کرېکټ؛افغان ابدالیانو هند الف لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار وموندله

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي

د ایمرجینګ کرېکټ لوبډلو اسیا جام سیالیو په دویمه نیمه پایلوبه کې افغان ابدالیان لوبډلې د عمان په کرېکټ اکاډیمۍ لوبغالي کې هند الف لوبډلې ته په ۲۰ منډو ماتې ورکړه.

افغان ابدالیانو د پچې له ګټلو وروسته لومړی توپوهنه وکړه او د څلورو وېکټو په زیان یې ۲۰۶ منډې وکړې. د ۲۰۷ منډو هدف ته د رسېدو لپاره په ځوابي لوبه کې هند الف لوبډلې د شپږ وېکټو په زیان ۱۸۶ منډې وکړې او لوبه یې افغان ابدالیانو ته وبایلله.

افغانستان به پر یکشنبه له شري لنکا سره د ایمرجینګ کرېکټ لوبډلو اسیا جام سیالیو پایلوبه کې مخامخېږي.

د هند له لوري انشول کمبوج ۴۰، عاقب خان ۴۸، راهول چاهار ۴۸ او راسخ سلام ۲۵ تر ټولو ډېرې منډې وکړې. د افغانستان له لوري الله محمد غضنفر دوې، عبدالرحمان دوې او شرف الدین اشرف یوه وېکټه ترلاسه کړه.

افغانستان د ننۍ لوبې د پچې له ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه. صدیق الله اتل او زبید اکبري د افغانستان له لوري لوبه پیل کړه.

دوی دواړو خورا په زړه پورې پیل وکړ او د لوبې په لومړیو شپږ اوورونو کې یې ۶۱ شریکې منډې وکړې. د لوبې په اووم اوور کې د افغان ابدالیانو رن ریټ نهه اعشاریه ۲۸ ته ورسېد.

د لوبې په لسم اوور کې د لنډې دمې تر مهال دواړو افغان لوبغاړو ۸۹ شریکې منډې وکړې او افغانستان هېڅ یوه وېکټه نه وه بایللې.

د لوبې په ۱۲ اوور کې زبید اکبري له ۵۳ توپونو ۵۰ منډې ترلاسه کړې او خپله نیمه سلیزه یې بشپړه کړه. ورپسې صدیق الله اتل هم نیمه سلیزه بشپړه کړه. نوموړي په دوو پرلپسې نوبالونو شپږیزې ووهلې او ۱۲ منډې یې ترلاسه کړې. اتل له دې یوه اووره ټولټال۲۲ منډې ترلاسه کړې.

د لوبې په ۱۵ اوور کې زبید اکبري ته کېچ اوټ ورکړل شو، خو خپله زبید، افغان روزونکی او لوبډلمشر دروېش رسولي د درېیم لوبڅار ناصر حسین له دې پرېکړې خوښ نه ښکاریدل. زبید له ۴۱ توپونو ۶۴ منډې ترلاسه کړې.

د زبید اکبري او صدیق الله اتل تر منځ د ۱۳۷ منډو ملګرتیا وشوه.

د لوبې په ۱۸م اوور کې صدیق الله اتل له ۵۲ توپونو د ۸۳ منډو له ترلاسه کولو وروسته خپله وېکټه له لاسه ورکړه.

ورپسې لوبډلمشر دروېش رسولي له هېڅ یوې منډې جوړولو پرته له میدانه بهر شو. د دوی دواړو وېکټې راسخ سلام ترلاسه کړې.

کریم جنت د لوبې په وروستي اوور کې له ۱۹ توپونو د ۴۱ منډو له ترلاسه کولو وروسته خپله وېکټه له لاسه ورکړه.

شري لنکا الف لوبډله به پر یکشنبه له افغان ابدالیانو سره پایلوبه کې مخامخ شي. شري لنکا له دې مخکې پاکستان ته په لومړۍ نیمه پایلوبه کې په اسانۍ سره ماتې ورکړه.

پاکستان د لوبې پچې له ګټلو وروسته لومړی توپوهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو له لاسه ورکولو وروسته یې ۱۳۵ منډې وکړې، په ځوابي لوبه کې شري لنکا د درې وېکټو له لاسه ورکولو وروسته ۱۳۷ منډې وکړې او نیمه پایلوبه یې په ۷ وېکټو وګټله.

د پاکستان عمیر یوسف یوازینی لوبغاړی و، چې په نننۍ لوبه کې یې ۸۶ منډې وکړې او ښه وځلېد.

هند د نیمه پایلوبې له بایلود مخکې په ګروپ پړاو سیالیو کې خپلې درې واړه لوبې ګټلې وې او افغانستان بیا دوې وګټلې او هانګ کانګ ته یې یوه لوبه وبایلله.

افغانستان په دې لوبه کې ځينې د ملي لوبډلې تجربه لرونکي لوبغاړي هم درلودل، خو تر نیمه پایلوبې پورې ډېر ځلېدلی لوبغاړی ځوان صدیق اتل دی.

عبدالرحمان، بلال سمیع، فریدون داودزی، الله محمد غضنفر، کریم جنت، محمد اسحاق، ننګیال خروټی، نعمان شاه، قیس احمد، صدیق اتل، شاهدالله، شرف الدین اشرف، وفي الله تره خېل، زبید اکبري د نننۍ لوبې لپاره ټاکل شوي لوبغاړي دي، چې د افغانستان لپاره د دروېش رسولي په مشرتابه ولوبېدل.