د افغانستان-پاکستان جګړه: ولې ډیورنډ کرښه د شخړې ټکی پاتې شوی؟

د ویډیو تشریح، د افغانستان-پاکستان جګړه: ولې ډیورنډ کرښه د شخړې ټکی پاتې شوی؟
د افغانستان-پاکستان جګړه: ولې ډیورنډ کرښه د شخړې ټکی پاتې شوی؟

څه باندې ۱۳۰ کلونه وړاندې، د افغانستان یو واکمن چې د 'اوسپنیز امیر' په نوم پېژندل کېده او یو بریتانیایي ډیپلومات د یوې داسې پولې (کرښې) جوړولو یو تړون لاسلیک کړ چې نن د جګړو سیمه ده. دوی هغه کرښه جوړه کړه چې اوس د ډیورنډ کرښې په نوم پېژندل کېږي او پاکستان او افغانستان یې سره وېشلي دي. دې کرښې ټولنې او قبیلې ووېشلې. ډیورنډ کرښه د نړۍ له تر ټولو لانجمني فزیکي پولو ده چې د سرحدي شخړو او وسله‌والو فعالیتونو سبب کېږي.