ایا ایران واقعآ له امریکا سره اټومي هوکړه غواړي؟

ایران

د عکس سرچینه، ATTA KENARE/AFP via Getty Images)

د عکس تشریح، تاریخي خصومتونو پر امریکا د ایران باور کمزوری کړی

د امریکا ولسمشر ډونلډ‌ ټرمپ‌ د روان ۲۰۲۵ کال په اپریل میاشت کې ناڅاپه اعلان وکړ چې له ایران سره د دغه هېواد اټومي پروګرام په تړاو "مستقیم مذاکرات" کوي.

هغه که څه هم خبرداری ورکړ چې که دېپلوماسي ناکامه شي نو د پوځي اقدام غوراوی لا پر ځای دی، خو د مذاکراتو دا اعلان، په ځانګړې توګه د یوه داسې ولسمشر لخوا چې پخوا پخپله ایران سره له اټومي تړون (برجام) وتلی و، د نوموړي په ژبه کې پام وړ نرمښت ګڼل کېږي.

بلخوا د ایران اسلامي جمهوریت مشر علي خامنه‌ای بیا له کلونو راهیسې د ډېرېدونکي اقتصادي او ستراتېژیک فشار باوجود له امریکا سره د مستقیمو خبرو اترو خلاف مقاومت ته دوام ورکړی.‌

دا انکار یوازې له دېپلوماسۍ سرچینه نه اخلي،‌ بلکې د اسلامي جمهوریت د سیاسي او ایډیالوژیکو بنسټونو خوندیتوب ورسره تړلی دی.

د رژیم له "تاریخي دښمن" - امریکا سره برملا مذاکرات کولی شي چې له لسیزو راهیسې په ایران کې ورکول کېدونکي امریکا ضد شعارونه کمزوري او د توندلارو په منځ کې د خامنه‌ای ځای ځایګی له خطر سره مخامخ کړي.

امریکا

د عکس سرچینه، Avi Ohayon (GPO) / Handout/Anadolu via Getty Images

د عکس تشریح، ټرمپ د اسرائیل له لومړي وزیر سره ناسته کې وویل که دېپلوماسي ناکامه شي نو د پوځي اقدام انتخاب پر ځای دی

د ایران بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په عمان کې دا ترسره کېدونکي مذاکرات به غیر مستقیم وي. هغه زیاته کړې باورمن دی چې "که امریکا ښه نیت وښیي" د تهران او واشنګټن ترمنځ هوکړه ممکنه ده.‌

د کنټرول ریسک مشورتي شرکت جګپوړې شنونکې ډاکتره انیسه بصیري تبریزي وایي‌ "د دې په باور دواړه خواوې هوکړه غواړي."

هغې بي‌بي‌سي ته وویل چې په لومړی ناسته کې به سملاسي هوکړه ستونزمنه وي، خو "د هغه مخته تګ له څرنګوالي سره تړلی او کولی شي یوې هوکړې ته لار هواره کړي."

خو ایا ایران واقعا هوکړه غواړي؟ که دا یوازې د پوځي ټکر پر درشل دغه ولاړ وضعیت کې د خطرناکې او اوږدمهاله لوبې یو بل پړاو دی؟

تر فشار لاندې رژیم

مجید مال

د عکس سرچینه، Majid Saeedi/Getty Images

د عکس تشریح، پر ایران او مشرتابه یې فشار د ډېرېدو په حال کې دی

پر ایران فشارونه له ورځ بلې ته ډېرېږي. د دغه هېواد اقتصاد له کړکېچ سره مخ دی. د انفلاسیون کچه پکې له ۳۲ سلنې اوښتې، بې‌کاري مخ په ډېرېدو ده او د پیسو ارزښت یې په تاریخ کې تر ټولو ټیټې کچې ته پریوتی.

په ځانګړې توګه د ځوانانو او د ټولنې د منځني پاړکي عمومي ناراضایتي په ډېرېدو ده. د وروستیو کلونو پراخ احتجاجونه هم د اقتصادي فشار او هم د سیاسي ځپنو پر وړاندې د ټولنې د غبرګون ښکارندویي کوی.

له دې سره هممهاله د ایران سیمه‌ییز نفوذ هم کمزوری شوی. د حزب‌الله، حماس او حوثي غورځنګ په څېر مهمې نیابتي ډلې یې له ننګونو او شاتګونو سره مخامخ دي. په سوریه کې د بشار الاسد د حکومت پرځېدو هم د ایران نفوذ اغېزمن کړ ځکه دغه هېواد یې د لبنان له حزب‌الله سره د اړیکو د پاللو یوه مهمه لار وه.

اسرائيل هم په ایران کې دننه او هم بهر سیمه کې د دغه هېواد پر اړوندو ځواکونو ځپونکي ګوزارونه کړي. تهران نور په سیمه کې د ځواک ښودنې هغه پخوانۍ شیمه نه لري.

