تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پړانګ ۵ میاشتو کې ۱۳۰۰ کیلومتره مزل رېکارډ جوړ کړی
په هند کې یوه پړانګ د دې هېواد په تاریخ کې په ښکار پسې تر ټولو اوږد، یعنی پوره ۱۳۰۰ کیلومتره مزل کړی دی. کارپوهان وایي چې دې دوه نیم کلن پړانګ خپل دا مزل په پنځو میاشتو کې بشپړ کړی.
دوی په دې باور دي چې دې پړانګ ښکار لټاوه، یا یې ملګرې پکار وه او یا یې هم ځان ته نوې سیمه موندله.
د دې پړانګ په غاړه کې څارونکې اله نسب ده، او خپل مزل یې په تېره جون میاشت کې د مهاراشتره ایالت د پړانګانو له یوه خوندي ځای نه پیل کړ.
په تېرو پنځو میاشتو کې دا پړانګ له سیندونو، لویو لارو او فارمونو تېر شوی او ګاونډي ایالت ته اوښتی. د دې مزل په ترڅ کې یوازې یو ځل دا پړانګ له انسانانو سره مخامخ شوی، او هغه پېښه کې یې یو تن ټپي کړی هم و.
دا پړانګ "سي ون" نومېږي او په تېره فبرورۍ میاشت کې یې غاړه کې څارونکې اله وتړل شوه.
د هند د ځنګلي ژویو ادارې چارواکي وایي، دې پړانګ په یوه مخامخ لیکه کې سفر نه دی کړی او په تېرو نهو میاشتو کې په کابو ۵۰۰۰ ځایونو کې پاتې شوی.
څارونکي وایي، دې پړانګ تر ډېره د شپې لخوا سفر کاوه او د ځنګي سرکوزو او نورو حیواناتو ښکار یې کاوه.
اوس چارواکي وایي، د کومې بدې پېښې مخنیوي لپاره دوی ښایي اړ شي چې دا پړانګ ونیسي او نژدې ځنګه ته یې خوشی کړي.
دوی سره دا اندېښنه هم ده چې د پړانګ غاړه کې د څارونکې الې بټرۍ کې چارج په ختمېدو دی، او که بټړۍ ختمه شوه نو بیا د سټېلایټ له لارې د پړانګ مزل او ځایګی مالومول به ناشوني وي.
کارپوهان وایي، په هند کې د پړانګانو شمېر ډېر شوی، خو د ګرځېدو لپاره یې ازاده سیمه کمه شوې ده او د خواړو لپاره یې ښکار هم په اسانه نه موندل کېږي.
د دوی په وینا، د هر پړانګ لپاره په شاوخوا چاپېریال کې باید کابو ۵۰۰ نور حیوانات شته وي چې دی یې د خواړو لپاره ښکار وکړي.