ښځې وايي افغانستان کې د انټرنېټ پر بندېدو یې خپله "وروستۍ هیله" له لاسه ورکړې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, محفوظ زبیدي
- دنده, بي بي سي
کله چې فهیمه نوري په افغانستان کې له پوهنتونه فارغه شوه، لویه هیله یې لرله.
هغې قانون او حقوق ولوستل، د قابلګۍ له پروګرامه فارغه شوې وه او ان د رواني روغتیا په یوه کلینیک کې یې کار هم کړی و.
خو دا هر څه هغه مهال ترې واخیستل شول کله چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې واک ته ورسېدل. د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی. پر ښځو یې کاري فرصتونه محدویت کړي دي او په تازه اقدام کې یې د ښځو لیکلي کتابونه له پوهنتونونو لېرې کړل.
د فهیمې لپاره بهرنۍ نړۍ سره د اړیکې یوازېنۍ لاره انټرنېټ و.
هغې وویل: " ما تازه په یوه انلاین پوهنتون کې زدکړې پیل کړې وې او هیله مې لرله چې خپلې زدکړې بشپړې کړم او انلاین کار پیدا کړم".
خو د سې شنبې په ورځ دا وروستۍ هیله هم پرې شوه، ځکه طالبانو په ټولیزه کچه د نوري فایبر له لارې پر انټرنېټ بندیز ولګاوه چې د نامعلوم وخت لپاره به دوام ولري.
فهیمې وویل: "زموږ وروستۍ هیله انلاین زدکړې وې. اوس انه همدا هیله هم له منځه ولاړه".
د هغې اصلي نوم د خوندیتوب لپاره بدل شوی دی، لکه د نورو کسانو نومونه چې په دې راپور کې ورسره خبرې شوې دي.
"موږ ټول په کور کې ناست یوو او هېڅ نه کوو"
په تېرو څو اونیو کې د طالبانو حکومت په یو شمېر ولایتونو کې د بد اخلاقۍ د مخنیوي په پلمه د فایبر انټرنېټ لیکې پرې کول پیل کړل.
ډېرو خلکو وېره لرله چې دا به د بشپړ انټرنېټ بندېدو لومړی ګام وي.
او د سې شنبې ورځ یې تر ټولو ناوړه وېره په حقیقت بدله شوه. د انټرنېټ څارونکې ډلې (نېټ بلاکس) په وینا، هېواد اوس مهال د "بشپړ انټرنېټ بندښت" تجربه کوي ـ داسې یو اقدام چې د هېواد بنسټیز خدمات یې فلج کړي دي.
نړیوالو خبري اژانسونو ویلي چې کابل کې یې له دفترونو سره اړیکې پرې شوي دي. د موبایل انټرنېټ او سپوږمکۍ ټلویزیون خپرونې په ټول افغانستان کې ګډوډې شوې دي. د ځايي رسنیو په وینا، د کابل هوايي ډګر الوتنې هم ګډوډې شوې دي.
د بشپړ بندیز تر اعلان مخکې، بيبيسي له یو شمېر افغانانو سره خبرې کړې وې او ویلي یې وو چې څنګه د انټرنېټ پرې کېدو د دوی ژوند ګډوډ کړی دی.
شکیبا چې په تخار ولایت کې ژوند کوي وویل: "له دې وړاندې مې د قابلګۍ زدکړې کولې، خو بدبختانه دغه پروګرام د ښځو لپاره بند شو... یوازېنۍ هیله چې موږ ته پاتې وه هغه انټرنېټ او انلاین زدکړې وې.
موږ غواړو زدکړې وکړو. غواړو سواد ولرو. غواړو په راتلونکي کې د خلکو مرسته وکړو. کله چې مې واورېدل انټرنېټ پرې شوی دی، نړۍ راته تیاره ښکاره شوه".
فهیمه هم ورته کیسه لري او وايي اوس ځان "بې وسه" احساسوي.
هغې وویل: "ما او زما دوو خویندو انلاین زدکړې کولې. موږ د انټرنېټ له لارې له خبرونو او ټکنالوژۍ ځانونه خبرول، خو اوس ځان خبر نه شو ساتلی او نه نوې وړتیاوې زدکولی شو.
زموږ هیله دا وه چې خپلې زدکړې پای ته ورسوو او له مالي پلوه د خپل پلار مرسته وکړو، خو اوس... موږ ټولې په کور کې ناستې یو او هېڅ نه کوو".
له ۲۰۲۱ کال راوروسته چې طالبان واک ته رسېدلي، د دوی د شریعت د تفسیر له مخې یې ګڼ محدودیتونه لګولي دي.
د همدې میاشتې په لومړیو کې د طالبانو حکومت د ښځو لیکلي کتابونه د پوهنتونونو له تدریس سیسټمه وایستل. دا د نوي بندیز یوه برخه وه چې د بشري حقونو او د جنسي ځورونې د تدریس مخنیوی یې هم کړی دی.
د طالبانو حکومت وویل د ښځو په لاس لیکل شوي شاوخوا ۱۴۰ کتابونه - چې پکې د "کیمیاوي لابراتوار کې خوندیتوب" په څېر سرلیکونه شامل دي – "د اندېښنې وړ" بللي؛ ځکه د دوی په وینا دغه کتابونه "د شریعت او د طالبانو د تګلارو ضد" دي.