په کور دننه د ناکرارۍ او د سیمه‌ییزې زیانګالنې یو ځای کېدو دغه هېواد لپاره د منزوي‌ کېدو بیه ګرانه کړې ده. نو تهران ښایي دمګړۍ خپله ستراتېژیکه ګټه له نړۍ، په ځانګړې توګه امریکا سره د خبرو او تعامل په بېرته پیلولو کې نغښتې وویني – ان که دا ورسره د بندیزونو په نرمېدو او د ساه په اخیستلو کې لږه مرسته هم وکړي.

د بې‌باورۍ سیوري ته مذاکرات

ایران

د عکس سرچینه، BEHROUZ MEHRI/AFP via Getty Images

د عکس تشریح، ۲۰۱۳ کال کې بارک اوبا له خپل ایراني سیال حسن روحاني سره تلیفوني خبرې وکړې - دا ایران کې د ۱۹۷۹کال له انقلاب را وروسته لومړی ځل و چې د دغو هېوادونو مشران سره غږېدل

تر دې دمه هر ډول دېپلوماتیکه هڅه د بې‌باورۍ له څپې سره مخامخ ده. ایراني چارواکو ته د تېرې اټومي هوکړې برخلیک ښه وریاد دی. هغه هوکړه د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال شوې وه او ایران پکې شاملو موادو ته ژمن پاتې و.‌ خو ډونلډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پر مهال له دې هوکړې د بېرته وتلو اعلان وکړ.‌ پایله یې دا شوه چې پر ایران له سره بندیزونه ولګېږي او اقتصاد یې کمزوری شي. دا خامنه‌ای لپاره د دې اوږدمهاله باور تاییدي وه چې "امریکا مذاکراتو لپاره باور وړ شریک نه دی."

په ۱۹۵۳ کال د سي‌ای‌اې په ملاتړ ایران کې د محمد مصدق د حکومت خلاف له کودتا رانیولې، د ایران او عراق په جګړه کې له صدام حسین سره د امریکا تر ملاتړ او بیا په دې وروستیو کلونو کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکو په برید کې د قاسم سلیماني تر وژل کېدو پورې ځینو نورو تاریخي ټپونو هم شکونه زیات کړي او د ایران مشرتابه پکې د خیانت او دښمنۍ بېلګې ویني.

تهران دا هر څه نه دي هیر کړي او په هره پرېکړه کې یې مهمه رول لري.

د واشنګټن لخوا متناقض پیغامونه هم اوضاع لا پسې پېچلې کوي. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایکل والټز او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ټینګار کوي چې د ایران د اټومي پروګرام لمن باید د یورانیمو بډاینې او د توغنديي وړتیاو په ګډون په بشپړ ډول ورټوله شي.

دا وړ هوکړه د "لیبیا پر ماډل" مشهوره ده. د لیبیا پخواني واکمن معمر قذافي په ۲۰۰۳ کال کې دې ته غاړه کېښوده چې د ډله‌ییزو وژنو وسلو د جوړولو له پروګرامه لاس واخلي.

بلخوا منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړی استازی سټیف‌ویټکاف بیا له دېپلوماتیکو لارو د لانجې د حل خبرې کوي او وايي چې د رښتینولۍ تایید لپاره دې لارې چارې مالومې او کوټلي ګامونه واخیستل شي.

ډاکتره انیسه بصیري وايي د مذاکراتو بریالیتوب تر ډېره په هغو تضمینونو پورې تړلی چې ایران ته به وړاندیز شي.

نوموزې زیاتوي "څه چې ایران عملآ غواړي دا دي چې اټومي پروګرام یې لمنځه ولاړ نه شي. فکر کوم ایرانیان به په هېڅ ډول دې ته غاړه کښېنږدي، چې اټومي پروګرام دې یې په بشپړ ډول لمنځه ولاړ شي."

د شیکاګو پوهنتون کې د سیاسي علومو استاد جان میرشایمر وايي "دا بیخي روښانه ده چې نه امریکا او نه ایران، یو هم قطعا نه غواړي چې د جګړې خوا ولاړ شي. خو د دې وړاندوینه ډېره سخته ده چې ایا له جګړې ډډه کول ممکن دي که نه، ځکه موږ نه پوهېږو چې د تړلو دروازو تر شا څه تېرېږي."

