کرېکټ؛ هانګ کانک افغان الف لوبډلې ته ماته ورکړه خو افغانستان نیمه پایلوبې ته رسیدلی

افغان الف (ابدالیان) لوبډلې د اسیا ایمرجېنګ اتلولیو کې خپله وروستۍ ګروپي لوبه په اسانه هانګ کانګ لوبډلې ته وبایلله.

د دغې لوبې پچه د افغانستان الف لوبډلې لوبډلمشر دروېش رسولي ګټلې وه او خپله یې لومړۍ توپوهنه غوره کړه چې وروسته یې لوبډله د یوه ښه هدف په ټاکلو کې پاتې راغله.

افغان خوا نن د تېرو دوه لوبو پرتله چې یې ګټلې وې په لوبډله کې څلور بدلونونه هم راوستلي وو.

د افغانستان د الف لوبډلې ټول لوبغاړي نن د شلم اوور په پنځم بال داسې مهال اوټ شول چې یوازې ۱۳۱ منډې یې جوړې کړې وې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۳۲ منډو هدف کېښود.

د افغانستان په دغو منډو کې تر ټولو ډېرې منډې د صدیق الله اتل وې هغه نن یو ځل بیا پنځوسیزه جوړه کړه او د لوبډلې په ګټه یې په ۴۱ توپونو ۵۲ منډې وکړې، نوموړی په تېرو دوو لوبو کې هم ښه ځلیدلی و.

نوموړي تېره ورځ د بنګله دېش الف لوبډلې خلاف ۹۵ ناسوځیدلې منډې کړې وې او د شري لنکا پر وړاندې یې ۸۳ ارزښتناکه منډې جوړې کړې وې.

له هغه پرته نن نور افغان لوبغاړي د منډو او ملګرتیا په جوړولو کې پاتې راغلل او د ۱۳۲ منډو هدف چې په ښکاره هم کم دی هانګ کانګ په اسانه پوره کړ.

د هانګ کانګ انس خان شپږ افغان لوبغاړي وسوځول چې وروسته د دغې ښې توپ اچونې له کبله د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی هم اعلان شو.

هانګ کانګ د افغان ابدالیانو د دغه کم هدف پوره کولو لپاره چټکه او زړوره لوبه پیل کړه، د افغانستان له لوري عبدالرحمان د سیالې لوبډلې دوه لومړني توپوهونکي وسوځول خو دویمې او دریمې وېکټې اوږدې ملګرتیا یې د دغه هدف په اسانه پوره کولو کې ارزښتناکه رول ولوباوه.

افغانستان لومړۍ لوبډله شوه چې د ایمرجېنګ جام نیمه پایلوبې ته یې ځان رسولی

هانګ کانګ په وروستي اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو د ۱۳۲ منډو هدف پوره کړ او لوبه یې په ۵ وېکټو وګټله.

افغانستان له دغه ماتې سره هم د اسیا ایمرجېنګ جام بل پړاو (نیمه پایلوبې) ته لار ومونده.

افغانستان له دې مخکې په ګروپي سیالیو کې له بنګله دېش او شري لنکا سره مخ و.

افغان الف لوبډلې د اکتوبر په ۱۸مه لومړۍ لوبه کې د شري لنکا الف لوبډلې ته په ۱۱ منډو او د اکتوبر په شلمه بنګله دېش الف لوبډلې ته په څلورو وېکټو ماته ورکړې وه.

له دغو ښو بریاوو سره افغان الف لوبډله لومړۍ هغه شوه چې بل پړاو ته یې لار پخه کړه.

د اسیا ایمرجېنګ جام سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ د هند، پاکستان، شري لنکا، بنګله دېش، هانګ کانګ، نیپال، عمان او متحدو عرب اماراتو لوبډلې ګډون لري،

د افغانستان لوبډله له بنګله دېش، شري لنکا او هانګ کانګ سره په الف ګروپ کې وه، له دغه ګروپه د نیمه پایلوبې بله لوبډله لا نده کره شوې.