د انټرنېټ په بندېدو "کابل مېشتي لوړ پوړي طالبان ناراضي دي"

د عکس سرچینه، Getty Images
بي بي سي ته ځینو سرچینو په ډاګه کړې چې د طالبانو د حکومت مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د انټرنېټ او ټیلېفوني اسانتیاوو د بندولو له پرېکړې د دوی د حکومت ځینې کابل میشت لوړپوړي چارواکي ناراضي دي. شنونکي وایي، په بېلا بېلو مسایلو کې دغه ډول نا خوښي ښایي د طالبانو تر منځ تر اوسه ښکاره یووالی ورو ورو په څرګند اختلاف بدل کړي.
د دې وضعیت ارزونه د افغانستان لپاره د بي بي سي د خپرونو یو مشر ایمل پسرلي کړې ده او نوموړی وایي، د ۱۹۹۰ مو کلونو په نیمایي کې د طالب غورځنګ د ناببره بریالیتوب یو دلیل د ډېرو په ګومان د دغې ډلې په یووالي او مشرتابه ته په اطاعت کې و خو ان د دوی ځینې مخکیني لوړ پوړي چارواکي لا مني چې د طالبانو د بنسټ اېښودونکي ملا محمد عمر د دریځ نه بدلېدو او په پټو سترګو د مشر د اطاعت له امله د دوی لومړۍ واکمني ختمه شوه.
دوی دا هیله لرله چې له پخوا به درس اخیستل شوی وي خو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز او په مېرمنو د کار محدودیتونه ځینو ته لومړنۍ نښې شوې چې طالبان په دویم ځلې واکمنۍ کې هم د خپل غورځنګ لومړیو کلونو ته ستنېږي.
په سر کې د طالبانو د اوسني نظام ځینو لوړ پوړو چارواکو دا خبره نه منله، هیله یې دا وه چې دغه امرالثاني فرمان به لنډمهالی وي او وضیعت به بېرته عادي حالت ته وروګرځي خو د وخت په تېرېدو ورو ورو په کابل کې ځینو لوړ پوړو چارواکو علني یا په خصوصي خبرو کې د خپل نارضایت ښکارندویي پیل کړه.
د بهرنیو چارو مرستیال، عباس ستانکزي وطن پرېښود او د کابینې ځینې غړي تر یوه وخته له کابله خپه ووتل خو دا خپګان، مشر ته د اطاعت او د خپل منځني اتحاد د خرابېدا له وېرې، حتی همدې کسانو په ډاګه نه یاداوه.
د نجونو له زدکړو وروسته دانټرنېټ بندول یو بل لوی بندیز دی چې د اقتصادي او ټولنیزو اغېزو له امله به د هېواد دننه ډېر افغانان اغېزمن کړي.
اوس ځینې معتبرې سرچینې د نوم نه ښوولو په شرط وايي ، یو شمېر کابل میشتي لوړپوري چارواکي د انټرنېټ او تیلېفون د قطع کېدو په پرېکړه له خپل مشر هبت الله اخوندزاده سره مخالفت، له ځینو کړیو سره په ناستو کې یادوي.
ځینې دغه سرچینې ادعا کوي چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي، د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد، د طالبانو د حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب او د علومو اکاډمۍ ریس شیخ فریدالدین محمودي هغه یوازیني لوړ پوړي چارواکي دي چې هبت الله اخوندزاده یې خبره اوري او په ګډه ورسره هغه پرېکړې کوي چې نور مشران، ان د کابینې لوړ پوړي غړي ورسره جوړ نه دي.
په کابل کې د انټرنېټ او تیلېفون د بندولو په پرېکړه، د اړوندو چارو د ځینو چارواکو له خولې ویل شوي چې دوی ته ناڅاپي وه، له کندهاره ورته راغلې او ګواکې دوی ورسره جوړ نه دي.
دغه راز د ځینو چارواکو له خولې یادونه شوې چې دا موضوع د کابینې په غونډه کې نه ده یاده شوې، دوی ته هم ناڅاپي او د مشر هبت الله اخوندزاده فردي پریکړه ده.
