د پړانګ او سپي لوبه

د خواله رسنیو کاروونکي د وحشي ځناورو د بچو هغه تصویرونه لاس په لاس کوي او خوښوي، چې د چین په یوه ژوبڼ کې اخیستل شوي دي.

دغو تصویرونو کې چې د پنجشنبې پر ورځ اخیستل شوي دي، د زمري او پړانګ بچي وینو چې د سپي له بچي سره لوبې کوي.

د سپین، برګ او سایبریايي پړانګانو او افریقايي زمري بچیانو ته چې خپلو مېندو پرې ایښي دي له دوی سره د لوبېدونکي کونګري یا کوتري مور شېدې هم ورکړې.

د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، د ځناورو دغه بچي یو ځای لویږي او له یوه بل سره ډېر وخت تېروي.

د بیجینګ ژوبن مسوولین وايي، دوی وکولای شول د یږانو، کانګرو او بیزوګانو هغه بچي لوی کړي، چې مېندو پرې ایښي دي.

دغه تصویرونه پر ټویټر پاڼه زرګونه ځله لاس په لاس شوي دي.