تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه: فنلنډ د نړۍ تر ټولو خوشاله هېواد دی
ملګري ملتونه: فنلنډ د نړۍ تر ټولو خوشاله هېواد دی
د ۱۵۶ هېوادونو دغه نوملر کې افغانستان بیا په ۱۴۵ شمېره دی. پاکستان بیا په سویلي اسیا کې تر ټولو خوشاله او د نړۍ ۷۵م هېواد دی.
د شمالي اروپا هېوادونه تل نږدۍ په پنځو خوشاله هېوادونو کې راځي او د افریقا د وچې هېوادونه بیا تر ټولو ناخوښه هېوادونه ګڼل کېږي.
په افریقا کې بوروندي او د افریقا مرکزي جمهوریت تر ټولو ناخوښ هېوادونه دي.
د ملګرو ملتونو د پراختیایي حل لارو شبکې د سږ کال راپور د هغو کډوالو شمېرې هم لري چې په نورو هېوادونو کې اوسېږي، په دې لړلیک کې هم فنلنډ یو تر ټولو خوشاله هېواد دی.
برایانا اوون امریکایۍ ده خو په فنلنډ کې اوسېږي دا وایي: زه فکر کوم په دې ټولنه کې هر څه داسې جوړ شوي چې تاسو ته خوشالي درپه برخه کوي، له پوهنتونه تر ټرانسپورته هر څه سم کار کوي.
د ۱۵۶ هېوادونو د خوشالۍ کچه معلومه کړی شوې او د ۱۱۷ هېوادونو د کډوالو د خوشالۍ کچه معلومه شوې.
د فنلنډ تر څنګ ناروې، دینمارک، ایسلنډ او سویتزرلند تر ټولو خوشاله هېوادونه دي. برتانیا ۱۹م او امریکا بیا ۱۸م تر ټولو خوشاله هې،ادونه دي.
د توګو هېواد ۱۷ شمېرې پورته تللی، وینزویلا بیا ۲۰ نومرې شاته غورځېدلی او د خوشالۍ په دې لړلیک کې ۱۰۲م شمېره دی.
خوشاله هېوادونه خوشاله کډوال
دغې څېړنې د کډوالو د خوشالي هم معلومه کړې، او ویلي یې دي چې د کډوالو خوشالي د دوی په کوربه هېوادونو پورې اړه لري.
د ۵،۵ میلیون وګړو درلودونکی فنلنډ هېواد کې له ۲۰۱۶ راهیسې د ۳لکو شاوخوا کډوال اوسېږي.
د بریټیش کولمبیا پوهنتون پروفیسور او د دغه راپور ایډیټر جان هیلاویل وایي: د څېړنې موندنې ښيي چې د ځایي زېږېدلو خلکو او کډوالو د خوښۍ تر منځ لویه اړیکه ده.
دغه راپور په ۱۵۰ هېوادونو کې له زرو څخه زیاتو کسانو څخه اسنه او بې پرې پوښتنې کړې. لکه لاندې:
(د یوې پوړۍ په هکله فکر وکړئ: د دې پوړۍ سر تر ټولو ښه ژوند دی او پای یې تر ټولو بد ژوند، ستاسو په اند ستاسو ژوند په کومه پوړۍ کې راځي؟)
د دغه پایله د هېوادونو د شمېرو په بنسټ د فنلنډ ۷،۶ وه او د بروندي بیا ۲،۹.
خو راپور ځینې نورې احصایې او شمېرې هم د دغه نوملړ د جوړولو لپاره کاروي.
دا د اقتصادي پیاوړتیا، ټولنیزه مرسته، د ژوند اوږدوالي، فردي ازادي، سخا او د فساد اړخونه څېړي.