د ځانګړو غړو یادونه او خپل مشر، هبت الله اخوندزاده ته ګوته نیول، د طالبانو په غورځنګ کې کمسارې چاره ښکاري.
دوام به یې د دوی یووالی کمزوری او ښايي ان د هبت الله اخوندزاده محبوبیت په عادي طالبانو کې کم کړي.
په افغانستان کې پر نوري فايبر له بنديز وروسته انټرنېټ او ټليفوني اړيکې هم پرې شوې دي

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا پر نوري فايبر انټرنېټ له بنديز وروسته په ټول هېواد کې ټليفوني او مخابراتي اړيکې پرې شوې دي.
د انټرنېټ د يوې څار ادارې (نېټبلاکس) له مخې اوس مهال نژدې ټول هېواد له بشپړ مخابراتي بندیز سره مخ دی.
دغه بنسټ ويلي، "په ټول افغانستان کې د مخابراتي شبکو پراخ بنديز په بشپړ ډول عملی شوی او اوسمهال د انټرنېټ لاسرسی نژدې په ټول هېواد کې پرې شوی دی."
په افغانستان کې نړيوالو خبري اژانسونو هم ويلي چې په پلازمېنه کابل کې یې له خپلو دفترونو سره اړيکه پرې شوې ده. د افغانستان په ټولو برخو کې موبايل انټرنېټ او د سټلايټ ټلويزيوني خپرونې هم سختې اغېزمنې شوې دي.
د پلازمېنې کابل يوه اوسېدونکي بي بي سي ته ويلي چې په ټول ولايت کې موبایلونه او انټرنېټ بند دی. ويل کېږي د برېښنايي تذکرو او پاسپورټ وېش په څېر ادارې چې پر انټرنېټ پورې تړلې دي هم په عادي ډول خپلې چارې نشي ترسره کولی.
د طالبانو حکومت تراوسه د موبايل شبکو د بندېد په اړه په رسمي ډول غبرګون نه دی ښودلی. خو يوه طالب چارواکي ويلي چې د مخابراتو بندېدل به تر نامعلومې نېټې پورې دوام وکړي.
د انټرنېټ د څار ادارې مډسټن سوشل پر ټولنیزه رسنۍ يوه پوست کې لیکي، "اوس مهال افغانستان د بشپړ انټرنېټ له بنديز سره مخ دی، ځکه د طالبانو چارواکي د اخلاقي تدابيرو د پلي کولو هڅه کوي، ګڼ شمېر شبکې يو پر بل پسې بندې شوې او اوسمهال د ټليفون خدمتونه هم اغېزمن شوي دي."
پر ټولنيزو رسنیو ګڼ شمېر خلک وايي چې په افغانستان کې یې له خپلو کورنيو سره اړیکه پرې شوې ده.
د ځينو "الوتنو لغوه کېدل"

د عکس سرچینه، Getty Images
په کابل کې د طالبانو حکومت له خوا پر نوري فايبر انټرنېټ له بنديز وروسته کابل ته او له هغه ځايه الوتنې اغېزمنې شوې دي.
د پژواک خبري اژانس په ګډون يو شمېر ځايي رسنيو (سې شنبې ۳۰ سپټمبر) د ځینو الوتنو د لغوه کېدو خبر ورکړی دی.
د الوتنو اړوند یوې ادارې (فلايټ راډار ۲۴) له مخې لږ تر لږه اته الوتنې چې ټاکل شوې وې د کابل هوايي ډګر کې ښکته او يا له هغه ځايه الوتنه وکړي "لغوه شوې" دي.
له ۲۰۲۱ کال راهيسې چې طالبانو بيا ځلې واک ترلاسه کړی، په بېلابېلو برخو کېیې ګڼ شمېر محدوديتونه وضع کړي دي.
پر ټولنيزو رسنيو ګڼ شمېر افغانانو پر انټرنېټ د بنديز له امله غبرګونونه ښودلي او د مخابراتي چوپړونو د بېرته فعالېدو غوښتنه یې کړې ده.
