راشد خان څلور کاله وروسته خپل هېواد ته ستون شو
راشد خان څلور کاله وروسته خپل هېواد ته ستون شو
د افغانستان کرېکټ ستوری راشد خان څلور کاله وروسته نن شنبه سهار خپل هېواد افغانستان ته ستون شو.
د افغانستان کرېکټ بورډ پر فېسبوکپاڼه یوه پیغام کې ویل شوي، چې راشد خان د بوخت مهالوېش له کبله نه و توانېدلی تېرو څلورو کلونو کې هېواد ته راشي، خو نن ګهیځ کابل ته ورسېد او د کرېکټ بورډ چارواکو یې هر کلی وکړ.
راشد خان اوسمهال د هند پریمئر لیګ (ای پي ایل) په سیالیو کې د ګجرات ټیټانز لوبډلې لپاره له دوو نورو هېوادوالو لوبغاړو نور احمد او عظمت الله عمرزي سره یو ځای لوبېږي.
د سږ کال په ای پي ایل سیالیو کې د راشد خان په ګډون ټولټال نهه افغان کرېکټ ستوري برخه لري.
د یادونې ده، چې راشد خان به د ۲۰۲۴ کال ایسيسي کرېکټ شل اوریزو سیالیو نړیوال جام لپاره د افغانستان ۱۵ کسیزې لوبډلې مشري هم کوي.



