تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه سینګار چې روغتیا ګواښي
برېټېش کایرو پېکټک ټولنه یا بي سي اې وايي، خورا تنګې یا په بدن پورې نښتې جامې، د ډېرو جګو پوندو بوټان او لوی لاسي بکس بدن ته تاوان رسولی شي.
خو په ورته مهال نورې ادارې دا ډول وېره ردوي.
بدن پورې نښتې جامې
بي سي اې وايي، په بدن پورې نښتې جامې د کار خنډ کېږي. دا جامې د بدن پر بندونو زور روالي او له امله یې ټوپ اچول یا غوټه وهلو او تګ کې د ستونزې ګاللو طبیعي ځواک کمېږي .
لوی بکس
بي سي اې وايي، لوی بکس په مېرمنو کې د ملا دردر یوه بنسټیزه وجه ده، ځکه په تګ کې پر یوه اوږه ډېر زور راځي او تر بلې اوږې ټیټيږي.
د درنې خولۍ کوټ
دا اداره وايي، د لوی یا پېړ کوټ خولۍ پر سرول هم پکار نه دي، ځکه په پورته کتلو کې پر غاړه یا ورمېږ زور راولي.
د جګو پوندو بوټان
دا ډول بوټان انسان ځانګړی حالت غوره کولو ته مجبوري چې له امله یې د ملاتیر هډونو کې ستونزه پیدا کېږي.
بې ښنګرواښتي څپلکې
بي سي اې وايي، داسې څپلکې پښو کول هم پکار نه دي چې ښنګرواښتی نه لري او شاته پرانیستې وي، ځکه دا ښنګری ور سره نه تړي او له امله یې پر پوندو او د ورمېږ لاندې برخه باندې زور راځي.
دا اداره دا هم وايي، چې د سینګار لپاره د ډېر وزن سره په لاس کول او نورې جامې هم ستونزې پیدا کولی شی.
ریښتیا څه دي؟
بي سي اې پر یو زر شپېتو کسانو څېړنه کړې او په پایله کې یې معلومه کړې چې له دوی ۷۳ سلنه کسانو له ملادرد شکایت درلود، خو ۳۳ سلنه نورو دا درد نه لاره، لامل یې هم د دوی جامې ښودلې چې پر ورمېږ او نور بدن اغېز کوي.
دا اداره وايي، دا ډول سینګار توکي یا پایزار ستاسو کار اغېزمنوي او په تګ او ناسته ولاړه کې درته ستونزې پیدا کوي.
دوی وايي، کله چې جامې اخلۍ نو ملا او ورمېږ له یاده مه باسئ او داسې کالي غوره کړئ چې ستاسو له ورځني ژوند او کار سره مناسب وي او کله هم چې درانه وسایل لېږدوئ، نو ټیري ګاډۍ وکاروئ.
خو د ملا درد کارپوه ډاکټره مریم دا څېړنه ډاروونکې مګر له ساینسي حقیقت لرې بولي.
د فزیوترافي پوهانو ټولنې مشر سټیو ټولن وايي، خلک دې هر هغه څه اغونځي چې خوند ور کوي، هغه که په بدن پورې نښتې جامې وي او یا هم د درنې خولۍ لرونکې کوړتۍ(کوټ).
د ملادرد لپاره غوره سپارښتنې
پوهان دا سپارښتنې لري.
- ځان بوخت وساتئ.
- ښه خوب وکړئ.
- تر وروستي حده له زور وهلو ډډه وکړئ.
- مناسب وزن ولرئ.
- ډېر وخت ملا درد پخپله جوړېږي، ډېر ورته تشویش مه کوئ.
- د ملا درد په هکله ډېر معلومات ترلاسه کړئ.
- که په څو اونیو کې ښه نه شوئ یا درد کم نه شو، طبي مرسته وغواړئ.