د فشار اهرم او د ایران اندېښنې

ایران

د عکس سرچینه، Ernesto Ruscio/Getty Images

د عکس تشریح، تهران نه غواړي د لیبیا ماډل هوکړه وکړي چې پایله کې یې معمر قذافي له اټومي پروګرام لاس واخیست، خو وروسته د لوېدیځ په ملاتړ پاڅون کې رانسکور او ووژل شو

ایران لپاره د لیبیا ماډل هوکړه، یعنی چورلټ اټومي بې وسلې کېدل، په هېڅ ډول د منلو نه دي. معمر قذافي له خپل اټومي پروګرام لاس واخیست، خو بالاخره ۲۰۱۱ کال کې د لوېدیځ په ملاتړ د پاڅون پایله کې رانسکور او ووژل شو. ایت‌الله علي خامنه‌ای دا تجربه ځان لپاره د بریالیتوب بېلګه نه، بلکې یو خبرداری ګڼي.

اټومي پروګرام ایران لپاره د چنې وهلو تر ټولو ځواکمنه وسیله ده.

په داسې حال کې چې د تهران سیمه‌ییز متحدان کمزوري شوي او اقتصاد یې د پاشل کېدو پر درشل ولاړ دی، یوازې همدغه ټومي وړتیا ورته د فشار د اهرم په توګه ورپاتې ده. له ټینګو ضمانتونو پرته له هغې لاس اخیستل کولی شي چې د ایران حکومت هم د بهرنیو یرغلونو او هم په کور دننه د نارضایتیو پر وړاندې زیانګالی کړي.

ښاغلي میرشایمر پر دې باور دی چې که ایران د لیبیا د ماډل منلو ته غاړه کښېنږدي، نو د دې احتمال ډېر دی چې امریکا او اسرائیل دې پرې برید وکړي. دی وايي "که ایران دا غوښتنې ونه مني، زما په اند ټرمپ ځان په داسې موقعیت کې درولی چې له برید پرته بله لار نه ده ورپاتې."

له امریکا سره مستقیم مذاکرات هم د ایران په واکمنه کړۍ کې د داخلي مخالفتونو لامل کرځېدای شي. له دې سره منځلاري ځواکمنېدای، سپاه پاسداران کمزوري کېدای او د "رژیم" لوېدیځ ضد بنسټیز روایت له ننګونو سره مخامخېدای شي.

که دیپلوماسي بریالۍ او اقتصادي وضعیت ښه شي، نو شونې ده چې سمونپال واک ته ورسېږي او د توندلارو جریانونو حاکمیت وګواښي.

له خطر ډکه لار

ایران

د عکس سرچینه، MANDEL NGANAMER HILABI/AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د ایران له اړخه د دغو مذاکراتو مشري د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د امریکا لخوا منځني ختیځ لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازی سټیف ویټکاف کوي

دمګړۍ دواړه خواوې له ستونزمنو غوراویو سره مخامخ دي. امریکا باید پرېکړه وکړي چې ایا یوازې برجام ته ورته په اټومي وسلو پورې پر یوې محدودې هوکړې تمرکز کوي، که داسې پراخه هوکړه غواړي چې د ایران د ستراتېژیکو زېربناو د لویې برخې لمنځه تلل هم رانغاړي.

بل خوا تهران هم باید دا پرېکړه وکړي چې ایا د دغو مذاکراتو ایډیالوژیکه بیه پرې کوي که د نړیوالې انزوا له دوام سره د زیاتېدونکو اقتصادي ناخوالو.

داسې ښکاري چې په واشنګټن کې دې ځنیو دیپلوماسي د پوځي ګام توجیه کېدو لپاره د یوه داسې ازمېښت په بڼه طراحي کړې وي چې ایران پکې تقریبآ په څرګند ډول ناکام دی.‌

خو ځینې نور بیا واقعآ هیله‌من دي مذاکرات به کړکېچونه راکم او سیمه کې ثبات رامنځته کړي.

دغه مذاکرات خورا حساس او برخلیک ټاکونکي دي. یو بریالۍ هوکړه کېدای شي چې د امریکا او ایران ترمنځ د اړیکو د یوه نوي پړاو پیلامه وګرځي. خو ناکامېدل یې ښايي سیمه‌ییزه بې ثباتي لاپسې پراخه کړي.

څه چې روښانه دي هغه دا دي چې د دغه بن‌بست راتلونکی پړاو ښايي برخلیک ټاکونکی واوسي.

ایران هم له دننه او هم له بهره فشارونو سره مخامخ دی.

ایت‌الله خامنه‌ای ښايي لا هم پر خپل دریځ ټینګار ته دوام ورکړي. خو د اقتصادي اړتیاوو، ټولنیزو نارضایتیو او‌ ستراتېژيک مصلحت په څېر دلایل هم په ډېرېدو دي، چې نوموړی د تعامل خوا ته بولي.

که دا خبرې بریالۍ شي یا ناکامې، پایله به یې نه یوازې د ایران د اټومي پروګرام برخلیک، بلکې را روانو کلونو لپاره د ټول منځني ختیځ د امنیت راتلونکې ټاکي.