"که پاکستان افغانستان ناامنه کړي، اسلاماباد به خوندي پاتې نه شي"
"که پاکستان افغانستان ناامنه کړي، اسلاماباد به خوندي پاتې نه شي"
د طالبانو د حکومت د پوځ مشر محمد فصیحالدین فطرت په دې ویډیو پاکستان ته ګواښ کړی چې "د ګوتې ځواب به په سوک ورکړي".
نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو د حکومت پوځي ځواکونه دا وړتیا لري چې که پاکستان افغانستان ناامنه کړي، نو د دغه هېواد چارواکي به ان پلازمېنه اسلاماباد کې هم په امن کې ژوند ونه شي کولی.
د طالبانو د ځواکونو او پاکستاني پوځ ترمنځ نښته تېره شپه هغه مهال پیل شوه، چې د طالبانو ځواکونو د پاکستان پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل. وروسته پاکستان پر کابل، کندهار او پکتیا هوايي بریدونه وکړل.
د راپورونو له مخې، نن هم پاکستاني جنګي الوتکو د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ پوځي ځایونه بمبار کړي دي.
دواړو لورو ادعا کړې چې د یو بل لسګونه سرتېري یې وژلي، خو تر اوسه خپلواکو ادارو دا راپورونه نه دي تایید کړي.



