په افغانستان کې د انټرنېټ او مخابراتي شبکو بندېدو ته د نړيوالو غبرګونونه

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان د انټرنېټ او مخابراتي شبکو بندېدو په بهر او کور دننه ګن غبرګونه راپارولي او د دې بنديز د لرې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
په افغانستان کې د دوشنبې ورځې (۲۹ سپټمبر) د مازديګر له پنځو بجو راهيسې انټرنېټ او مخابراتي شبکې تړل شوې دي په افغانستان کې په کوردننه او له بهره پر انټرنېټ او د موبايل شبکو له لارې هېڅ اړيکه نشي نيول کېدی.
ګڼو نړيوالو ادارو د طالبانو حکومت د دې پرېکړې له کبله اندېښنه څرګنده کړې چې په وینا یې د ګام به د افغانانو لپاره ناوړه پایلې ولري.
د بښنې نړیوال سازمان پر انټرنېټ بنديز د بشري حقونو نړيوالو معيارونو سره په ټکر کې بللی او د فعالېدو غوښتنه یې کړې
د بښنې نړيوال سازمان د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا پر انټرنېټ او مخابراتي خدمتونو بنديز غندلې او دا یې "غير مسوولانه ګام" بللی دی.
د ياد سازمان د جنوبي اسیا مشرې سمرېتي سېنګ ويلي، چې د انټرنېټ بندېدل به په داسې حال کې چې د افغانستان نژدې نيمايي وګړي له بشري ناورين سره مخ دي د بشري مرستو لېږد، روغتيايي خدمتونو او د نورو چوپړونو په برخه کې سخت زيان ورسوي.
نوموړې زياته کړې، چې اړیکې او معلومات ته لاسرسی د بشري حقونو د خونديتوب لپاره اړین دی خو د "معلوماتو پر بهير د سختو محدوديتونو له لارې طالبان هڅه کوي چې نړۍ د هېواد دننه روانو سرغړونو له واقعيتونو بې خبره وساتي. "
سمرېتي سېنګ زياته کړې چې دا بنديز به پر هغو نجونو چې له زدکړو محرومې دي هم سخت اغېز وکړي چې په وينا یې دا ګام د هغوی د زدکړو بهير ګډوډوي او "هېڅ د توجيه وړ نه دی."
د بښنې نړيوال سازمان انټرنېټ په افغانستان کې د ورځني ژوند مهمه برخه بللې چې له زدکړو نيولې تر سوداګرۍ، بشري مرستو او رسمي اړيکو پورې حياتي ارزښت لري او دا بنديز یې د بشري حقونو د نړيوالو معيارونو سره په ټکر کې بللی دی.
يوناما د انټرنېټ د بېرته فعالېدو غوښتنه کړې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ يوناما د طالبانو له حکومته غوښتي چې سملاسي او په بشپړه توګه په ټول هېواد کې انټرنېټ او مخابراتي چوپړونه بېرته فعال کړي.
یوناما د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د انټرنېټ او مخابراتو پرېکون افغانستان له نورې نړۍ سره په بشپړه توګه پرې کړی دی.
ياده اداره وايي، دا به د بانکي او مالي سيستمونو فعاليت ته سخت زيان واړوي، ښځې او نجونو به لا زياتې له انزاو سره مخ شي، بېړنيو چوپړونو او روغتيايي پاملرنې ته به لاسرسی محدود کړي، هوايي چلند سکتور به ګډوډ کړي او له بهرنيو هېوادونو کورنيو ته د پيسو لېږد به له خنډونو سره مخ کړي.
يوناما پر "انټرنېټ او مخابراتي خدمتونو بنديز معلوماتو ته د لاسرسي او د بيان ازادۍ پر وړاندې يو جدي محدوديت" بللی دی.
دغې ادارې د افغانستان په ختیځ کې وروستۍ مرګونې زلزلې ته په اشارې ويلي چې مخابراتي سيستمونه د طبيعي پېښو پر مهال د ګواښونو د مخنيوي وختي خبرداري، معلوماتو خپرولو، د ژغورونکو او بشري مرستندويانو لپاره اړين دي.
یوناما وايي وروستيو طبيعي پېښو ته په کتو چې ډېری قربانيانې یې ښځې او نجونې دي او داسې مهال چې له ګاونډيو هېوادونو زرګونه افغانان په زور ايستل کېږي، د انټرنېټ بندول نه يوازې دا چې "قانوني سرغړونه ده بلکې د خلکو ژوند ته هم ګواښ پېښوي."
بريتانيا د انټرنېټ بندېدو او نړيوالو الوتنو ځنډېدو له امله اندېښنه څرګنده کړې
د افغانستان لپاره د بريتانيا ځانګړي استازي رېچارډ لېنسې د انټرنېټ بندېدو او نړيوالو الوتنو ځنډېدو په اړه ويلي چې دا کار کولی شي د افغانانو لپاره "جدي او زيان رسونکې پايلې" ولري.
نوموړي پر اېکس خپاره کړي يو پوسټ کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې په ټول هېواد کې "مخابرات بېرته پيل کړي."
د بشري حقونو سازمان: د انټرنېټ بندېدل د بشري حقونو لپاره جدي پايلې لري
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان په افغانستان کې د طالبانو له حکومته سملاسي د انټرنېټ د بېرته فعالېدو غوښتنه کړې ده.
پر ټولنیزه رسنۍ اېکس خپاره کړي يوه پوسټ کې يادې ادارې ويلي، چې په ټول هېواد کې د انټرنېټ بندېدل به افغانستان کې "د بشري حقونو لپاره ډېرې جدي او براخې پايلې ولري."
د بشري حقونو سازمان زياته کړې چې "پر انټرنېټ بنديز د معلوماتو ازاد بهیر محدودوي په ځانګړي ډول روغتیا زده کړې او بانکي چوپړونو ته لاسرسی. هغه ښځې او نجونې چې له مخکې له عامه ژونده ايستل شوې تر ټولو ډېرې اغېزمنېږي."
رېچارډ بېنېټ: پر انټرنېټ بنديز به په ځانګړې توګه ښځې او نجونې له ستونزو سره مخ کړي
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورټر رېچارډ بېنېټ د بشري حقونو د سازمان پوسټ پر اېکس شريک کړئ او ویلې یې دي، چې که انټرنېټ ژر وصل نه شي دا به نه يوازې د خلکو ورځنی ژوند په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له ستونزو سره مخ کړي بلکې سوداګريز زيانونه کولی شي د هېواد له وړاندې نه کمزوری اقتصاد سقوط ته نژدې کړي چې دا به د بشري حقونو له سرغړونو سره مل وي.
نوموړی لیکي چې په دې تړاو وروسته اعلاميه خپروي.
د طالبانو حکومت تراوسه د موبايل شبکو د بندېد په اړه په رسمي ډول غبرګون نه دی ښودلی. خو يوه طالب چارواکي ويلي چې د مخابراتو بندېدل به تر نامعلومې نېټې پورې دوام وکړي او وايي دا ګام د منکراتو د مخنیوي په موخه اخيستل شوی دی.











