نارویژیان ولې د ډېر بډایه توب له امله د "ګناه احساس" کوي؟

د ناروې د پوهنتون یوه پروفیسره وايي، د ناروې خلک نن سبا د "ګناه احساس" لري.

په اوسلو پوهنتون کې د سکاندینیویا د ادبیاتو پروفیسره الیزابت اکسفلد په وینا، ډېر نارویژیان د نړۍ د نورو برخو د وګړو پرتله چې "سخت او دردناک" ژوند لري ځانونه د لوړ معیار ژوند او ډېرې شتمنۍ د لرلو له امله "ګنهګار" او "مجرم" احساسوي.

ناروې د نړۍ یو له بډایه هېوادونو دی او نړۍ کې له روسیې وروسته د تېلو تر ټولو ډېرې زېرمې لري.

د دغه هېواد د حکومتي پانګونې اصلي صندوق د "تېلو زېزمې" په نوم هم یادېږي، چې د ۱،۷ تریلیون ډالرو په ارزښت زېرمې لري.

که د ناروې اقتصادي ځواک د هر وګړي په حساب اندازه شي، د دې هېواد سوکالي او ارامتیا د انګلنډ پرتله دوه برابره او ان د امریکا پرتله هم ډېره ده، ځکه چې د دې هېواد د وګړو شمېر یوازې پنځه نیم میلیونه دی.

پروفیسره اکسفلد په مسلکي توګه د ټولنې پر کلتور د سکاندینیویا فلمونو، کتابونو، ادبیاتو او تلویزیوني خپرونو اغېزې مطالعه کوي او باور لري چې د دې بډایه خلکو دا د "ګناه احساس" مخ په ډېرېدو دی.

د ناروې ځینو تلویزیوني سریالونو کې د هغو بډایه او هوسا خلکو ژوند ته شاره شوې چې د کډوالو کارګرانو پر خدمتونو تکیه دي چې د ټولنې تر ټولو ټیټه طبقه وګړي دي. یا هغه ښځې چې په کم معاش او امتیاز د ماشومانو د ساتلو لپاره د یوه بې زوله هېوادونو ښځې ګوماري او پخپله کار کوي او نارینه و سره برابر ښه موقف او دنده لري.

اغلې اکسفلد وايي: "د دې نښو په لیدو زه پوه شوم چې د نورو د رنځ او درد پر وړاندې د خوښۍ او نیکمرغۍ دا احساس د شرم او ګناه لامل کېږي. دا احساس خو په ټولو کې نه ولې ډېرو کې شته."

د "نړۍ د نېکمرغۍ رپوټ" د شمېرو له مخې ناروې وګړي د نړۍ یو تر ټولو خوښ او نیکمرغه وګړي دي او اوس هم د نړۍ په اوو خوشاله هېوادونو کې ځای لري.

د ناروې د تېلو د صادراتو له درکه ترلاسه شوي عاید په ۲۰۲۲ کال کې د روسیې او اوکرایین له جګړې وروسته لوړ شول. منتقدینو ادعا کړې وه چې دا هېواد له جګړې ګټه پورته کوي، یا لږ تر لږه د جګړې قربانیانو سه د مرستې لپاره د بسپنې چمتو کولو کې پاتې راغلی.

ناروې تل د خپل هېواد د شتمنۍ ډېرولو لپاره سمندرونو ته سترګې نیولې دي. له پیړیو راهیسې د خوړو، انرژۍ کار او شتمنیو ځای یادېږي.

د ۱۹۶۰ لیسزې په وروستیو کې د تیلو او ګازو د دغه نسبتا وروسته پاتې هېواد شتمنۍ پام وړ زیاتوالي کې مرسته وکړه.

ناورې همدا راز له هېواده بهر د بشري مرستو په برابرولو کې هم خورا لویه برخه لري.