افغانستان کې پر مخابراتي خدمتونو او انټرنېټي بندیزونو مساپر افغانان څه وایي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نورګل شفق
- دنده, بيبيسي پښتو
"زما هر سهار مور ته په زنګ وهلو پیلېده. ادې به مې پوښتله چې څنګه یې؟ هغه ناروغه ده او چې زما خبرې واوري نو دمه یې جوړه شي. زما هم زړه پرې خوږ شي چې غږ یې واورم. خو اوس نه هغه زما غږ اوري او نه زه د هغې..."
دا د یوه بهر مېشتي افغان خبرې دي چې په افغانستان کې د انټرنېټ پرې کېدا او د مخابراتي شبکو بندښت اوس د مور "خوږ غږ" پرې حرام کړی او "ادې" یې هم اوس د خپل بچي له "ټکوروونکي" غږه محرومه ده.
د انټرنېټ او مخابراتي شبکو د بندښت په اړه په افغانستان کې د طالبانو حکومت پرېکړې د دې مور او زوی په څېر له پرون راهیسې په کور دننه او بهر میلیونونه افغانان سره جدا کړي او د یوه او بل له حاله ناخبره دي.
که څه هم بهر مېشتي افغانان وار د مخه له هېواده مساپر دي خو د مبایل او یا د وټساپ او نورو خواله رسنیو په مرسته یې کور ته زنګ واهه چې هغه د چا خبره "نیم دیدن" یې کېده. خو اوس هغه هم د طالبانو حکومت نوي بندیز پرې درولی دی او معلومه نه ده چې تر کله به دوام کوي.
له سعودي عربستانه تر دوبۍ، له امریکا او جرمني تر لندنه ټول مساپر وایي چې په وطن کې خپلو کورنیو ته زړه خوري او بيبيسي دلته له ځينو سره خواله کړې ده.
"چې انټرنېټ و نو له کورنۍ د لرېوالي احساس مو نه کاوه"

ګلمرجان حبیبي د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې مساپر دی. ده بيبيسي ته وویل چې هر سهار به له خپلې کورنۍ سره په وټساپ غږېده او مور او پلار نه به یې وظیفې ته تر تګ مخکې "دعا اخیستله."
دی زیاتوي، "نور وروڼه مې هم مساپر دي او کور ته به مو ګروپي زنګ کاوه چې ټول به راسره غږېدل. داسې احساس مو کاوه لکه هېڅ چې مساپر نه یو او په خپل کور کې یو. خو له کومه وخته چې انټرنېټ پرې شوی، نه زه د دوی احوال لرم او نه دوی زما له حاله خبر دي. دا ما ته ډېره سخته ده."
ښاغلی حبيبي همدارزا وايي چې دا وضعیت "ټولو مساپرو ته ډېر سخت دی او الله تعالی دې وکړي چې دا مشکل حل شي، ځکه چې له انټرنېټ پرته د مساپرو ژوند ډېر سخت دی."
د لندن مېشتي تیمور شاه راشد ځور هم ورته دی.
ښاغلی راشد وايي، "هر سهار به مې اولنی کار دا و چې په کابل کې به مې کور ته زنګ کاوه، حال احوال به مې اخیسته، نن دا ده دویمه ورځ ده چې هڅه کوم کور سره اړیکه ټینګه کړم، خو هېڅ ډول اړیکه نه نیول کېږي. نه زنګ وهل کېږي او نه په وټساپ اړیکه کېږي. لږ تر لږه ۲۰ ځلې مې د زنګ وهلو او مسېج لېږلو هڅه کړې خو هېڅ نه کېږي. د ټولو افغانانو غوندې زه هم ډېر زیات پرېشانه یم چې کور کې به څه وضعیت وي."
په جرمني کې مېشته د ښځو حقونو فعاله نرګس حسنزۍ بیا وايي چې که یو خوا ټول بهر مېشتي افغانان په هېواد کې خپلو خپلوانو ته اندېښمن دي نو بلخوا د طالبانو حکومت دې تازه پرېکړې پر هغو نجونو هم لا کړۍ تنګه کړه چې د انټرنېټ په مرسته یې انلاین زدکړې "وروستۍ هیله" وه.
اغلې حسنزۍ وايي، "په کابل کې د انټرنېټ بندېدل د خلکو تر منځ د اړیکو تر څنګ د نجونو پر زدکړو هم دروند اغېز کړی دی. زرګونه نجونې چې یوازې د انلاین زدکړو له لارې تعلیم ته دوام ورکولای شي، اوس له دې حقه هم محرومې شوې. دا حالت د بشري حقونو او د زدکړو د اساسي ارزښتونو جدي نقض دی."
وروستی پیغام
له وطنه پر خواله رسنیو داسې حالت دی لکه په کوم ښار کې چې ګرځبندیز اعلان شي.
په افغانستان کې دننه د ډېری فېسبوک کاروونکو د مسېنجر زرغونه نښه اوس مړه ده یعني افلاین دي. پر فېسبوک او انسټاګرام یې چې پرون کومې ۲۴ ساعته پاتېدونکې "سټورۍ" لګولې وې، اوس یې وخت ختم او ورکې شوې دي. د وټساپ "سټېټس" یې هم بیا نه دی تازه شوی او چې پیغام ورته وکړې نو د ټېک مارک غبرګه نښه نه پرې راځي. دا د دې څرګندونه کوي چې ګواکې پیغام نه ورلېږدي.
