د امریکا د مرستو بندیدو له امله د اسلامي دولت نومې ډلې د کورنیو یوه پنډغالي کې دننه اندېښنې

- Author, ژیار ګل
- دنده, بي بي سي
وروسته تر هغه چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل بهرنۍ مرستې بندوي، په ټوله نړۍ کې یې په تړاو غبرګونونه احساس شوي دي. د هغو هېوادونو له ډلې چې په ناڅرګند حالت کې دي، یو هم سوریه ده. هلته چارواکي تر شخړو وروسته د کمپونو او زندانونو د خوندي کولو لپاره سخته مبارزه کوي.
د الهول پنډغالی له ورایه داسې ښکاري لکه د خیمو یوه ښار.
په ۲۰۱۹ کال کې، د اسلامي دولت (داعش) وسله والو تر ماتې وروسته، د داعش د کورنیو شاوخوا څلوېښت زره غړي د سوریې په شمال ختیځ د کردانو تر ولکې لاندې سیمه کې په دې کمپ کې ځای پر ځای کړل شوو.
د کمپ ډېر اوسېدونکي ښځې او ماشومان دي. دا دومره پراخه سیمه ده چې خپل بازار او د زېږنتون یوې څانګې په ګډون یو روغتیايي مرکز هم لري.
عراقي، سوري او کوردي چارواکي وېره لري، چې دا پنډ غالی د داعش د ودې پریوه ځای بدل شوی دی. داسې اټکل دی چې د کوردانو تر ولکې لاندې په دغه سیمه کې د بهرنیو جنګیالیو په ګډون شاوخوا څلور زره او پنځه سوه داعش وسله وال په زندانونو کې ساتل کېږي.
د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مرستو کمولو پرېکړه کولی شي د کوردي چارواکو لپاره د خوړو چمتو کولو، ساتونکو ته معاش ورکولو او د کمپونو او زندانونو دواړو امنیت ډاډمن ساتلو په ګډون چارې ستونزمنې کړي.
هغه خبرونه چې د تېرې جمعې پر ورځ خپاره شول او پکې ویل شوي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نژدې ټولې بهرنۍ مرستې بندې کړې او نوې مرستې یې ودرولې، وړاندې تر دې چې د سې شنبې پر ورځ عملیات بیا پیل شي، په الهول کې یې څو کړکېچنې ورځې رامنځ ته کړې.
څلوېښت کلنه کوردۍ مېرمن جهان حنا د پنډ غالي (کمپ) مدیره ده. هغې له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، د هغې ټیم په پنډغالي کې اوسېدونکو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره تر ډېره پر نادولتي ادارو (اینجیوګانو) تکیه کوله او ځینې دغه نادولتي موسسې خپل تر اویا سلنې مالي ملاتړ له امریکا ترلاسه کوي.

اغلې حنا زیاتوي، "نن د ماسپښین تر ۲ بجو، موږ د ډوډۍ رسولو مهالوېش هم نه درلود." "یوې نادولتي موسسه چې له کمپه د عراقیانو راستنېدل همغږي کوي خپل عملیات ودرول، ځکه دوی نه شي کولی ساتونکو ته پیسې ورکړي. نادولتي موسسې خپل ملکي کارکوونکي کورونو ته واستول او په پایله کې یې، تر ۵۰۰ د ډېرو عراقیانو بېرته راستنېدل ځنډول شوي دي."
د مرستو د کموالي وېره د الهول لپاره د پام وړ امنیتي ګواښ رامنځته کوي. نادولتي موسسې د ساتونکو د معاش او نظم ساتلو لپاره پر بهرنیو مرستو تکیه کوي. د بې ثباته شرایطو له امله کمپ ته د ننوتلو اجازه یوازې د وسله والو امنیتي ساتونکو په لاس کې ده.
بي بي سي د امریکا د بهرنیو چارو له وزارته غوښتي چې په دې اړه خپل نظر ورکړي.
د پنډغالي حالت
موږ لومړی د پنډغالي هغه برخه وکتله چې د عراقي او سوري وګړو لپاره ټاکل شوې وه. دلته نارینه، ښځې او ماشومان ټول ژوند کوي. ډېر ماشومان دلته زېږېدلي دي.
د پنډغالي د پرځای ساتلو ارزښت له دې لا څرګندېږي، چې زیاتره اوسېدونکي یې خپلو کورونو ته له بېرته ستنېدو وېره لري.
یوه ۱۹ کلنه عراقي نجلۍ ماریا چې تورې جامې یې اغوستې وې او یوازې سترګې یې لیدل کېدې، وویل، هغه ۱۲ کلنه وه چې دې پنډغالي ته راغله. هغه زیاتوي: "زما پلار په زندان کې دی او نه پوهېږم چې چېرې ساتل کېږي." کله چې له هغې وپوښتل شول، ایا غواړي بېرته کور ته ستنه شي، سر یې وخوځاوه او له سترګو یې اوښکې تویې شوې، وايي زه له غچ اخیستلو وېرېږم."
کله چې داعش په سوریه او عراق کې ښارونه ونیول، د ډېرو قومونو خلک او ټولنیز مشران یې ووژل. د داعش د کورنیو ډېر غړي د خپلو حکومتونو لخوا د بندي کېدو یا د ځایي ټولنو لخوا د غچ اخیستو وېره لري.

