هغه ځواکمن امریکایی بم چې د ایران ځمکتلو کې اټومي پټنځایونه له منځه وړلی شي

د عکس سرچینه، US Air Force
- Author, لویس باروچو
- دنده, بيبيسي نړیوال سروېس
له هغو وسلو چې د ایران تر ځمکې لاندې اټومي بټۍ ویشتلی شي، یوه تر ټولو پیاوړې او ځانګړې وسیله لا هم نه ده کارول شوې - او تر اوسه د اسرائیلو لاس ته هم نه ده لوېدلې:
زورور نفوذي بم یا GBU-57A/B Massive Ordnance Penetrator (MOP)، چې د نړۍ تر ټولو لوی غیر اټومي "سنګر ماتوونکی" بم دی او یوازې امریکا یې لري.
دا دقیق لارښود شوی، ۳۰،۰۰۰ پاوه (۱۳،۶۰۰ کیلوګرامه) وسله په بالقوه توګه د ایران د ځمکې لاندې د اټومي سونتوکو غني کولو فوردو کمپلیکس ته ننوتلی شي، چې د غره دننه ژور ځمکتل کې جوړ شوی دی.
امریکا تر اوسه دا بم اسرائیلو ته نه دی ورکړی.
د امریکا د حکومت په وینا، GBU-57A/B "یوه لویه نفوذي وسله ده چې پر ژورو ښخ شویو او سختو سنګرونو او تونلونو د برید کولو وړتیا لري."
د شپږ مترو په اوږدوالي سره، داسې انګېرل کیږي چې دا د چاودنې دمخه له سطحې شاوخوا ۲۰۰ فوټ (۶۱ متره) لاندې د ننوتلو وړتیا لري. ډېری بمونه په پرله پسې ډول غورځول کېدی شي او په مؤثره توګه له هرې چاودنې سره ژور ژورې کندې جوړولی شي.
د بوینګ لخوا جوړ شوی، MOP هېڅکله په جګړه کې نه دی کارول شوی خو د نیو میکسیکو ایالت کې د متحده ایالاتو د پوځ د ازموینې ساحه، د سپینې سینډز توغندیو رینج کې ازمول شوی.
افغانستان کې د "بمونو مور" کارول

د عکس سرچینه، DVIDSHUB.NET
دا د لویو وسلو له هوايي چاودنې یا (MOAB) ډېر پیاوړی دی، ۲۱،۶۰۰ پاوه (۹،۸۰۰ کیلوګرامه) وسله چې د "ټولو بمونو مور" په نوم پېژندل کېږي او په ۲۰۱۷ کې د افغانستان کې په ننګرهار ولایت کې کارول شوی و.
د بریتانیا کې برادفورډ پوهنتون کې د سولې د زدکړو پخوانی استاد وپاول راجرز وايي:
"د امریکا د هوايي ځواکونو ټوله هڅه دا وه چې داسې وسلې جوړې کړي چې له MOAB سره په عمومي ډول ورته اندازه ولري، خو چاودېدونکی مواد به یې د یوه ډېر سخت فلزي پوښ دننه وساتل شي. نتیجه یې د GBU-57A/B، یعنې د لوی نفوذي بم (Massive Ordnance Penetrator) جوړښت و".
اوس مهال، یوازې د متحده ایالاتو B-2 Spirit - چې د پټ بمبار په نوم هم پېژندل کېږي - د MOP رسولو لپاره تنظیم او جوړه شوې. دا الوتکه، چې ډېری وختونه د B-2 په نوم یادېږي، د نارتروپ ګرومن لخوا تولید شوې او د متحده ایالاتو د هوایي ځواک په وسلو کې یو له خورا پرمختللو جنګي الوتکو ده.
د جوړوونکي په وینا، B-2 کولی شي د 40,000 پاوه (18,000 کیلوګرامه) بار وړونکی موټر ولېږدوي. په هرصورت، د متحده ایالاتو هوایي ځواک ویلي دوی په بریالیتوب د B-2 ازموینه کړې چې دوه GBU-57A/B بنکر بسټرونه لېږدوي – یعنې ټول وزن یې شاوخوا ۶۰۰۰۰ پاوه (۲۷۲۰۰کیلوګرامه) دی.
د نورتروپ ګروومن په وینا، دا دروند اوږد واټن بم غورځوونکې الوتکه د تېلو له ډکولو پرته شاوخوا ۷،۰۰۰ ميله (۱۱،۰۰۰ کیلومتره) واټن طي کولی شي او که په الوتنه کې یو ځل تېل ډک کړي نو تر ۱۱،۵۰۰ ميله (۱۸،۵۰۰ کیلومتره) پورې الوت کولای شي - چې دا د نړۍ تقریباً هر ځای ته د ساعتونو په ترڅ کې رسېدلو وړتیا ورکوي.
پروفیسر راجرز وایي که کله هم MOP بم د داسې دوښمن پر ضد وکارول شي چې پرمختللې هوايي دفاعي سیستم ولري، لکه ایران، نو د B-2 بم غورځووونکو سره به نورې الوتکې هم ملګري وي. مثلاً، د F-22 پټ برید الوتکې به د دوښمن دفاع کمزورې کړي او وروسته به بېپیلوټه الوتکې زیان وارزوي او معلومه کړي چې نورو بریدونو اړتیا لري که نه.
هغه اټکل کوي چې امریکا د دغو MOP بمونو محدود شمېر لري.
هغه وایي: "شاید دوی عملي ذخیره کې شاوخوا ۱۰ یا ۲۰ بمونه ولري."

