امریکايي رسنۍ؛ د ایران او امریکا ترمنځ د بندیانو د تبادلې مذاکراتو کې پرمختګ شوی

امریکا

د عکس سرچینه، NBC

د امریکا 'اېن بي سي' خبري شبکه وايي باخبره سرچینو ورته د قطر او بریتانیا په منځګړیتوب د ایران او امریکا ترمنځ د بندیانو د تبادلې د هڅو خبر کړې ده.‌

اېن بي سي په دې اړه خپل راپور کې لیکلي چې تهران ښايي په دې لړ کې د همکارۍ بدل کې خپل هغه میلیاردونه ډالر چې دمګړۍ د امریکا د بندیزونو له کبله سویلي کوریا کې ایسارې دي، ازادې کړي.

د اېن بي سي دغه رپوټ‌ کې راغلي "پر دې موضوع څلورو باخبره سرچینو راته ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د بریتانیا او قطر په منځګړیتوب د بندیانو د تبادلې پر سر غیرمستقیم مذاکرات روان دي... دا سرچینې دغو مذاکراتو کې د پرمختګ خبر ورکوي، خو وايي ډاډمن نه دي چې وروستۍ پرېکړه دې لا شوې وي."

دا رپوټ داسې مهال خپور شوی چې ایران لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي رابرټ‌مالي چارشنبه د منځني ختیځ د سفر په لړ کې د عمان او قطر چارواکو سره د ایران په تړاو د خبرو اترو خبر ورکړی دی.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

دې امریکایۍ خبري شبکې د خپلو دریو سرچینو به حواله ویلي چې دا خبرې د ۲۰۲۱ کال د هوکړې او کړنلارې په دوام ترسره کېږي.‌

په هغه کړنلار کې راغلي "ایران کولی شي خپلو پیسو ته لاسرسی ومومي، خو یوازې دا اجازه به لري چې د خوراکي محصولاتو،‌ درملو او بشردوستانه توکو پر پېرلو یې ولګوي."

اوس اېن بي سي‌ د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، تازه مذاکراتو کې یوه مهمه موضوع دا هم ده چې که د ایران دغه کنګل شوې پیسې قطر ته ولېږدول شي او له هغه ځایه د هوکړې له مخې د څارونکو اصولو رڼا کې ازادې شي."

اېن بي‌ سي خپل رپوټ‌ کې د امریکا بهرینو چاور وزیر انتوني بلېنکن او د قطر د لومړي‌ وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان آل ثاني ترمنځ د وروستۍ لیدنې عکس خپور کړی او څو پراګرافه لاندې یې ترې لیکلي چې دا لیدنه د ایران او امریکا ترمنځ د غیر مستقیمو مذاکراتو په لړ کې شوې.

دا ناسته د تېر جمعې پر ورځ واشنګټن کې شوې.

ایران

د عکس سرچینه، ISNA

د عکس تشریح، د قطر بهرنیو چارو وزیر د جنورۍ په ۲۹مه تهران کې د ایران بهرنیو چارو وزیر سره لیدلي و

د قطر بهرنیو چارو وزیر تر دې دوه اوونۍ وړاندې تهران کې د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان سره هم ورته ناسته درلوده.‌

د قطر بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان آل ثاني‌ د جنورۍ پر ۲۹ تر هغې ناستې وروسته ویلي و چې ایران ته یې د امریکا یو پيغام راوړی دی.‌

تېرو څو کلونو کې عمان د تهران او واشنګټن ترمنځ‌ په ځانګړې توګه د بندیانو د تبادلې موضوع کې منځګړیتوب کاوه.‌