کوردي چارواکو تېره اونۍ وړاندیز وکړچې، د پنډغالي ټولو ۱۶۰۰۰ سوري وګړو ته دې اجازه ورکړي چې په خپله خوښه بېرته کورونو ته ستانه شي، چې ځینې یې لا مخکې تللي دي.
خو ډېر یې، لکه ابو ابراهیم، چې د سوریې دحما اوسېدونکی دی، وايي، هغه وېره لري چې سزا به ورکړل شي. د ابو ابراهیم په وینا: "زه د خونديتوب احساس نه کوم، زه غوره ګڼم چې د اوس لپاره دلته پاتې شم."
د راپورونو له مخې په پنډغالي کې د داعش لپاره د خوب خونې فعالې دي، او لویه برخه اوسېدونکي یې د خبرو له پایلو وېره لري. نور یې لاهم د داعش په مفکورې باور لري. تل د بندیانو د تېښتې وېره شته، هغه وېره چې د مرستو بندېدو احتمال له امله نه ده کمه شوې.
د داعش په بهرنۍ برخه کې د اروپایانو، امریکاییانو او د پخواني شوروي اتحاد هېوادونو په ګډون له څلوېښتو ډېرو هېوادونو وګړو کورنۍ شته. د کمپ مدیره جهان حنا دا برخه د داعش د مفکورې ترټولو پیاوړو ملاتړ کونکو د استوګنې ځای بولي، چې زغره والو موټرو او سختو امنیتي تدبیرونو ته اړتیا لري.
زموږ لارښودې دیانا، چې د کورد امنیتي ځواک افسره ده، راته وویل، دا برخه یوازې له ښځو او ماشومانو جوړه شوې ده.
هغې وویل: "دوی خورا تنظیم شوي دي، دوی خپل پټ پولیس او پټې محکمې لري، او د داعش له قوانینو سرغړونکو ته سزا ورکول کېږي. تر ۱۳ کلونو پورته عمر لرونکي هلکان له خپلو کورنیو جلا کېږي او د سخت دریځۍ له منځه وړلو پروګرامونو ته وړل کېږي."
ما له یوې ۲۷ کلنې مېرمنې سره خبرې وکړې، چې له سره تر پښو یې تورې جامې اغوستې وې. هغه د چین له ایغوریانو یوه وه. هغې وويل، مېړه يې په جګړه کې وژل شوی او دا له درېيو ماشومانو سره يوازې پاتې ده. هغه زیاتوي: "زه دلته د خونديتوب احساس کوم. که زه بېرته چين ته ستنه شم، نو موږ به یا بنديان او یا هم ووژل شو."
هغې د خپل ۱۳ کلن زوی د بېرته ستنولو لپاره د مرستې غوښتنه وکړه. د هغې کيسه د ډېرو هغو ښځو تجربې څرګندوي، چې په ځوانۍ کې د داعش غړو ته واده شوې وې.

پهپنډغالي (کمپ) کې له ۱۳ کلنۍ د هلکانو د جلا کولو پر تګلاره د بشري حقونو ډلو لخوا نیوکې راپورته شوې دي، خو جهان حنا د امنیتي اندېښنو له کبله د دې چارې دفاع کوي، "هلکان کولی شي د پام وړ ستونزې رامنځته کړي. کله کله داسې پاڅونونه شوي دي چې د کمپ ځینې برخې پکې سوځول شوي او هر څوک چې هلته ننوځي برید پرې شوی دی."
له یوې تاجکۍ مېرمنې سره د مرکې په پر مهال، ماشومانو موږ کلابند کړو. کله مې چې غوښتل دوی ته لاس ورکړم او اړیکه ورسره ټینګه کړم، دوی زموږ خوا ته لاړې تو کړې، ښکنځلې یې وکړې او زموږ پر لوري یې ډبرې وغورځولې. ځینو خپله یوه ګوته پورته کړه او چیغې یې وهلې "الله اکبر".
د کوردانو په مشرۍ د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو (اېس ډي اېف) قوماندان جنرال مظلوم عبدي بي بي سي ته وویل، د سوریې په شمال کې شخړه، چېرې چې د ترکیې ملاتړ لرونکو اسلامپالو ملېشو، د کوردانو پر وړاندې بریدونه ګړندي کړي دي، سرچینې یې تر ډېر فشار لاندې راوستې دي.
"د ترکیې موخه پر کوباني برید دی. که جګړه دوام وکړي، موږ به اړ شو چې ځواکونه لومړۍ کرښې ته ولېږو. دا به یوه امنیتي تشه رامنځته کړي او په بالقوه توګه د داعش څنډې ته شوي ځواک ته دا واک ورکوي، چې پر کمپونو او زندانونو بریدونه وکړي او د خپلو کورنیو غړي او وسله وال له بنده ازاد کړي."










