تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکايي رسنۍ؛ د ایران او امریکا ترمنځ د بندیانو د تبادلې مذاکراتو کې پرمختګ شوی
د امریکا 'اېن بي سي' خبري شبکه وايي باخبره سرچینو ورته د قطر او بریتانیا په منځګړیتوب د ایران او امریکا ترمنځ د بندیانو د تبادلې د هڅو خبر کړې ده.
اېن بي سي په دې اړه خپل راپور کې لیکلي چې تهران ښايي په دې لړ کې د همکارۍ بدل کې خپل هغه میلیاردونه ډالر چې دمګړۍ د امریکا د بندیزونو له کبله سویلي کوریا کې ایسارې دي، ازادې کړي.
د اېن بي سي دغه رپوټ کې راغلي "پر دې موضوع څلورو باخبره سرچینو راته ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د بریتانیا او قطر په منځګړیتوب د بندیانو د تبادلې پر سر غیرمستقیم مذاکرات روان دي... دا سرچینې دغو مذاکراتو کې د پرمختګ خبر ورکوي، خو وايي ډاډمن نه دي چې وروستۍ پرېکړه دې لا شوې وي."
دا رپوټ داسې مهال خپور شوی چې ایران لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي رابرټمالي چارشنبه د منځني ختیځ د سفر په لړ کې د عمان او قطر چارواکو سره د ایران په تړاو د خبرو اترو خبر ورکړی دی.
دې امریکایۍ خبري شبکې د خپلو دریو سرچینو به حواله ویلي چې دا خبرې د ۲۰۲۱ کال د هوکړې او کړنلارې په دوام ترسره کېږي.
په هغه کړنلار کې راغلي "ایران کولی شي خپلو پیسو ته لاسرسی ومومي، خو یوازې دا اجازه به لري چې د خوراکي محصولاتو، درملو او بشردوستانه توکو پر پېرلو یې ولګوي."
اوس اېن بي سي د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، تازه مذاکراتو کې یوه مهمه موضوع دا هم ده چې که د ایران دغه کنګل شوې پیسې قطر ته ولېږدول شي او له هغه ځایه د هوکړې له مخې د څارونکو اصولو رڼا کې ازادې شي."
اېن بي سي خپل رپوټ کې د امریکا بهرینو چاور وزیر انتوني بلېنکن او د قطر د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان آل ثاني ترمنځ د وروستۍ لیدنې عکس خپور کړی او څو پراګرافه لاندې یې ترې لیکلي چې دا لیدنه د ایران او امریکا ترمنځ د غیر مستقیمو مذاکراتو په لړ کې شوې.
دا ناسته د تېر جمعې پر ورځ واشنګټن کې شوې.
د قطر بهرنیو چارو وزیر تر دې دوه اوونۍ وړاندې تهران کې د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان سره هم ورته ناسته درلوده.
د قطر بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان آل ثاني د جنورۍ پر ۲۹ تر هغې ناستې وروسته ویلي و چې ایران ته یې د امریکا یو پيغام راوړی دی.
تېرو څو کلونو کې عمان د تهران او واشنګټن ترمنځ په ځانګړې توګه د بندیانو د تبادلې موضوع کې منځګړیتوب کاوه.