له تېرو دوو اوونيو راهيسې د طالبانو حکومت په څو ولايتونو کې يو پر بل پسې د نوري فايبر له لارې پر انټرنېټ بنديز لګولی چې وروستی هغه یې د دوشنبې په ورځ په کابل ښار کې و.
طالب چارواکو وړاندې ويلي وو چې دا ګام "د منکراتو د مخنیوي" په موخه اخیستل شوی او د اړتیا لپاره به په هېواد کې دننه "بدیله لار ورته جوړېږي."
فايبر اپټېک يا نوري فايبر کېبلونه په خورا چټکۍ سره ډېټا لېږدوي چې د نړۍ د انټرنېټ يوه لويه برخه پرې چلېږي.
کارپوهان اټکل کوي چې د طالبانو حکومت له خوا پر انټرنېټ بندیز به نه يوازې د خلکو ورځنۍ ژوند اغېزمن کړي بلکې د سوداګرۍ، بانکي خدمتونو، زدکړو بهير او روغتيايي سيستم په ګډون ګڼې برخې له جدي ګډوډۍ سره مخامخ کړي.
کابل کې د نوري فایبر انټرنټي لیکې پرې شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو حکومت یوه چارواکي بيبيسي ته ومنله، چې د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ وزیر د انټرنټي خدمتونو وړاندې کوونکي شرکتونه وربللي وو او لارښوونه یې ورته کړې چې (دوشنبه) ځايي وخت له پنځو بجو وروسته دې په ټول کابل کې نوري فایبر انټرنټ بند کړي.
بيبيسي ته معلومه شوې، چې له پنځو بجو وروسته د پلازمېنې کابل په ځینو سیمو کې دنوري فایبر انټرنټي کرښې پرې شوې دي.
د دغې سرچینې په وینا، دا پرېکړه "د مشرتابه" له خوا شوې او پلې کېږي.
په کابل کې څو کسانو بيبيسيته وویل، د نوري فایبر انټرنټ یې کار نه کوي.
موږ هڅه وکړه چې د طالبانو حکومت له مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارته په دې تړاو نور معلومات ترلاسه کړو، خو ځواب مو ونه مونده.
تېرو دوه اونیو کې د نوري فایبر شبکې د بندولو په اړه د طالبانو حکومت پرېکړې دا وېره رادبره کړې وه چې ښايي د انټرنټ پرېکېده به کاروبارونو او عام ژوند کې لویه ستونزه رامنځ ته کړي.
د سپټمبر پر ۱۶مه بي بي سي ته سرچینو منلې وه چې د افغانستان په شمالي ولایت بلخ او سویلي ولایتونو کندهار او هلمند کې د نوري فایبر پر انټرنیټي خدمتونو بندیز لګول شوی.
په بلخ کې د طالبانو حکومتي چارواکو هم بيبيسي ته تائید کړې وه، چې د خپل مشر مولوي هبت الله اخوندزاده په امر په دغه ولایت کې د فایبر نوري کېبل له لارې پر انټرنټ بندیز لګولی دی.
په بلخ کې د والي ویاند حاجي زید ویلي وو"تر دې وروسته د دغه کېبل [فایبر نوري شبکې] له لارې انټرنټ نه شته او پرې شوی" دی.
هغه همدا راز ویلي وو چې دا ګام "د منکراتو د مخنیوي" په موخه اخیستل شوی او د اړتیا لپاره به په هېواد کې دننه "بدیله لار ورته جوړېږي."
که څه هم حاجي زید دا نه ده روښانه کړې چې "له منکراتو مخینوي" نه یې موخه څه ده خو انټرنټ ته لاسرسی په دې مانا ده چې پرلیکه بڼه شته نږدې هر څه کتل و لوستل کېدلی شي.
افغانستان کې د مخابراتي شرکتونو د سیم کارتونو له لوري د انټرنټي چوپړونو په خوا کې فایبر نوري د انټرنټ چټک خدمتونه وړاندې کوي چې د طالبانو حکومت د مخابراتو وزارت له لوري څارل کېږي. نوري فایبر د ځمکې له لارې د یوه ځانګړي نوري کېبل پر مټ لېږدول کېږي. د فایبر نوري له لارې لېږدېدونکی انټرنټ د مبایل او بې سیم انټرنټ پرتله چټک او ثابت دی. دا تر ډېره د دولتي ادارو په ګډوون سوداګریز مرکزونه او بهرني او کورني نا دولتي بنسټونه د خپلو ورځنیو چارو لپاره کاروي. دغه انټرنیټي خدمتونه ان ښارونو کې تر کورونو هم رسېدلي.

