د طالبانو مشر به په کومو شرایطو د نوري فایبر چټک انټرنټ دوام ته اجازه ور کړي؟

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان له ولایتونو د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د دغه هېواد په شمال، ختیځ او سویل کې تر لسو زیاتو ولایتونو یا شاوخوا درېیمه برخه ولایتونو کې د نوري فایبر په نوم چټک انټرنټ بند شوی دی.

د طالبانو حکومت د مخابراتو او مالوماتي ټېکنالوژۍ وزارت ویاند د وضاحت لپاره تر اوسه د بي‌بي‌سي د پوښتنو ځواب نه دی ور کړی.

خو بي‌بي‌سي‌ ته دوو سرچینو ویلي‌، چي له اړوند ادارو یو پلاوی کندهار ته تللی، چې خپل مشر ته د دې روښانتیا ورکړي چې " د کیبل پرې کول په ټول هېواد کې د انټرنټ د پرې کولو په مانا ده."

داسې ښکاري چې پر انټرنټ د محدودیت پلي کولو کې د طالبانو د حکومتي چارواکو ترمنځ د نظر اختلاف لیدل کېږي.

د طالبانو حکومت د مشر په امر د نوري فایبر انټرنټ پرې کول د دوشنبې پر ورځ (د وږي پر ۲۴) له بلخ ولایت پیل شول.

د بلخ د والي ویاند حاجي زید پر ټولنیزه شبکه اېکس یا پخوانی ټویټر کې ولیکل: "له دې وروسته د دې کېبل [نوري فایبر] له لارې انټرنټ نشته او پرې شوی دی." هغه زیاته کړې چې دا ګام د "منکراتو د مخنیوي" لپاره اخیستل شوی او "بدیل" به یې په هېواد کې تیار شي.

نوري فایبر چټک او ارزانه انټرنټ برابروي او تر سپوږمکۍ او راډیويي انټرنټ خورا پراخه ساحه نیسي او ډیر باوري دی.

د طالبانو حکومت په وروستیو کلونو کې د نوري فایبر پراختیایي پروژې پراخې کړې دي چې په افغانستان کې د ډیجیټل سوداګرۍ له ودې، د ټېکنالوژۍ، پانګونې جلبولو او انلاین دندو رامنځته کولو سره یې مرسته کړې ده.

په هرات کې د ودانیو یوه انجینر بي‌بي‌سي ته وویل، چې د نوري فایبر له ډېر چټک انټرنټ پرته به د دوی کار "سم نه وي" شي:

"زموږ ټول کار په انټرنټ سره کیږي، له دې پرته موږ هېڅ نه شو کولی. موږ په بهر کې هم مشتریان لرو او باید پروژې یې ور واستوو او له دې پرته هم ټول دفتري سیسمونه په انټرنټ کار کوي."

تر دې دمه په لویو ښارونو لکه مزار شریف، غزني، کندهار او هلمند کې د نوري فایبر انټرنیټ ځنډېدلی دی. موږ ته ځینو سرچینو ویلي، په جلال اباد ښار کې هم د دولتي ادارو انټرنټ پرې شوی دی.

دا بندیز به لنډمهالی که دایمي وی؟

یوې سرچینې بي‌بي‌سي ته وویل، په کابل کې د چارو ادارې په مشرۍ یوې کمېټې ته د اوږدمهاله بدیل موندلو دنده سپارل شوې ده.

دا کمېټه "له منکراتو د مخنیوي" لپاره د نوري فایبر انټرنټ "د فلترولو" مسله هم ارزوي.

د کمېټې له ارزونې وروسته به مالومه شي، چې په ټول افغانستان کې پر نوري فایبر انټرنټ بندیز پلي شي که فلټرولو سره یې پرلیکه یا انلاین منځپانګې ته د کارونکو لاسرسی د طالبانو په خوښه کنټرول شي.

د یوې باخبره سرچینې په وینا، که د طالبانو د مشر له خوښې سره سم د فلترولو امکان برابر نه شي، نو پر چټک انټرنیټ بندیز به دوام ومومي.

که څه هم د بلخ د والي ویاند ویلي، د نوري فایبر انټرنټ خدماتونه به بانکونو او ګمرکونو ته لا هم دوام ولري، خو ځینې سرچینو ویلي، چې د دې ادارو انټرنټ هم اغېزمن شوی دی.

فراه کې یو افغان سوداګر وایې، د دغه ولایت ابو نصرفراهي ګمرک کې د انټرنټ نشتوالي کارونه ګډوډ کړي‌ او ان د ګمرک مامورین انلاین سیسټمونو ته د نه لاسرسي له کبله نن بېرته کورنو ته ستانه شوي‌.

د مخابراتو او مالوماتي ټېکنالوژۍ وزارت د مالوماتي سیستمونو د امنیت د برخې پخوانی مشر جمال ناصر سروري وايي، افغان ټيلي کام چې د نوري فایبر شبکې مسوول شرکت دی، د محتوا د فلټر کولو وړتیا نه لري.

"څو ولایتونو کې د انټرنټ پرې کول سمه او تخنیکي‌ حل لاره نه ده، خصوصي شرکتونو له یوې لسیزې راهیسې دې برخه کې د پام وړ پانګونه کړې ده. باید له دې شرکتونو سره تعامل وشي او له هغوی وغوښتل شي، هغه اخلاقي محتوا چې دوی یې نه غواړي، د دوی په مرسته فلټر شي."

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

بانکونه، د بریښنایی پیژندپاڼې د ویش دفترونه او ځینې نورې څانګې د خدماتو وړاندې کولو لپاره ډېر چټک انټرنټ ته اړتیا لري.

