افغان ابدالیان لوبډله او د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډله له کومو هېوادونو سره کله لوبې لري؟

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي‌بي‌سي

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي چې افغان ابدالیان لوبډلې په متحده عربي اماراتو کې د را روانې څلور ورځنۍ لوبې او درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره د چمتوالي په موخه په ابوظبۍ کې تمریناتي لوبې پیل کړې دي چې نږدې یوه اوونۍ به روانې وي.

دا سیالۍ د افغانستان په کوربتوب کېږي او افغان ابدالیان لوبډله پکې له ایرلنډ الف او سريلنکا الف لوبډلو سره لوبې کوي.

د افغانستان کرېکټ‌ بورډ د معلوماتو له مخې، دا لوبلړۍ به د اپرېل میاشتې له اوومې نېټې د مې تر دویمې روانې وي او په ترڅ کې به یې اووه یو ورځنۍ او دوه څلور ورځنۍ سیالۍ تر سره شي.

د افغان ابدالیان لوبډلمشر درویش رسولي هیله‌من دی چې په دې سیالیو کې به یې لوبډله وځلېږي.

د ویډیو تشریح، د افغان ابدالیان لوبډلمشر درویش رسولي څه وايي؟

دی وايي چې که څه هم په جلال اباد کې یې چې لوبډلې په کوم لوبغالي او پېچ باندې تمرینونه کړي د ابوظبۍ هغه توپير ورسره لري خو زیاتوي چې لوبغاړي‌ یوه اوونۍ وخت لري چې ځانونه له دې لوبغالي او پېچ سره بلد کړي.

دی زیاتوي، "انشاءالله موږ سره تر هفتې پورې وخت شته دی، هلکان به ځان ورسره برابر کړي. موږ ته چې څه ډول بېټېنګ په کار دی، څنګه چې ویکېټې په کار دي، بالرانو ته چې څه ډول بال کول په کار دي، پر هغوی کار کوو چې ورسره بلد شو."

لوبې کله او د چا ترمنځ دي؟

د افغانستان کرېکټ بورډ له لوري د خپاره شوي مهالوېش له مخې، افغان ابدالیان لوبډله به د را روانې دوشنبې په ورځ (اپرېل اوومه) له ایرلنډ الف لوبډلې سره څلور ورځنۍ لوبه وکړي چې د اپرېل میاشتې له اوومې تر ۱۰مې به په ابوظبۍ ښار کې ترسره شي.

تر لومړۍ څلور ورځنۍ لوبې وروسته به د همدې میاشتې پر ۱۳مه د یو ورځنیو سیالیو درې اړخیزه لوبلړۍ پیل شي چې په لومړۍ لوبه کې به سريلنکا الف لوبډله د ایرلنډ الف لوبډلې پر وړاندې سیالي وکړي.

ACB

د عکس سرچینه، ACB

د یو ورځنیو سیالیو په دې درې اړخیزه لوبلړۍ کې به هره لوبډله له بلې سره دوه لوبې وکړي او د لومړي پړاو دوه مخکښې لوبډلې به پایلوبې ته ووځي.

پایلوبه به د هماغو لوبډلو تر منځ د اپرېل میاشتې پر ۲۵مه نېټه ترسره شي.

همدا راز د درې اړخیزې لوبلړۍ په پای کې به افغان ابدالیان لوبډله د اپرېل پر ۲۹مه نېټه له سريلنکا الف لوبډلې سره خپله دویمه څلور ورځنۍ لوبه د ابوظبۍ کرېکټ لوبغالي کې پیل کړي چې د مې میاشتې تر دویمې به روانه وي.

دا لوبې څنګه ننداره کېدای شي؟

د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرائيه مشر نصیب خان ویلي چې دا لوبلړۍ به لوبغاړو ته فرصت برابر کړي چې خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي او خپل مهارتونه پياوړي کړي.

د نصیب خان په وینا، "له دې سیالیو زموږ یوه مهمه موخه دا هم ده چې د اوږده فارمټ لوبو لپاره غوره لوبغاړي ومومو او له خپلو اوږد مهاله پلانونو سره سم په راتلونکي کې د سور بال بهترینه لوبډله ولرو او په ټوله کې په هېواد کې د سره توپ کرېکټ ته لا زیاته وده ورکړو."

د یادولو ده چې افغان ابدالیان لوبډله د کوچني اختر پر لومړۍ ورځ متحده عربي اماراتو ته روانه شوې وه او د شپې هلته رسېدلې.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي چې دا لوبې به د ځینو نورو چاینلونو ترڅنګ په افغانستان کې د ژوندون تلویزون او په بهر کې د (فېن کوډ تلویزوني اپلېکېشن) له لارې خلک په ژوندۍ بڼه ننداره کړای شي.

د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډله نیپال ته رسېدلې

ACB

د عکس سرچینه، ACB

بل لور ته د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډله هم نيپال ته رسېدلې ده.

ټاکل شوې افغان لوبډله هلته د نيپال پر وړاندې درې یو ورځنۍ سیالۍ وکړي چې لومړۍ لوبه به یې د را روانې پنجشنبې په ورځ (اپرېل ۳مه) ترسره شي.

دا لوبلړۍ به د روانې میلادي میاشتې له درېیمې تر نهمې نېټې روانه وي.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي چې د دې لوبلړۍ تر څنګ به افغان لوبډله د ۱۹کلنو لوبډلو د نړیوال جام لپاره د غوراوي پړاو سیالیو کې هم ګډون وکړي.

په پام کې ده د را روان نړیوال جام سیالیو ته د لار موندنې لوبې هم د همدې اپرېل میاشتې له ۱۳مې تر ‍۱۹مې نېټې په نیپال کې ترسره شي.