د عکس سرچینه، Getty Images
"پرېکړه په ټولو ولایتونو کې پلې کېږي"
بيبيسي ته روښانه شوه چې دغه پرېکړه نژدې د سپټمبر لومړیو کې په کندهار کې د طالبانو له مشر مولوي هبت الله سره "د زونونو د والیانو په غونډه کې شوې ده."
په ناسته کې د طالبانو حکومت د بلخ، کندهار، هرات او ننګرهار والیانو ګډون درلوده. هلته "په شفاهي ډول" والیانو ته وویل شول چې د "منکراتو" مخنیوي لپاره دې سملاسي د فایبر نوري انټرنټ بند کړي.
د یوې سرچینې له خولې، د اوږدمهالي حل لپاره په کابل کې د چارو ادارې په مشرۍ یوې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې پر 'بدیل' یې غور وکړي.
سرچینه وايي، دغې کمېټې ته دا دنده هم سپارل شوې چې وڅېړي ایا د نوري فایبر انټرنټ کې "د منکراتو مخنیوي" لپاره "فلټر" کارول کېږي او که نه. د کمېټې له سپارښتنو وروسته به په ډاګه شي چې نوري فایبر په بشپړ ډول په افغانستان کې بند کړي او که د فلټر له لارې هغه څه بندېدلی شي چې د طالبانو حکومت یې غواړي.
که څه هم په بلخ کې د طالبانو د حکومت د ولایتي ادارې ویاند وايي، بانکونو او ګمرکونو ته یې، چې له لویه سره د فایبر پر انټرنټ چلېږي، له همدې لارې انټرنټ ور پرېښی خو ځینو سرچینو بيبيسي ته ویلي، چې د بانکونو او ګمرکونو چارې پر فایبر نوری انټرنټ له بندیز وروسته ټکنۍ شوې دي.
په افغانستان کې بانکونه، د بریښنايي تذکرو او مهمو ادارو ډېرې چارې چټک انټرنټ ته اړتیا لري چې پر نوري فایبر چلېږي خو که دغه انټرنټ له بدیل پرته پرې کېږي، ښايي اغېز یې د ګڼو ادارو په چارو وشي، په ځانګړې ډول هغوی چې پر انټر نټ ډېر تکیه دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت د مالوماتو له مخې، د افغانستان په څېر په وچه کې ایسار هېوادونه له هغو هېوادونو چټک او غښتلی انټرنټ ترلاسه کوي چې سمندر ته لار لري. تر ډېره بې سیم انټرنټ چې د سپوږمکۍ له لارې یې خدمتونه وړاندي کوي، بیې یې لوړې او کیفیت یې ټیټ دی.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دغه هېواد په ټوله کې په اوو نقطو کې له منځنۍ او جنوبي اسیا هېوادونو سره د فایبر نوري پر مټ وصل دی او له همدې لارو افغانستان ته انټرنټ ورځي.
د طالبانو حکومت د معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت ویاند تېر کال بيبيسي ته ویلي وو چې هڅه کوي په ټول افغانستان کې د مخابراتي سایټونو کچه لوړه کړي او د انټرنټ چټکتیا ۳جي او ۴جي ته لوړ کړي چې پر بنسټ به یې خلک ښه او چټک انټرنټ ته لاسرسی ولري.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې ټولټال ۲۶ میلیونه فعال سیمکارتونه یا د مخابراتي شبکو کاروونکي شته چې له دوی یې شاوخوا ۱۴ میلیونه یې انټرنټ ته لاسرسی لري او پاتې نور یې یوازې د مکالمې لپاره سیمکارت کاروي. دا لا روښانه نه ده چې پر فایبر نوري بندیز به پر دې کاروونکو څومره اغېز پرېباسي.








