"د پاکستان تازه بمبارۍ او بریدونو کې ۱۳ ولسي وګړي وژل شوي"
"د پاکستان تازه بمبارۍ او بریدونو کې ۱۳ ولسي وګړي وژل شوي"
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، د پاکستان پوځ کندهار کې د راستنېدونکو پر یوه موقتي کمپ بمبار کړی چې درې راستانه شوي کسان چې کارګر دي وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.
د انځرګي کمپ کندهار کې د ډیورنډ کرښې ته نژدې پروت دی چې د راستنېدوکو موقتي پناځای دی.
ښاغلي فطرت پر اېکس کې لیکلي چې تېره شپه د کونړ اسد اباد ښار پر مرکز د توپونو ډزې شوې دي، چې په پایله کې يې اوه ملکیان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی. په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم دي.
بله خوا، د طالبانو سرچینې وايي، پکتیکا کې د ملکي وګړو پر کورونو د پاکستاني ملېشو په وروستي برید کې درې تنه وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.



