د ایران اټومي پروګرام څه دی او امریکا څه غواړي؟

ایران

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د ایران بوشهر اټومي بټۍ

تهران کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي، اسرائیل وايي بریدونه یې کړي او د غچ اخیستلو اټکل کوي. د اسرائیلو د دفاع وزیر اسراییل کاتس اعلان کړی چې دغه هېواد پر ایران "له وړاندې برید" کړی دی. دا اعلان د جمعې په سهار ۱:۲۱ بجې شوی، هممهاله له تهرانه د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.

په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي: "د ایران پر ضد د اسرائیلو له مخکیني برید وروسته، تمه کېږي چې ایران به ژر پر اسرائیلو او د دې هېواد پر ولسي وګړو د توغندیو او ډرون بریدونه وکړي.

له همدې امله، او د ملکي دفاع قانون له مخې، د دفاع وزیر اسراییل کاتس یو ځانګړی فرمان لاسلیک کړی چې له مخې به د اسرائیلو په ټوله کورني جبهه کې یو ځانګړی بېړنی حالت نافذ شي.

"خلک باید د کورني جبهې د قوماندې او اړوندو چارواکو لارښوونو ته غاړه کېږدي او د خوندي ځایونو دننه پاتې شي."

دا پرمختګونه د سیمه‌يیز کړکېچ یوه نوې او خطرناکه مرحله ښيي، په داسې حال کې چې نړیوالې ټولنې د وضعیت له لا خرابېدو اندېښمنې دي.

ولې ایران ته د اټومي وسلو د جوړولو اجازه نه ورکول کېږي؟

ایران وايي اټومي پروګرام یې یوازې د ملکي اهدافو لپاره دی. دا هېواد که څه هم ټینګار کوي چې د اټومي وسلو د جوړولو هڅه نه کوي، خو ډېر هېوادونه او د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس قانع نه دي.

د ایران د هوډ په اړه شکونه ۲۰۰۲ کال کې تر هغې وروسته لا زیات شول چې د پټو اټومي تاسیساتو څرک یې ولګېد.

دغه کار د اټومي وسلو نه خپرېدو تړون (NPT) په نوم هوکړه ماته کړه چې ایران او نږدې نورو ټولو هېوادونو لاسلیک کړې ده.

د اټومي وسلو نه خپرېدو تړون (اېن‌پي‌ټي) هېوادونو ته دا اجازه ورکوي چې د روغتیا، کرنې او انرژۍ په څېر اهدافو لپاره غیر پوځي اټومي ټېکنالوژۍ وکاروي. خو د اټومي وسلو د جوړولو اجازه نه ورکوي.

د ایران اټومي پروګرام څومره پرمختللی دی؟

ایرن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا عکس اسفهان کې د یورانیمو بډاینې په تاسیساتو کې اخیستل شوی

له هغې راوروسته چې امریکا په ۲۰۱۸ کال کې د 'ګډ اقدام جامع پلان' (JCPOA) په نوم له شوي اټومي تړونه د وتلو اعلان وکړ او له سره یې بندیزونه ولګول، ایران د ځوابي ګام په ډول ځینې مهمې ژمنې ماتې کړې دي.

دغه هېواد د یورانیمو بډاینې لپاره زرګونه پرمختللي سنټرفیوجونه (د تصفیې ماشینونه) لګولي، هغه څه چې د ګډ اقدام په جامع پلان یا JCPOA کې منع شوي وو.

د اټومي وسلو جوړولو لپاره داسې یورانیمو ته اړتیا ده چې ۹۰ سلنه نګه بډای شوي وي.‌

د 'ګډ اقدام جامع پلان' تړون کې ایران ته یوازې د دې اجازه ورکړ شوې وه چې تر ۳۰۰ کیلو ګرامو پورې ۳ اعشاریه ۶۷ سلنه غني شوي یورانیم ساتلی شي. د دومره کچې نګه یا خالص یورانیم ملکي اټومي انرژۍ او څېړنو لپاره کافي دي، خو اټومي بم کې نه شي کارېدای.

