ایران له امریکا سره پر خپل اټومي پروګرام 'غیر مستقیمې' خبرې پیل کړې

مذاکرات

د عکس سرچینه، IFM

د ایران او امریکا د استازو ترمنځ د ایران د اټومي پروګرام په اړه د غیر مستقیمو خبرو لومړی پړاو سه شنبه د اتریش پلازمېنې ویانا کې ترسره شو، خو د دواړو هېوادونو پلاو مخامخ سره ونه کتل.

په دې خبرو کې د هغو هېوادونو استازو هم ګډون درلود چې له ایران سره د شوي اتومي تړون برخه دي. د دې خبرو موخه پر ایران د بندیزونو ختمول او د تړون ژمنو ته د ایران ور ستنېدل دي.

د اټومي انرژۍ نړیواله اداره کې د روسیې دایمي استازي میخائیل اولیانف ویلي، لومړنۍ ناسته مثبته وه، خو یوې هوکړې ته رسېدل به ډېر وخت ته اړتیا ولري.

په دې خبرو کې د اروپایي ټولنې استازي انریکه مورا هم ویلي، دواړه خواوې د ستونزې حل لپاره دیپیلوماتیکو ګامونو اخیستو ته لېواله دي.

ایراني چارواکو ویلي، د کارپوهانو دوه جلا ډلو خپلو کې ناستې وکړې، چې په یوه کې یې د امریکا لخوا د بندیزونو پر ختمېدو او بله کې د تړون ژمنو ته ایران پر ور ستنېدو خبرې وشوې.

ټاکل شوې ده چې د دې ناستو پایله ګډ کمېسیون ته وسپارل شي، چې د ایران، بریتانیا، فرانسې، جرمني او روسیې د بهرنیو چارو مرستیالو وزیرانو نه جوړ دی.

خبرو ته د امریکا ور ستنېدل

Iranian flag in Iran's Bushehr nuclear power plant on 10 November 2019

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ایران ټینګار لري چې تر خبرو بېرته پیلېدو مخکې دې امریکا ټول هر اړخیز بندیزونه لیرې کړي

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، چمتو دی چې د پخواني ولسمشر ډونلډ‌ ټرمپ له پرېکړو په شا شي او د ۲۰۱۵ کال هوکړې ته بېرته وروګرځي.

په ۲۰۱۸ کال، واشنګټن له دې هوکړې ووت چې وروسته ایران هم په یوه ورته ګام کې د برجام له ژمنو پښه په شا کړه.

ایران د امریکا له لوري د ټولو یو اړخیزه بندیزونو د سم‌لاسي لیرې کېدو غوښتنه کوي. دغه هېواد په وروستیو خبرو کې له امریکايي مذاکره کوونکي پلاوي سره له لیدو ډډه کړې ده.

ددې معنا دا ده چې په دې خبرو کې به اروپايي هېوادونه د منځګړي رول ولري.

اروپايي ټولنه د اوسنیو خبرو مشري پر غاړه لري. د ایران په دې مذاکراتو کې چین، فرانسه، جرمني،‌ روسیه او بریتانیا هم ګډون کوي.

د فرانسې د خبري اژانس د رپوټ له مخې، د امریکايي پلاوي استازي به د ایراني ‌پلاوي له استوګنځي لیرې بل ځای د اروپايي‌ ټولنې له مذاکره کوونکو سره وګوري.

line

د ایران تومي کړکېچ

ستر نړیوال قدرتونه پر ایران باور نه لري: ځینې هېوادونه ‌پر دې باور دي چې ایران اتومي قدرت غواړي، ځکه غواړي چې اتوم‌بم جوړ کړي- خو ایران یې ردوي.

همدا ده چې معامله خرابه شوه: په ۲۰۱۵ کې، ایران او شپږ نور هېوادونه یوې لویې هوکړې ته ورسېدل.‌ ایران باید د بندیزونو او خپل اقتصاد بېرته رغولو لپاره له اتومي فعالیتونو ډډه وکړي.

اوس ستونزه څه ده؟ وروسته تر هغه چې د امریکا مخکېنی ولسمشر ډونلډ ټرمپ له برجام ووت او پر ایران یې بندیزونه ولګول، ایران بېرته بند شوي اتومي فعالیتونه پیل کړل. خو ولسمشر جو بایډن غواړي له برجام سره یوځای شي، دواړه غاړې وايي لومړی یې مقابل لوری باید ګام واخلي.

line

دا لومړی ځل دی چې له برجام نه د امریکا له وتلو راهیسې د ګڼو هېوادونو استازي د اتومي مذاکراتو ځای کې سره جرګه کېږي.

په ایران کې د دغه هېواد د قضائیه قوې د مشر ابراهیم رئیسي په ګډون ځینو سیاستوالو او او ګوتنیوونکو ورځپاڼو پر دغو وروستیو خبرو پیلېدو نیوکې کړې دي.

د وطن امروز محافظه کارې ورځپانې هم په خپل لومړي سرلیک کې په ویانا کې د امریکا او ایران نامستقیم مذاکرات د "روحاني د دولت ګډوډي" بللې ده.

دا پرمختګ د برجام د مهمې او انټرنېټي ناستې تر پای ته رسېدو وروسته اعلان شوی دی. په دې ناسته کې سلا پر دې شوه چې د ویانا د سې شنبې په ورځ مذاکراتو کې ټول اړخونه حضوري ګډون ولري.

د ایران او ۱+۴ استازي به په دې ناسته کې اتومي هوکړې ته د امریکا راستېندو او د شرطونو په اړه بحث وکړي.

د اتومي وسلو د پراختیا د مخنیوي د تګلارې مشر کلسي ډاونپورټ د وسلو د کنټرول فکري خونه کې وویل، د مذکراتو اوسنی چوکاټ حقیقي نه دی، خو وايي اروپايي ټولنه د په ټپه ولاړ حالت ماتولو ته په مناسب موقعیت کې ده.

په ویانا کې یوه مېشت ډیپلومات ویلي: "د ستنېدو د مسلو ستونزه د نه منلو ده، لکه څېړنیز فعالیتونه چې ایران ترسره کړي دي".

لاهم روښانه نه ده چې امریکا به د ایران په غوښتنه ټول بندیزونه لیرې کړي او که نه.

درې اونۍ مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ژمنه کړې وه چې "خپل جوړښتي پروګرامونه به له مناسبې ډیپلوماتیکې لارې" څخه وړاندې کړي.