هغه اروپايي هېوادونه چې ځوانان یې تر ټولو ډېر خوشاله دي

د نړۍ د خوشاله هېوادونو په نوملړ کې سږ کال د چک جمهوریت، لیتوانیا او رومانیا هغه هېوادونه دي، چې له ۳۰ کلنۍ کم عمره کسان پکې تر ټولو ډېر خوشاله دي.

دا رپوټ چې د روان کال په مارچ میاشت کې خپور شو، پکې لیدل کېږي چې تېرو دریو کلونو کې د منځني ختیځ او ختیځې اروپا هېوادونه له یو شمېر غربي اروپايي ګاونډیو هېوادونو مخکې شوي دي.

چک جمهوریت او لیتوانیا د لومړي ځل لپاره په لیست کې له ۲۰ غوره هېوادونو دي چې په ترتیب سره یې ۱۸ او ۱۹ ځای خپل کړی دی. سلوانیا بیا له دوی یو نمبر ښکته ۲۱ ځای خپل کړی.

د دې سیمو اوسیدونکي او هغو خلکو ته چې په پرلپسې ډول دې ځایونو ته سفرونه کوي د حیرانتیا خبره نه ده. "د نړۍ تر ټولو ارزانه ځایونه" کتاب لیکوال تم لیفل وايي: "دلته ښې دنده شته، نو ځوانان د کار د موندلو لپاره اړ نه دي نورو اروپايي هېوادونو ته لاړ شي. یوه لسیزه مخکې چې ما رومانیا او بلغاریا ته سفر کړی و ځینو کلیو کې ټول عمر خوړلي خلک و، خو اوس ‌‌ډېر ځوانانو لیدل کېږي دا د ټولو لپاره د یوه ښه راتلونکي هیلي دي."

د ۲۰۰۰ لسیزې له پیل راهیسې د سړي د سر ناخالص تولیدات په چټکۍ لوړ شوي، د منځنۍ او ختیځې اروپا ډېر وګړي احساسوي چې د خوښۍ لپاره برابر فرصتونه لري.

دا هېوادونه له اقتصادي پراختیا سربېره پر زېربناوو، کلتوري پرمختیا او پر طبیعي ښکلاوو هم ډېره پانګونه کوي.

لیتوانیا

لیتوانیا د نړۍ د خوشاله هېوادونو په لیست کې ۱۹ ځای لري او د هغو هېوادونو د نوملړ په سر کې دی، چې له ۳۰ کلنۍ کم عمره خلک پکې تر ټولو ډېر خوشاله دي.

د ځايي خلکو په وینا، وروستیو لسیزو کې لیتوانیا کې د ژوند کیفیت پام وړ ښه شوی.

لیتوانیا ته د سفر یو ولاګر جورګا روبینووېټ وايي: "لیتوانیا کې ډېر خلک په ځانګړي توګه ځوان نسل واقعا خوشاله دي. اوکرایین کې د جګړې او په بالتیک هېوادونو کې د جګړې زیاتېدونکي احتمال په اړه د پرلپسې خبرونو سربېره خلک د پخوا پرتله له ژونده خوند اخلي او خوشاله دي."

هغه وايي، له ۱۹۹۰ راهیسې له شوروي اتحاده د خپلواکۍ ترلاسه کولو وروسته د لیتوانیا وګړي د کار، زدکړو سفر لپاره د نړۍ هر ځای ته تللی شي.

ښاغلی روبینووېټ وايي مور به یې تل ورته ویل: " زما ژوند هیڅکله له دې غوره نه و. ځوان نسل په دې نه پوهېږي چې له خپلواکۍ مخکې ژوند څنګه و، خو د خپلو نیکونو او نیاګانو له خولې یې کیسې اورېدلې وې. زه فکر کوم دا یو له هغو لاملونو دی چې خلک اوس له پخوا ډېر خوشاله وي، ځکه چې د ترلاسه کړې ازادۍ په ارزښت پوهېږي."

په دې لاملونو کې د لیتوانیا حکومت ځینو قوانینو ته هم اشاره شوې. دغه هېواد کې له زیږون وروسته میندو ته کار ځایونو کې ۱۲۶ ورځې رخصت ورکول کېږي او پلرونو ته یې له رخصتۍ سربېره د یوې میاشتې معاش ورکول کېږي.

دې برخه کې یونسکو نړیوال میراث جشن ته هم اشاره شوې چې په زرګونه کسان پکې ګډون کوي.

روبینووېټ همدا راز ویلي چې لیتوانیایان د ازادي فضا مینه وال دي، دوی خوښوي چې له ښاره لیري د ځنګلونو، تپو، سمندرګیو او سواحلو لیدو ته ورشي او خوند ترې واخلي.

رومانیا

سره له دې چې رومانیا د نړۍ په کچه د خوشاله هېوادنو په نوملړ کې ۳۲ ځای لري خو تېره لیسزه کې یې د پام وړ مخکې تګ کړی دی، ځکه چې رومانیا په ۲۰۱۳ کال کې د نړۍ د خوشاله هېوادونو په لیست کې ۹۰ ځای خپل کړی و.

د دې مخکې تګ اصلي لامل د ځوانانو خوشالي په ګوته شوې چې له ۳۰ کلنۍ کم عمره وګړي یې تر ټولو خوشاله دي.

ځینې کارپوهان دا د ازادۍ او فرصت زیاتوالي پورې هم تړي. د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې بلغاریا او رومانیا دوه هغه نوي هېوادونه و چې د اروپايي ټولنې د شینګن برخه وګرځېدل.

رومانیا همدا راز د زیربناو په برخه کې پانګونه کړې او د ځايي خلکو او ګرځندویانو لپاره یې د ژوند بڼه کې ښه والی راوستی.

چک جمهوریت

چک جمهوریت په ټوله کې د نړۍ په کچه د خوشاله هېوادونو په لیست کې ۱۸ ځای لري خو په هغه نوملړ کې بیا لسم ځای لري چې له ۳۰ کلنۍ کم عمره کسان پکې تر ټولو ډېر خوشاله دي.

چک جمهوریت په ورستیو کلونو کې ټولنیز او کلتوري برخه کې د پرمختګونو شاهد دی چې د خوښۍ د کچې زیاتوالي لامل شوي.

د The World Was Here مسافرتي سایټ بنسټ ایښودونکی مایکل روزنبلات وايي: "دلته ودانۍ او کورونه کوچتي دي، ځکه خلک پارکونو، میخانو او کفو ته ډېر ارزښت ورکوي."

نوموړی دوه کاله کېږي چې پراګ کې اوسېږي.

هغه وايي: "د ورځې د کارونو له ختمېدو وروسته به کورنۍ، ښځه او مېړه او ملګري وګورۍ چې د ښار شنو او ګوښي ځایونو ته ځي."

هغه زیاتوي:" آن په سړه هوا کې میخانې او کافې شته چې د چک جمهوریت له ځانګړنو ګڼل کېږي."

د کار او ژوند برخه کې د یاد هېواد د حکومت تګلارو هم اساني رامنځته کړې، چې د خلکو د خوشالۍ مهم لامل یادېږي.

په دې کې ټاکل شوې د رخصتۍ ورځې، د زېږون رخصتي او روغتیا پاملرنه شامل دي.