د طالبانو حکومت په خبره د افغان کلتور او اسلامي قانون له تفسیر سره سم د ښځو حقونو ته درناوی کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو یوازې ښځینه زدکوونکې نه دي چې اغېزمنې شوې دي - د ذبیح په شان ښوونکي هم، چې د انلاین درسونو له لارې یې د ژوند لګښتونه پوره کول، په همدې بندیز کې سخت ځپل شوي دي.
ذبیح وايي، پخوا یې پاکستان کې د خبریال په توګه کار کاوه، خو چې بېرته افغانستان ته ستون شو په دې برخه کې یې هېڅ فرصت پیدا نه کړ. هغه پرېکړه وکړه چې د انګلیسي ژبې یو تدریسي مرکز پرانیزي، خو په وینا یې کله چې چارواکو پر تعلیمي موسسو محدودیتونه ولګول، دی هم اړ شو چې خپل ټول درسونه انلاین کړي.
هغه وویل: "زما په ټولګیو کې نارینه او ښځینه وو ـ تر ۷۰ او ۸۰ زده کوونکي به په یو وخت کې حاضر وو. زده کوونکي مې خوښ وو او درسونه به مو په ښه توګه روان وو. دوی ټول د IELTS لپاره تیاری نیوه [چې یوه نړیواله ازموینه ده] او د دوی ټولې زدکړې په انټرنېټ پورې تړلې وې. څېړنې، تمریني ازموینې، اصلي امتحانونه، هر څه".
ذبیح چې د هېواد په ختیځ کې ژوند کوي زیاتوي، په افغانستان کې د IELTS هېڅ مرکز نشته، نو یوازېنۍ لاره د زده کوونکو لپاره دا وه چې انلاین یې ورکړي.
هغه وویل: "دوې ورځې مخکې، شاوخوا ۴۵ زدکوونکي مې د ازموینې په منځ کې وو چې انټرنېټ پرې شو. دوی د میاشتو لپاره تیاری نیولی و، خو فرصت یې له لاسه ورکړ. دا د دوی لپاره ډېر دردوونکی و ـ او زما لپاره د ښوونکي په توګه هم."
هغه زیاتوي چې تل له خپلو زده کوونکو اړیکې ترلاسه کوي چې نه پوهېږي څه وکړي.
"هغوی تل ما ته زنګ وهي او وایي: 'استاده، موږ څه وکړو؟' د هلکانو لپاره لا ځینې انګلیسي مرکزونه پرانیستي دي، خو زما د نجونو زده کوونکو لپاره دا وروستۍ موکه وه. او اوس همدا هم له منځه لاړه".
د مرکې ډېری ګډونوال وايي لا هم د موبایل ډېټا (انټرنېټ) د کارولو امکان شته، خو دا د ډېرو خلکو لپاره بېخي ګرانه ده او اړیکه یې هم نا برابره ده. د ۱۰۰ ګېګابایټ میاشتنۍ بسته ۳۵۰۰ افغانۍ یا شاوخوا ۵۰ ډالره (۳۷ پونډه) لګښت لري. برعکس، د وایفای میاشتنی لګښت شاوخوا ۱۰۰۰ افغانۍ و ـ چې څو زده کوونکو په ګډه ورکولای شو.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یا UNDP د یوه پخواني راپور له مخې، د افغانستان د هر کس کلنی عاید په ۲۰۲۴ کال کې ۳۰۶ ډالره و.
ذبیح وايي که ژر انټرنېټ بېرته فعال نه شي، له هېواده وتلو ته به اړ شي ـ ځکه د ژوند کولو بله لاره نه لري.
طالبانو لا تر اوسه د بندیز لپاره رسمي دلیل نه دی ویلی. هغوی مخکې ویلي وو چې د انټرنېټ لپاره بدیله لاره به برابره کړي، خو نور جزئیات یې نه دي ور کړي.
انس، چې د تخار په ولایت کې صراف دی، وايي د انټرنېټ له بندېدو وروسته یې سوداګرۍ ته "سترې ستونزې" پیدا شوې، ځکه د هغه ډېره برخه کار پر انټرنېټ پورې تړلی دی.
هغه وايي: "زموږ کاروبار نژدې ۹۰٪ اغېزمن شوی دی. پرون، زما ورور چې زما شریک هم دی، هڅه وکړه چې یو ایمیل مشتري ته واستوي. خو ویې نه شو کولی".
خو د هغه تر ټولو ستره اندېښنه د ده درې لوڼې دي ـ چې ټولو به یې انلاین درسونه ویل.
هغه وویل: "د انټرنېټ له بندېدو یوه شپه مخکې مو واورېدل چې طالبانو په مزار کې انټرنېټ بند کړی. زما د مشرې لور سترګو کې اوښکې راغلې او راته ویې ویل چې وېرېږي، همداسې به دلته هم وشي.
دوی ته د زدکړې وروستۍ موکه هم له منځه لاړه. دا چې خپلې لوڼې دومره بې وسه وینم... دا زما لپاره تر ټولو سخته وه. یوازې خدای پوهېږي چې له دوی او له ما سره به څه وشي".











