اووه بي-۲ او ۱۲۵ الوتکې: څنګه امریکا د ایران پر اټومي تاسیساتو برید وکړ؟

امریکايي بم غورځوونکو (بي ۲) الوتکو چې سنګرونه له منځه وړونکي بمونه لېږدوي، له برید وروسته امریکا ته ستنې شوې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امریکايي بم غورځوونکو (بي ۲) الوتکو چې سنګرونه له منځه وړونکي بمونه لېږدوي، له برید وروسته امریکا ته ستنې شوې دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، د یکشنبې سهار وختي یې د هېواد پوځ پر درېیو اټومي ایرانیو بټیو - فوردو، نطنز او اصفهان - یو "ډېر بریالی برید" کړی دی.

ټرمپ ‌پر خپله رسنۍ (ټروت) ویلي: '"موږ خپل برید په بشپړ ډول ترسره کړ. اصلي هدف فوردو و، چې ورباندې د بمونو پوره ټولګه غورځول شوې ده او اوس ټولې الوتکې د ایران له فضا وتلې دي."

د ټرمپ دا اعلان یوازې دوه ورځې وروسته له هغه وشو چې ویلي یې وو "په دوو اونیو کې" به دا پرېکړه وکړي چې پر ایران د اسرائیلو له برید سره یوځای شي.

د راپورونو له مخې، امریکايي بم غورځوونکو (بي ۲) الوتکو چې سنګرونه له منځه وړونکي بمونه لېږدوي، له برید وروسته امریکا ته ستنې شوې دي.

د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) په وینا، دا د "بي-۲" ستراتیژیکو بم‌ویشتونکو تر ټولو لوی عملیات وو چې تر اوسه د امریکا په تاریخ کې ترسره شوي دي.

او دا لومړی ځل و چې واشنګټن د "جي بي يو-۵۷" ډول زورورو او د پټن‌ځایونو ضد بمونو څخه کار واخیست، چې ۱۳ ټنه وزن لري او کولی شي له چاودېدو وړاندې لسګونه متره ژور نفوذ وکړي.

تهران مخکې خبرداری ورکړی و، که ټرمپ پر ایران برید وکړي، نو د امریکا پر ځواکونو به په منځني ختیځ کې د غچ اخیستلو بریدونه وکړي. خو د امریکا ولسمشر د "سولې" غږ وکړ.

ټرمپ ټینګار وکړ: "په نړۍ کې بل داسې پوځ نشته چې دا کار دې وکړای شي. اوس د سولې وخت دی."

په دې راپور کې، بي بي سي د "بي-۲" الوتکو په اړه جزییات ورکوي:

د "بي-۲" الوتکو اهمیت څه دی؟

بي۲

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، او دا لومړی ځل و چې واشنګټن د "جي بي يو-۵۷" ډول زورورو او د پټن‌ځایونو ضد بمونو څخه کار واخیست، چې ۱۳ ټنه وزن لري او کولی شي له چاودېدو وړاندې لسګونه متره ژور نفوذ وکړي.

امریکایي پوځ له هغه مخکې چې ډونلډ ټرمپ د ایران د درېیو اټومي ځایونو د بمبارۍ اعلان وکړ، د بي-۲ ډول پټو الوتکو یوه ډله د ارام سمندر په منځ کې امریکا د ګوام ټاپو ته واستوله. دا اقدام په دې معنا دی چې امریکا په رسمي توګه له اسرائیلو سره یوځای د ایران د اټومي تاسیساتو پر ضد په بریدونو کې برخه اخیستې ده.

دغه سترې الوتکې یوازینۍ هغه دي چې کولای شي داسې بمونه ولېږي چې د ایران تر ټولو خوندي اټومي تأسیسات، لکه فوردو ــ چې د یو غره لاندې ژور خښ شوی ــ وولي او ویجاړ یې کړي.

شبح الوتکې هغه دي چې د پټ پاتې کېدو تکنالوژي لري، څو د هوايي دفاع د رادارونو له خوا ونه موندل شي. امریکايي چارواکو د دغو الوتکو د ځای پر ځای کولو په اړه څه نه دي ویلي.

دغه الوتکې له میسوري ایالت څخه ګوام ته استول کېږي. ګوام د فوردو ختیځ ته شاوخوا ۹۵۰۰ کیلومتره واټن لري.

دا الوتکې دومره غټې دي چې د هغوی د وزرو اوږدوالی یې له ۵۰ مترو زیات دی او یوازینۍ الوتکې دي چې کولای شي د GBU-57 ډول دروند بم (د پټنځایونو ضد قوي بم) ولېږدوي. دا بم شاوخوا ۳۰ زره پاوه (۱۳۶۰۸ کیلوګرامه) وزن لري او ي ژور پټن‌ځایونه او ځمکتل پرې ویشتلی او سوری کولی شي. کارپوهان وایي دا ډول بم د فوردو په څېر ژور خښ اټومي مرکز د ویجاړولو لپاره اړین دی.

باور کېږي چې د فوردو اټومي تأسیسات شاوخوا ۱۰۰ متره د ځمکې لاندې له ټینګ اوسپنیز کانکریټ لاندې پټ دي.

سره له دې چې اسرائیل پیاوړی هوايي ځواک لري، خو د داسې درنو بمونو امکانات نه لري، نو ځکه د امریکا تخنیکي ملاتړ ورته حیاتي دی.

بي۲

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا الوتکې دومره غټې دي چې د هغوی د وزرو اوږدوالی یې له ۵۰ مترو زیات دی او یوازینۍ الوتکې دي چې کولای شي د GBU-57 ډول دروند بم (د پټنځایونو ضد قوي بم) ولېږدوي.

تر اوسه دا روښانه نه ده چې ولې دغو الوتکو ته د تګلوري لپاره ګوام ټاپو وټاکل شو، خو امریکايي چارواکو بي بي سي ته ویلي چې د ګوام هوايي اډه د دییګو ګارسیا پرتله د پټو عملیاتو له پلوه غوره ګڼل شوې ده.

تېره اونۍ، لږ تر لږه ۳۰ امریکایي پوځي الوتکې له امریکا اروپا ته ولېږدول شوې. د بي بي سي د الوتنو د تعقیب له معلوماتو سره سم، دا ټولې لېږدوونکي پوځي الوتکې وې چې د جنګي الوتکو او د سونتوکو د بیا ډکولو لپاره کارول کېږي. د Flightradar24 وېب‌پاڼې پر بنسټ، له دې الوتکو لږ تر لږه اووه یې (د KC-135 ډول) د اسپانیا، سکاټلنډ او انګلستان په امریکايي هوايي اډو کې تم شوې دي.

دا خوځښتتونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې راپورونه وايي امریکا خپله د "یو ایس ایس نيمیتز" الوتکې لېږدوونکې بیړۍ له چینایي سمندره منځني ختیځ ته انتقال کړې ده. دغه بېړۍ د جنګي الوتکو یوه ټولګه له ځانه سره لري او د توغندیو لرونکو څو ویجاړوونکو بېړیو (ډیسترویرونو) له خوا یې ملتیا کېږي.

همداراز، امریکا جنګي الوتکې F-16، F-22 او F-35 هم منځني ختیځ ته انتقال کړې دي، چې دا خبره درېیو نظامي چارواکو تېرې سه شنبې ورځ رویټرز خبري آژانس ته تایید کړې.

هغه الوتکې چې په تېرو څو ورځو کې اروپا ته لېږدول شوې، د دې لپاره کارول کېدای شي چې نویو استول شویو جنګي الوتکو ته هواي کې سونتوکي ورسوي.