د هنګري مشر وايي امریکا او اروپا کې به ښي اړخي ګوندونه راپورته شي

د عکس سرچینه، REUTERS/BERNADETT SZABO
- Author, نېک تورپ
- دنده, بوداپېست کې د بی بي سي خبریال
د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان د خپلو پلویانو یوې ډلې ته وینا کې ویلي دده د حکومت ملتپاله محافظه کاره تګلارې به سږکال په اروپا او بهر کې ګټونکې وي.
بوداپېست کې هغه وویل "موږ دا کال یواځې پېل کړ، د کال ترپایه به موږ په نړۍ کې اکثریت یو."
هغه ډاډه دی چې ډونالډ ټرمپ به په نومبرکې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې وګټي او ښی اړخي ګوندونه به په جون کې د اروپايي پارلمان ټاکنو کې هم برلاسي وي.
د هنګری د ملي ورځې په مناسبت وینا کې هغه وویل "که موږ غواړو چې د هنګري ازادي او حاکمیت وساتو، بله لاره نه لرو، باید برسلز اشغال کړو."
ښاغلی اوربان له پخوا اروپايي ټولنې سره اختلافونه لري، خو خپلو پلویانو ته یې وویل د امریکا په متحدو ایالتونوکې هم دوی (د حاکمیت بدلون) کې مخکې دي.
دده دا تبصرې، د اوکرایین جګړې په اړه د هنګري دریځ، اود کور دننه دده لخوا د واک تمرکزپه اړه نړیوالو نیوکو پرسر او واشنګټن کې د بایډن ادارې سره د لفظي شخړې یوه و روستۍ برخه ده.
تېره اونۍ فلوریډا کې، له ټرمپ سره له کتنې وروسته، د هنګري مشر وړاندوینه وکړه چې اوکرایین کې به د روسیې جګړه ختمه شي ځکه چې د امریکا راتلونکی ولسمشر به "یوه پېسه هم کییف" ته ورنه کړي.
ولسمشربایډن ژر په غبرګون کې وویل ښاغلی اوربان " فکر نه کوي چې ډیموکراسي کار کوي او دی د دیکتاتورۍ په لټه کې دی."

د عکس سرچینه، ZOLTAN FISCHER/HANDOUT/EPA-EFE/REX
بوداپېست کې د امریکا سفیر ډېوېډ پرېسمن هم دا اونۍ د هنګري پرلومړي وزیر نیوکه وکړه او وې ویل "لومړی وزیر اوربان، چې له یوې خوا بې بنسټه ادعا کوي چې د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت غواړي دده حکومت نسکوره کړي، له بلې خوا په ښکاره د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر سیاسي ماتې غوښتنه کوي او په فعاله توګه د امریکا د متحدو ایالتونو د ګوندونو په سیاسي مسلو کې برخه اخلي."
د جمعې پر ورځ وینا کې، ښاغلي اوربان د اروپايي ټولنې په اړه توندې خبرې وکړې او وروسته چې کله یې پلویان خپلو کورونو ته تلل، ځینویې یو تنها ځوان اعتراض کوونکي ته- چې د اروپايي ټولنې ابي بېرغ ورسره و- توندې اوږدې خبرې وکړې.
د پیټرسورګو په نوم یو تن بي بي سي ته وویل " موږ باید له ډونالډ ټرمپ او روسانو څخه هنګري وساتو، نه له اروپايي ټولنې څخه."
د امریکا او هنګري ترمنځ شخړې په مرکز کې د هنګري د حکومت دا غوښتنه ده چې وايي اوکرایین کې دې سملاسي اوربند وشي. هنګري کییف ته د پوځې مرستو ورکولو مخالفه ده، او لوړو روسي مامورینوسره پرلپسې غونډې کوي، لکه تېر اکتوبرکې په بېجینګ کې ولادیمیرپوتین سره د ویکتور اوربان کتنه.
د امریکا سفیرد مارچ پر ۱۴مه بوداپېست کې وویل د اوکرایین جګړې په اړه د هنګري دریځ "له واقعیته لیرې دی، د هنګري تګلاره د دې خیال پربنسټ ولاړه ده چې د اوکرایین بې وسلې کول به پوتین ودروي. تاریخ ښيي چې دا به برعکس نتیجه ولري. دا د سولې یو وړاندیز نه دی، بلکې بشپړ تسلیمېدل دي."
د ښاغلي اوربان محافظه کاره ملتپال فیدېز ګوند له ۲۰۱۰کال راهیسې واکمن دی او د بایډن اداره هم د دموکراسي تعریف په اړه د هنګري د دریځ پرسر ورسره اختلافونه لري.
د امریکا سفیرهنګري کې د ولسواکۍ په اړه وویل هلته " په سیستماتیک ډول خپواکه رسنې ترکنټرول لاندې راوستل کېږي، شتمن کسان رسنۍ رانیسي او بیا یې هغوبنسټونو ته سپاري چې د حکومت ترکنټرول لاندې دي، او یوڅو رسنۍ چې خپلواکه پاتې دي تحقیقاتو، د مالیې په اړه پلټنو سره مخ کيږي، اود اعلانونو عواید له لاسه ورکوي."

د عکس سرچینه، FERENC ISZA/AFP
ښاغلی اوربان او حکومت یې اوس له داسې یوه اړخه چې تمه یې نه کېده له ننګونې سره مخ دي.
۴۳ کلن پیټرمګیار چې پخوا د حاکم ګوند (فیدېز) پلوي و او یو سوداګر دی، یو نوی سیاسي ګوند جوړکړی چې د جمعې پرورځ یې د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان کړ او په بوداپېست کې یې په لسګونو زره خلک راجلب کړي وو.
ښاغلي مګیار له اروپايي ټولنې سره د رغونکو خبرو اترو غوښتنه وکړه اوخپلو پلویانو ته یې وویل د ټولو هغوکسانو لپاره چې د کمونیزم له ړنګېدو راهیسې تېرو درې لسیزو کې د شویو تېروتنو څخه ناراضي دي "د هنګریانو، ودرېږئ" په نامه یوِغورځنګ جوړوي.
ښاغلي مګیار پرفېسبوک لیکلي " د واورو هرتوپان د واورو له وړو ټوټو یا بڅرکو څخه پېل کېږي"، او ژمنه یې وکړه چې’’ فساد او خپلوي پالنې’’ پرضد به مبارزه وکړي چې دده په خبره د ویکتور اوربان حکومت ورباندې ککړدی.
دا نوی ګوند به هڅه وکړي چې د هنګري په سیاسي مرکز کې هغه تشه ډکه کړي چې ښی خوا ته د فیدېز حاکم ګوند د تلو اود موجود اپوزیسیون د ناکامي له امله رامنځته شوې.
د پیټرمګیارغورځنګ غواړي د یو جدي ځواک په توګه رامنځته شي اوپه ۲۰۲۶کال کې راتلونکو پارلماني ټاکنوکې د فیدېز حاکم ګوند پر وړاندې ودرېږي.