افغانستان یو له هغه هېوادونو دی چې په انټرنټ کې پورن منځپانګې یا لوڅو انځورونو او وېډيوګانو ته لاسرسی په کې منع او وروستیو کلونو کې فلتر کېږي هم.

د سرچینو په وینا، تر دې مخکې دولتي شرکت افغان ټیلي کام د نوري فایبرانټرنټ فلتراوه، خو ځینې خصوصي شرکتونو د انټرنټ چټکتیا د کموالي مخنیوي لپاره انټرنټ په هغه ډول نه فلتراوه چې څنګه یې د طالبانوحکومت تمه لرله.

که څه هم د طالبانو حکومت پر ټیک ټاک او پب جي انلاین لوبو بندیز لګولی، خو په افغانستان کې خواله رسنۍ لاهم فعالې دي.

د طالبانو مشران ته نژدې کسان وايي، د دوی مشر مولی هیبت الله اخوندزاده نه تلویزیون ګوري او نه هم انټرنټ کاروي، د خبرو سرچینو په وینا، نوموړی یوازې راډیو اوري.

افغانستان څومره نوري فایبر لري؟

افغانستان کې ۹۳۵۰ کیلومتره د نوری فایبر مزي غځېدلي دي‌.

د عکس سرچینه، atra.gov.af

د عکس تشریح، افغانستان کې د نوري فایبر حلقوي شبکه

افغانستان ته له اوو لارو نوري فایبر ننوځي. د دغه هېواد د نوري فایبر شبکه د منځنۍ او سویلي اسیا هېوادونو له جال سره تړلې ده.

په افغانستان کې د نوري فایبر پروژه په ۲۰۰۷ کال د حکومت له بودیجې د ۶۰ میلیون ډالرو په لګښت پیل شوه او دا د ډېر چټک انټرنټ د خدمتونو وړاندي‌ کولو، د کورنیو او نړیوالو تیلیفوني اړیکو ښه کولو او د انټرنټ او تیلیفون لګښت کمولو کې "لوی بدلون" و.

له دې مخکې د افغانستان مخابراتي اړیکې د سپوږمکۍ له لارې په ګرانه بیه برابرېدلې.

په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د نوري فایبر شبکې پراختیا د ډیجیټل پراختیا او سیمه ییز اتصال یوه مهمه ستن ګڼل کېږي.

افغانستان د سیمه ییز انټرنټي اتصال کې مهم رول لوبولی شي.

د افغانستان د مخابراتو وزارت د رپوټونو له مخې، د افغانستان د نوري فایبر شبکې په وروستیو کلونو کې پام وړ وده کړې ده.

د ۲۰۲۴ کال د نومبر تر میاشتې په دغه هېواد کې له نهه زره کیلومترو ډېر د نوري فایبر کیبلونه غځول شوي دي او خدمات یې تر ډېره په ښارونو او ولایتي مرکزونو کې شته.

د افغانستان د مخابراتو د تنظیم ادارې (اترا) مرستیال عطا محمد یاري د ۲۰۲۴ کال د ډیسمبر پر ۱۷مه وویل، د افغانستان په مخابراتي سکتور کې ۲.۸ میلیارد ډالر پانګونه شوې ده.

د هغه په وینا، په افغانستان کې نژدې ۲۶ میلیونه کسان مخابراتي خدماتو ته لاسرسی لري، نژدې یو لک ۱۸ زره کسان په مخابراتي سکتور کې کار کوي او شاوخوا ۳۴ میلیونه سیم کارتونه په هېواد کې ویشل شوي دي.

افغان ټیلیکام د نوري فایبر سبمالونکی دی .

د عکس سرچینه، Afghantelecom

د عکس تشریح، د افغان ټیلیکام کارکوونکې د نوري فایبر د شبکې دغځولو په هڅه کې دي‌.

دولتي او خصوصي مخابراتي شرکتونو ګام په ګام په کابل او مختلفو ولایتونو کې د نوري فایبر د پراختیا پروژې پلي کړې دي او دا بهیر مخ په پراخیدو دی.

د مخابرانو وزارت ویاند عنایت الله الکوزي د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر پر ۲۵ وویل: "په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې له ۱۸۰۰ کیلومترو ډیره د نوري فایبر شبکه پراخه شوې ده. اوس ۴۸۸ کیلومتره پراخوالي لپاره نوې پروژې تصویب شوې ده، چې مختلف ولایتونه پکې شامل دي."

د افغانستان کې نژدې ۲۵ ولایتونه له نوري فایبر یا چټک انټرنټ سره نښلول شوي دي.

پخواني افغان حکومت کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ډیجیټل کاسا په نوم سیمه ییزه انټرنټ پروژه پیل کړه، چې موخه یې په سیمه کې د ډیجیټل بېخ بنسټونو پراختیا، سیمه ییز اتصال او د برېښنايي حکومتولۍ اسانتیا ده. پلان یې هم د نږدې ۱۰۰۰ کیلومتره فایبرغځول او د شبکې مرکز پیاوړي کول و.

د مخابراتو او مالوماتي ټېکنالوژۍ وزارت د پلانولو، د پروژو تصویبولو او پالیسي جوړولو مسوولیت لري. دولتي مخابراتي شرکت افغان ټیلي کام د فایبر شبکې د برخو پلي کولو او چلولو چارې سمبالوي.

خصوصي مخابراتي شرکتونه د کور او ګرځنده تیلیفون د انټرنټ چوپړونه چمتو کوي.