د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس د ۲۰۲۵ کال مارچ کې وویل چې ایران شاوخوا ۲۷۵ کیلو ګرامه داسې یورانیم لري چې تر ۶۰ سلنې پورې بډای شوي. که تهران دغه یورانیم لږ څه نور هم تصفیه کړي، نو په تیوریکي ډول د نیم درځن اټومي بمونو جوړولو لپاره کافي دي.

امریکايي چارواکو ویلي دوی اندي چې ایران کولی شي دا یورانیم په یوه اونۍ کې دننه دننه یوه بم لپاره د اړتیا وړ کچې موادو باندې واړوي. خو دوی هممهاله دا هم ویلي چې د ایران لخوا به د اټومي وسلو جوړېدل له یو کال څخه تر ۱۸ میاشتو پورې وخت واخلي. ځینې کارپوهان وايي اټومي وسلو لپاره "اومه" وسیله تر شپږو میاشتو یا له هغې په لږ وخت کې جوړیدای شي.

ولې ټرمپ له پخواني اټومي تړونه ووت؟

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ ۲۰۱۸ کال کې د ایران له اټومي تړونه د وتلو فرمان لاسلیک کړ

ملګرو ملتونو، امریکا او اروپايي ټولنې له ۲۰۱۰ کال راهیسې پر ایران د دې شک له کبله پراخ اقتصادي بندیزونه ولګول، چې ګوندې اټومي پروګرام د بم جوړولو لپاره پر مخ بیايي.

دغو بندیزونو نړیوالو بازارونو کې د ایراني تېلو د پلورل کېدو مخه ونیوه او بهر کې یې تر ۱۰۰ میلیارد ډالرو پورې شتمنۍ کنګل شوې. اقتصاد یې مخ په ځوړ او د اسعارو ارزښت یې د ریکارډ تر کچې پرېوت چې پایله کې یې انفلاسیون هم پام‌وړ لوړ شو.

ایران او د نړۍ شپږو ځواکمنو هېوادونو - امریکا، بریتانیا، چین، فرانسې، روسیې او جرمني له کلونو کلونو خبرو اترو وروسته په ۲۰۱۵ کال کې د ګډ عمل پر جامع پلان JCPOA هوکړه وکړه.

د دغه تړون له مخې، خپل اټومي پروګرام کې د ایران فعالیتونه محدودېدل او ترڅنګ یې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس څارونکو د دغه هېواد ټولو اټومي تاسیساتو ته لاسرسی او د دې اجازه مونده چې مشکوک ځایونو وپلټي.

بدل کې ځواکمنو هېوادونو منلې وه چې پر ایران لګېدلي بندیزونه لغوه کړي.

ټاکلې وه چې JCPOA تر ۱۵ کلونو دوام وکړي او تر هغې وروسته محدویتونه پای ته رسېدل.

کله چې ډونلډ ټرمپ تېر ځل واک ته ورسېد، ۲۰۱۸ کال کې یې امریکا چې د دې هوکړې یو مهم اړخ و- له تړونه وایسته.

هغه دا "بده هوکړه" بلله ځکه چې د نوموړي په وینا له یوې خوا دایمي نه وه او له بلې خوا پکې د ایران د بالیستیک توغندیو پروګرام په ګډون نور شیان نه وو شامل.

ټرمپ د "اعظمي فشار" د کمپاین یوې برخې په توګه پر ایران بېرته بندیزونه ولګول چې دغه هېواد د یوې نوې او پراخې هوکړې لپاره خبرو اترو ته کیناستو ته اړباسي.

د ټرمپ دې پرېکړه کې په ځانګړې توګه د اسراییل په ګډون د امریکا سیمه‌ییزو متحدانو چې د پخواني تړون مخالف وو، اغېزه درلوده.

اسراییل ادعا کوي چې ایران لا هم پټ اټومي پروګرام تعقیبوي او همدا راز یې دا خبرداری هم ورکړی چې دغه هېواد به د بندیزونو له کمېدو سره میلیاردونه ترلاسه کېدونکي ډالر د خپلو پوځي فعالیتونو پر پیاوړتیا ولګوي.