د عکس سرچینه، Whiteman Air Force Base
ایا د MOP بم به پر ایران وکارول شي؟
د نظنز اټومي یورانیمو بډایه کولو له بټۍ وروسته د فوردو مرکز د ایران دویم اټومي غنيکولو بټۍ ده او له کلونو راهیسې د نړیوالو د اندېښنو یو مهم ټکی هم دی.
دا تاسیسات د قم ښار ته نژدې، شاوخوا ۹۵ کیلومتره د تهران جنوب لوېدیځ ته، په غره کې د ننه شوي دي.
د جوړولو کار یې شاخوا ۲۰۰۶ کې پیل شوی او په ۲۰۰۹ کې یې فعالیت پیل کړ. شاوخوا ۸۰ متره (۲۶۰ فوټه) د ډبرو او خاورې تر لاندې ښخ دی.
راپورونه وایي چې دا ځای د ایراني او روسي توغندیو دفاعي سیسټمونو لخوا خوندي شوی دی.
د IAEA په وینا، په مارچ ۲۰۲۳ کې په همدې ځای کې داسې یورانیم موندل شوی چې تر ۸۳.۷٪ پورې غني شوی و - چې دا تقریباً د اټومي وسلې درجه بلل کېږي.
د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي هدف یې د ایران د توغندیز او اټومي پروګرام له منځه وړل دي، چې "د اسرائیلو لپاره یو وجودي ګواښ" ګڼل شوی.
د اسرایئلو سفیر یکیل لیټر هم فاکس نیوز ته ویلي: "دا ټول عملیات باید د فوردو په له منځه وړلو سره بشپړ شي."
خو اسرائیل په یوازې سر ددغه بم کارولو وړتیا نه لري او امریکا به اجازه ورنه کړي چې له مستقیمې ښکېلتیا پرته یې وکاروي.
پروفیسر پال راجرز وایي، "اسرائیل دا ډول غټه "نفوذي وسله" نه لري او نه هم دا صلاحیت لري چې دا بم انتقال کړي.
"امریکا به اسرائیل ته اجازه ور نه کړي چې دا بم پخپله وکاروي. او اسراییل دومره لوی نفوذي بمونه هم نه لري."
ایا امریکا به دا بم وکاروي که نه، دا ډېر په دې پورې تړلې ده چې امریکا څومره چمتو ده خپله ښکېلتیا پراخه کړي - په ځانګړي ډول د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په مشرۍ کې.
پروفیسر راجرز زیاتوي: "دا واقعاً پر دې پورې اړه لري چې ټرمپ څومره په بشپړه توګه غواړي د اسرائیلیانو مرسته وکړي."
په کاناډا کې د G7 غونډې پر مهال، له ټرمپ وپوښتل شول چې واشنګټن به د پوځي ښکېلتیا لپاره څه ته اړتیا ولري؟ هغه ځواب ورکړ: "زه نه غواړم د دې په اړه وغږېږم."
له اې بي سينیوز سره په یوه تازه مرکه کې له سفیر لیټر وپوښتل شول چې امریکا به د فوردو پر ضد برید کې ګډون وکړي که نه؟ هغه وویل چې اسرائیل له امریکا یوازې دفاعي مرسته غوښتې ده.
هغه وویل: "موږ څو بېلابېل پلانونه لرو ... چې موږ ته دا وړتیا راکوي له فوردو سره مقابله وکړو."
"نه هر څه د دې معنا لري چې الوتکې پورته شي او له لیرې بمباري وکړي."
ایران تل ویلي چې د دوی اټومي پروګرام یوازې د سولهییزو موخو لپاره دی او دوی هېڅکله یې د اټومي وسلې د جوړولو هڅه نه ده کړې.
خو تېره اونۍ د IAEA د ۳۵ هېوادونو د استازو بورډ د ۲۰ کلونو له تېرېدو وروسته، لومړی ځل دا رسمي پرېکړه وکړه چې ایران له خپلو د نه خپرولو مکلفیتونو سرغړونه کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
لوبه بدلوونکی"
که څه هم اسرائیلو په وروستیو کې د ایران پر اټومي تأسیساتو هوایي بریدونه کړي، خو پروفیسر راجرز باور لري چې دا بریدونو به احتمالاً د ایران ژور ښخ اټومي مرکزونه نه وي زیانمن کړي.
هغه وایي: "داسې څه لکه MOP بم ته اړتیا ده، چې هغه کار وکړي چې اسرائیل یې پخپله نشي کولای."
کلسي ډاونپورټ، چې د وسلو د کنټرول ټولنې د وسلو د نهخپرېدو د تګلارو مشره ده وایي:
"تر هغه چې د فوردو مرکز فعال وي، ایران لا هم د لنډمهاله اټومي پراخېدو یو خطر لري.
تهران هلته یورانیم د وسلې تر کچې بډایه کولی شي یا یې نورو پټو ځایونو ته ولېږدوي."
خو حتی که MOP بم هم وکارول شي، لا هم د بریالیتوب تضمین نه شته - ځکه د ایران د تاسیساتو دقیق ژوروالی او خوندیتوب معلوم نه دی.
پروفیسر راجرز وایي: "دا ځانګړی بم تر ټولو غوره احتمال لري چې د ایران تر ځمکې لاندې اټومي وړتیاوې له منځه یوسي. خو دا چې دا به واقعاً وتوانېږي - څوک نه پوهېږي."