له افغانستانه بهر ګڼو افغان فېسبوک کاروونکو د "افغانستان له ساحې وتلی" یا "افغانستان افلاین دی" پوسټونه خپاره او یا پر خپله سټورۍ لګولي دي.

د عکس سرچینه، @JamilaZarif and Zahid Baran
په همدې حال کې ځينو له خپلو کورنیو سره د اړیکې پرې کېدا له کبله اندېښنې څرګندې کړې دي.
سویډن مېشتې افغانه فعاله جمیله ظریف لیکي چې څنګه د انټرنېټ تر پرې کېدو څو شېبې مخکې له کابله د هغې د بچي نیا د خپل لمسي د "ورستي ځل" لیدو هیله ترې کړې وه.
اغلې ظریف لیکلي، "خواښې مې زنګ وهلی و، ډېره وارخطا وه. ویل یې لمسی مې د اخر ځل لپاره په کامره کې راوښيه چې انټرنېټ بندېږي. دې خبرې ته مې ټوله شپه وژړل. خدایه! څومره دې بې وسه پيدا کړي یوو."
د زاهد باران په نوم یوه بل بهر مېشتي افغان چې وايي، په وطن کې یې مور په روغتون کې بستر ده، ورور یې د انټرنېټ تر پرې کېدو مخکې "وروستی پیغام" داسې ورلېږلی دی:
"ادې اوس ویده ده، په روغتون کې. ماښام چې ويښه شوه نو زنګ درته کوم، خبرې به ورسره وکړې...
"هئ ادې! چې ته به اوس څنګه یې؟..."
په کابل کې خلک څه وايي؟
په کابل کې ځينو ځايي رسنیو ویلي چې د انټرنېټ او مخابراتي شبکو له بندښت پرته چې خلک یې اغېزمن کړي، نور نو د پلازمېنې په ګډون په لویو ښارونو کې عادي ژوند روان دی.
بيبيسي ته معلومه شوې چې د دغه بندیز له کبله د برېښنايي پېژندپاڼو او د پاسپورټ د وېش په څېر ځينې په انټرنېټ پورې تړلي کارونه د پخوا غوندې په نورمال ډول نه ترسره کېږي؛ الوتنې ځنډېدلې، د پیسو د لېږد رالېږد سیسټمونه اغېزمن شوي او له بانکه یې د ایستلو اندازه یا کچه هم محدوده شوې ده.
د ځينو ادارو کارکوونکي اوس د سیټلایټ "بېک اپ" انټرنېټ ته وقفه په وقفه لاسرسی لري چې بيبیسي هم اړیکه ورسره کړې.
په کابل کې د خصوصي شرکت یو کارکوونکی چې موږ یې دلته د امنیتي خوندیتوب په موخه د 'زلمي' په مستعار نوم یادوو، بيبيسي ته وویل چې دی دفتر کې و چې انټرنېټ او ټیلفوني اړیکو کار پرېښود او کورنۍ یې تر ماخوستنه ده ته اندېښمنه وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
زلمی وايي، "کور ته چې لاړم نو مور، پلار او ټوله کورنۍ مې پرېشانه وه. مېرمن او بچي مې کلي ته تللي، اړیکه نه شوای ورسره نیولی او ورته اندېښمن وم. ماخوستن مې چې نور وروڼه له دندو راورسېدل نو د ټولو بڼې نیولې ښکارېدې. ان د کور ماشومان مو هم پوهېدل چې کوم څه شوي دي."
زلمی زیاتوي، "نن سهار چې دفتر ته تلم نو خلک اندېښمن راته برېښېدل، لکه ملي ماتم چې اعلان شوی وي. خو کابل کې د خلکو عام باور دا دی چې دا لنډمهاله بندیز دی او ګواکې په ورځ دوو کې به بېرته هر څه نورمال شي."
ځينو خبریالانو لیکلي چې یو شمېر افغانان سرحدي سیمو ته ځي او هلته د ګاونډیو هېوادونو د سيمکارتونو په کارولو سره هڅه کوي چې د خپلو مسافرو حال واخلي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دغه بندیز په اړه تر اوسه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی خو يوه طالب چارواکي ويلي چې د مخابراتي شبکو او انټرنېټ بندېدل به تر نامعلومې نېټې دوام وکړي.
د نوري فایبر د پرې کېدو پر مهال د طالبانو حکومت چارواکو ویلي وو چې "له بدیلې لارې" به افغانستان له انټرنېټ سره وصلوي. خو دا یې نه ده روښانه کړې چې دا "بدیله لاره" یې څه ده او کله به افغانستان بېرته له انټرنېټ سره ونښلول شي.
بهر مېشتي افغان مساپر هم نه پوهېږي چې کله به یې هغه ورک احساس بېرته راژوندی شي چې یو ځل بیا په وټساپ یا نورو خواله رسنیو په وطن کې له خپلو کورنیو سره په ویډيويي بڼه خبرې کوي او داسې نه انګېري چې له کوره لرې دي.
ځکه خو ځینې وايي چې د "اصلي مساپرۍ درد" یې اوس د اړیکو په پرې کېدو سره احساس کړی دی.











