له تراویح لمانځه وروسته جومات کې د رسۍ کشولو لوبه

د ویډیو تشریح، له تراویح لمانځه وروسته جومات کې د رسۍ کشولو لوبه
له تراویح لمانځه وروسته جومات کې د رسۍ کشولو لوبه

په یوه د پام وړ صحنه کې، د استانبول امین علي پاشا جومات امام له تراویح وروسته د ماشومانو لپاره تفریحي پروګرامونه تنظیم کړل، چې په کوچنیوالي کې یې له جومات او لمانځه سره مینه پیاوړې کړي.

د جومات انګړ له خندا او سیالیو ډک شو، لکه د رسۍ کشول او بوجۍ کې د پښو ننویستلو او منډې وهلو لوبه. ماشومانو ته هڅوونکې جایزې هم ورکړل شوې.

په خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې امام خپله د ماشومانو فعالیتونو کې ګډون کوي، د روژې په داسې توده فضا کې چې جومات د یوه دیني، روزنیز او ټولنیز مرکز په توګه ښيي.