستيو کلونو پورې په هند کې د واورين پړانګانو د ارزونو نشتوالي له کبله يې شمېر او د ساحې په اړه معلومات نه و.
په دې سروې کې په هند کې د واورين پړانګانو د استوګنځایونو شاوخوا ۷۰ سلنه سيمه چې په کې لداخ، جمو کشمير، هېماچل پردېش، اتراکنډ، سيکېم او اروناچل پردېش شامل دي ارزول شوي.
په سروې کې د کامرو پر مټ ۲۱۴ واروين پړانګان ليدل شوي چې د نورو ترلاسه شويو معلوماتو په مرسته يې په ټول هېواد کې شمېر ۷۱۸ اټکل شوی دی.
د هند تر څنګ د افغانستان، بوتان، چين، قزاقستان، قرغيزستان، منګوليا، نيپال، پاکستان، روسيه، تاجکستان او ازبکستان په غرونو کې هم واورين پړانګان موندل کېږي.