امریکا او اسراییل اوس څه غواړي؟

ایرن

د عکس سرچینه، Reuters / Getty Images

د عکس تشریح، ټرمپ په مارچ کې د ایران مشر ایت‌الله علي خامنه‌ای ته د اټومي مذاکراتو لپاره لیک استولی و

داسې ښکاري چې د ټرمپ لخوا له ایران سره د مذاکراتو اعلان اسراییل حیران کړي دي. هغه له اوږدې مودې راهیسې ټینګار کاوه چې دی به د پخوانۍ هوکړې پرتله "غوره" تړون وکړي. خو ایران بیا تر اوسه د نوي تړون په اړه له سره د خبرو پیلول رد کړي دي.

ټرمپ مخکې خبرداری ورکړی و چې که ایران نوې هوکړه ونه کړي "بمبار به وشي".

د هغه د ملي امنیت سلاکار مایک والټز ویلي، ټرمپ غواړي چې د ایران اټومي پروګرام په "بشپړ ډول له منځه ولاړ شي." نوموړي زیاته کړې چې په دې کې د یورانیمو بډاینه، د وسلو جوړول او د ستراتېژیکو توغندو پروګرام ټول شاملېږي.

که څه هم ټرمپ ویلي چې خبرې به "مستقیمې" وي، خو د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي په عمان کې غیر مستقیمې خبرې کېږي.

هغه ویلي ایران چمتو دی چې له امریکا سره خبرو ته کښیني، خو لومړی باید ټرمپ دا ومني چې هېڅ "پوځي غوراوی" نشته.

د ټرمپ له اعلان وروسته د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل، یوازېنۍ د منلو وړ هوکړه به دا وي چې ایران پکې د خپل اټومي پروګرام له منځه وړلو ته غاړه کېږدي. هغه زیاته دا په دې مانا ده چې "موږ ورشو، تاسیسات والوځوو او ټول تجهیزات د امریکا تر څارنې او اجرااتو لاندې له منځه یوسو. "

اوس به د اسراییل تر ټولو لویه وېره دا وي چې ټرمپ ښايي د ایران له بشپړې تسلیمۍ پرته یو جوړجاړی ومني چې کولای شي هغه د خپلې یوې ډېپلوماتیکي بریا په توګه وړاندې کړي.

داسې انګېرل کېږي، اسراییل هم چې د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړونNPT یې نه دی لاسلیک کړی، اټومي وسلې لري. خو دا داسې موضوع ده چې پخپله اسراییل یې نه تایید او نه هم ردوي. دا هېواد پر دې باور دی چې پر اټومي وسله سمبال ایران به، چې د اسراییلو د موجودیت حق نه مني، دوی لپاره یو لوی ګواښ وګرځي.

ایا ممکنه ده چې امریکا او اسراییل پر ایران برید وکړي؟

ایران
د عکس تشریح، د سپوږمکۍ انځورونه د ایران د یوې بټۍ او تر ځمکې لاندې د ممکنه جوړېدونکې ودانۍ ترمنځ سړک ښيي

امریکا او اسراییل دواړه د ایران د اټومي تاسیساتو د بمبارولو پوځي وړتیاوې لري، خو دا ډول عملیات به پیچلي، خطرناک او پایله یې نامالومه وي.

مهم اټومي تاسیسات د ځمکې لاندې ژور روغول شوي، په دې مانا چې ښايي یوازې تر ټولو پیاوړي مورچل ماتوونکي یا بنکر-بسټېنګ بمونه ور وسېږي. امریکا دا بمونه لري، خو د اسراییل په اړه مالومات نشته.

دا تقریبا یقیني ده چې ایران به د ځان دفاع وکړي چې ښايي په سیمه کې د امریکا پر شتمنیو بریدونه او پر اسراییلو د توغندیو ورول به پکې شامل وي.

امریکا به د دې ډول عملیاتو لپاره احتمالا په خلیج کې د خپلو پوځي اډو او همدا راز د الوتکو لېږدونکو بېړیو کارولو ته اړتیا ولري.

خو د قطر په څېر هېوادونه به چې د امریکا تر ټولو لویه هوايي اډه پکې ده، ښايي د ایران د ځوابي اقداماتو له وېرې دا ونه مني چې پر دغه هېواد باندې برید کې مرستې وکړي.