مور خپل ۱۵ میاشتنی زوی د پړانګ له خولې ژغورلی

دا د یوې داسې مور کیسه ده، چې خپل ژوند ته له پام پرته یې خپل ۱۵ میاشتنی زوی د پړانګ له خولې وژغوره.

پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې ارچنا له خپل زوی سره د هند د مدهیه پردېش ایالت په یوه کلي کې له خپل کور سره نژدې کرونده کې په کار بوخته وه چې پړانګ پرې ورغلی.

پرانګ د بوټو له منځه له راوتلو وروسته د ارچنا پر ماشوم حمله کړې.

هغه سره له دې چې وېرېدلې وه، خو فکر یې ورټول کړی او سملاسي یې ورمنډه کړې چې خپل زوی د پړانګ له خولې وژغوري.

پړانګ چې د دغې مور په اراده پوه شوی نو پر ارچنا یې برید کړی.

د ارچنا او د پړانګ په شور او غوغا کلیوال خبر شوي او له ډانګو او کوتکو سره ورغلي.

همدې اخ او ډب کې ارچنا وکولی شول چې خپل زوی د پړانګ له مخې لیرې کړي.

پړانګ چې پام شوی ښکار یې له خولې وتلی، نو په کلیوالو یې برید کړی او کلیوالو هم په ځواب کې ښه ډبولی دی.

اوس د دې سیمې خلک د پړانګ له لاسه په وېره کې دي. دا پړانګ کله د شپې او کله هم د ورځې د کلي شاوخوا ګرځي.

د ارچنا او پړانګ ترمنځ شخړه کې دا خپله او زوی یې ټپيان شوي دي.

د نوموړې ډاکټرې میتی روهیلا بي بي سي ته وویل، د ماشوم پر بدن ټپونه جدي نه دي، خو مور یې سخته ټپي شوې ده.

سخته ټپي شوې مور

ډاکټره روهیلا وايي:"عموماً موږ هغو کسانو ته چې وحشي ځناورو داړلي وي ځانګړې پیچکارۍ ورکوو."

نوموړې زیاتوي، چې دا بیچکاري یې مور او زوی دواړو ته ورکړې ده.

د دې ډاکټرې په خبره، چې د مور په ملا کې د پړانګ منګولې ژورې تلل دي او ټپونه یې ژور دي له همدې کبله د ارچنا سږو ته هم میکروب رسیدلی دی.

د سیمې ډاکټرانو د ژورو ټپونو له کبله ارچنا او د هغې زوی ۱۶۵ کیلیومتره لېرې بل روغتون ته استولي دي.

دې روغتون کې ارچنا د ځانګړې پاملرنې په خونه کې بستري شوې او هلته هیچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې ورسره وګوري.

د دوی په سیمه کې یوازې د پړانګګانو وېره نه ده، بلکې وحشي پیلانو هم پکې دېره اچولې ده.

په ۲۰۱۸ کال د ارچنا د کلي شاوخوا کې ۴۶ يیلان ځای په ځای شوي وو.

هند کې د وحشي ځناورو اړونده اداره وايي، له ۲۰۱۸ کال پخوا په دې سیمه کې پیلان نه وو.

خو د کلیوالو په وینا، په دې وروستیو کې د پیلانو یوه رمه د دوی په کلي ورننوتلې او د دوی کروندې یې زیانمنې کړې دي.

له دې ټولو پېښو وروسته اوس دې سیمه کې او د ځنګلونو شاوخوا کلي اوسېدونکې سخت اندېښمن دي.